تاند- د چین مرستیال ولسمشر نن کابل ته راغی چې د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره د دوو هیوادونو پر اړیکو او ګډو اندېښنو خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د چین مرستیال ولسمشر لي یوانچیانو له افغان چارواکو سره څو دوه اړخیزې موافقې او سندونه لاسلیک کړي.
چین د افغانستان په څو اقتصادي پروژو کې د پانګونې لپاره قراردادونه لاسلیک کړي خو عملي کار یې پرې نه دی پیل کړی.
د دغو پروژو په منځ کې تر ټولو لویه د لوګر د عینک د مسو کان پروژه ده چې نه یوازې دا چې پر هغې یې کار نه دی پیل کړی بلکې له ځینو ژمنو څخه، چې د دې پروژې د سند د لاسلیکولو په مهال یې په غاړه اخیستې وې، په شا شوی دی.
ښاغلی لي یوانچیانو تر ټولو جګپوړی چینايي چارواکی دی چې په تېرو څو لسیزو کې کابل ته راځي.
د تېر (۲۰۱۴) کال د فبرورۍ په دوه ویشتمه د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره په خبرو کې یې سولې د بهیر او له افراطیت سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.