تاند – د چین په مرکز پیکنګ کې د ملي لوبغالي کلنی ترمیم نه دی شوی. دغه لوبغالی چې د مرغه په ځالې مشهور دی د چین د سپورټ پر یوې مهمې نښې بدل شوی دی.

په دغه ځای کې په ۲۰۰۸ کال د المپیک لوبې وشوې. چې لیدو یې نړیوال حیرانه کړل.

چین د دې لوبغالې پر جوړیدو هم له مادي اړخه ډیر لګښت کړی او هم یې د معماري له اړخه ډیره هڅه کړې.

د دې لوبغالي اوږدوالی تر درې سوه متره ډیر دی او پسور یې تر دووسوه مترو اوړي.

په دې لوبغالي کې چې د نړۍ یوه له لویو پروژو یادیږي شاوخوا ۵۴۰ ټنه اوسپنه کار شوې ده او کارګرانو پرې اووه کاله کار کاوه. نژدې نیم میلیارډه ډالره پرې لګښت راغی چې پکې ۹۰۰۰۰ لیدونکي کولی شي په یوه وخت کې لوبه وګوري.

د مرغه ځاله لوبغالی داسې جوړ شوی دی چې تر ۸ ریښتر درجې پورې د زلزلې مقاومت لري او کومو انجنیرانو چې دا لوبغالی جوړ کړی د هغه یې تر ۲۰۰ کاله پورې ضمانت کړی دی چې نه به خرابیږي.

کوم سیالانیان چې پیکنګ ته ځي نو ګڼ یې غواړي چې د مرغه ځالې لوبغالې ته ورشي. د چین د ګرځندویانو په دفترونو کې هم د دې لوبغالې په اړه معلومات بهرنیانو ته خپریږي خو په وروستیو کې دې ته اندیښنې زیاتې شوې دي چې د دې لوبغالي کلنۍ بیا رغاونې ته د چین حکومت پیسې نه دې بیلې کړې.

One thought on “د چین د المپیک لوبغالی نه دی ترمیم شوی”
  1. سلامونه أو نيكي هيلي مي ومنئ.
    په دي برخه معلوماتو كي چي تاسى كوم عكس پورته كرى دا تصوير د مرغى حاله د لوبغالي نه دى كه د لوستونكو لپاره سم شي بده به نه وي.
    په درنشت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *