تاند- د چین دفاع وزارت نن /چهارشنبه/ هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د دغه هیواد پوځي وسایط د افغانستان په خاوره کې دننه ګزمې کوي.

هندي رسنیو او دغه راز یو شمېر افغان چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي و چې د چین پوځي وسایط د افغانستان په پامیر کې لیدل شوي دي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سخي داد حیدري بیا وايي چې د چین پولې ته نژدې د افغانستان په خاوره کې یو شمېر ایغور سختدریځي فعالیت کوي.

سخي داد حیدري د افغانستان په خاوره کې د چینايي پوځیانو فعالیت یا ګزمه رد کړه، ویې ویل:

«د چین صرف ۱۵ یا ۱۶ اتباع په جرم ولسوالي، یعني د جرم ولسوالي په خوستک او د وردوج په تیرګران کې شته.»

ده وویل چې دا کسان له وسله والو طالبانو سره د ماینونو په جوړولو کې مرسته کوي.

هندي رسنۍ ډبلیو آی او این د چینايي پوځي وسایطو عکسونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا د هغو چینايي پوځیانو دي چې خپلې پولې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې ګزمه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د دفاع وزارت ویاند یانګ یوجون دا راپورونه رد کړل.

ده نن په پیکینګ کې یوې خبري غونډې ته وویل«د بهرنیو رسنیو دا رپور چې د چین پوځي وسایط د افغانستان په خاوره کې دننه ګزمه کوي، له حقیقت سره سر نه خوري.»

د چین د دفاع وزارت ویندوی دا هم وویل چې چین او افغانستان په خپله ګډه پوله کې په ګډه د تروریستانو د فعالیت پر ضد کار کوي.

یانګ زیاته کړه«په وروستیو کلونو کې د چین او افغانستان امنیتي ځواکونو په پولو کې د امنیت د ټینګښت په اړه د دوه اړخیزو همکاریو د موافقې پر اساس په سرحدي سیمو کې عملیات کړي دي.»

ده د دغو عملیاتو په اړه نوره توضیحه ورنه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *