تاند- د چین د نشریاتو او مطبوعاتو عمومي ادارې د جمعې په ورځ وویل چې تېر کال (۲۰۱۳) یې په ټول هیواد کې ۲۱ ملیونه غیرقانوني چاپي خپرونې بندې کړي دي.

دې ادارې په چین کې تر لس زره زیاتې ویبپاڼې هم بندې کړي او ویلي یې دي چې دغو انترنټي ویبپاڼو د ټولنې د کلتور پر ضد فعالیت کاوه.

چینايي چارواکو ویلي چې په سلو کې ۳۰ خپرونې یې د غیراخلاقي مطالبو د خپرولو په خاطر منع کړي دي.

خو د حکومت مخالفان وايي چې حکومت د مخالف اواز د تربتولو لپاره دا کار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *