د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی کانګ

تاند- د چین د بهرنیو چارو وزارت نن/سې شنبه/ وویل، بیجنګ د افغانستان د مسلې له ټولو اړوندو خواوو سره په تماس کې دی.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی دا خبره د چاینا ډیلي ورځپاڼې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا تېره میاشت د طالبانو پلاوی بیجنګ ته ورغلی و.

چاینا ډیلي ته د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی له لوري په لیکلي ځواب کې همداراز ویل شوي، چین غواړي چې د افغانستان حکومت او طالبان د سولې خبرو ته کښېني څو په افغانستان کې ژر تر ژره سوله او امنیت راشي.

د ویندوی په لیکلي ځواب کې چین ته د طالبانو د پلاوي د سفر راپور نه رد شوی او نه هم تایید شوی دی، یوازې ویل شوي چې چین له ټولو اړوندو خواوو سره په تماس کې دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی په لیکلي ځواب کې همداراز ویل شوي، چین به رغنده او مثبت رول ته دوام ورکړي، او تل یې د افغانانو له لارښوونې سره سم او د افغانانو د مالکیت د اصولو پر اساس د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل د بهیر ملاتړ کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر عباس ستانکزي په مشرۍ طالب پلاوی د جولای له ۱۸ تر ۲۲ پوري د چین د حکومت په بلنه په بېجنګ کې و.

رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یوه جګپوړي غړي په قول وویل چې طالب پلاوي له چینايي چارواکو سره د افغانستان د «اشغال» او د افغانانو د کړاوونو په اړه خبرې وکړې.

د یکشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهین د چین له دفاع وزیر سره ولیدل. د چین دفاع وزیر د افغانستان حکومت په دې وستایه چې د چین د ختیځ ترکستان د بېلتون غوښتونکو پر ضد په جګړه کې ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *