تاند- د چین د بهرنیو چارو وزیر نن /شنبه/ کابل ته راغی چې د افغانستان د سولې په پروسه او د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کولو کې رول ولوبوي.
ښاغلی وانګ لي به له ولسمشر غني سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.
وانګ لي کابل ته له رارسېدو سره سم له بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره وکتل.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی لي له افغان چارواکو سره له خبرو وروسته اسلام اباد ته لاړ شي او له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې وکړي.
دې ته په پام چې چین پر پاکستان زیات اغېز لري او په دغه هیواد کې په لسګونو ملیارد ډالره پانګونه کوي، افغانان هیله لري چې دا هیواد به پاکستان د تروریزم له ملاتړه لاس اخیستلو ته وهڅولی شي.