د چین ولسمشر شي جین پینګ او د پاکستان ولسمشر ممنون حسین

تاند – د چین حکومت په یوه وروستي اقدام کې په دغه هېواد کې اوسېدونکو مسلمانانو ته امر کړی دی چې له دې نه وروسته په ماشومانو باندې د محمد (ص)، عرفات، مجاهد، مدینه په شمول یو شمېر نومونه کېنږدي.

د پیو د تحقیقاتي مرکز د معلوماتو په اساس، په چین کې څه باندې۲۱ میلیونه مسلمانان اوسېږي چې ډېر یې په لویدیځ ایالت سینکیانګ کې ژوند کوي.

د متحده ایالاتو مشهوره ورځپاڼه، نیویارک ټایمز، لیکي چې د چین حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې په عامه ځایونو کې په اوږدو ږیرو او د ښځو د پړوني یا ټیکري په سرولو هم بندیزونه لګولي دي.

د بشري حقونو ادارو ویلي چې دا د میندو او پلرونو خوښه ده چې په ماشومانو باندې داسې نومونه کېږدي چې د هغوی خوښېږي.

په ورته وخت کې، ویل کیږي چې د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د اسلام اباد نوی بشپړېدونکی نړیوال هوایي ډګر د چین د ولسمشر شي جین پنګ په نامه نوموي.

2 thoughts on “د چین حکومت په دغه هېواد کې د «محمد» د نوم په اېښودلو بندیز ولګاوه”
  1. تش په نامه د اسلام ټیکدارانو دغه دین خلکو ته د وحشت،دحشت،او نفرت دین خلکو ته ور پېژندلی دی

  2. دا ده کفري دیموکراسي، د نړي دکفارو د درواغجني او منحوسي دیموکراسي چهره هر وخت معلومه سوي ده، نړي دي وګوري دي دیموکراسي ته او د دي مبارک نوم مخه هیڅوک هم نسي نیولاي که څه هم پاکستان دنړي دکفارو سره ملکري هم سي، در باندي ویاړو زموږ ستر پیغمبره جناب حضرت محمد صل الله علیه وسلم تر نامه دي صدقه سم د نوم څخه دي هم اټومي طاقتونه بیریږي نو حقداره ده چي د ټولي نړي کفار درباندي کلیمه ووايي.
    محمدحسین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *