د چین دفاع وزیر د دې هېواد په پلازمېنه کې د ډموکراسۍ پر پلوي اعتراض کوونکو د دېرش کاله مخکې ځپونکو اقداماتو دفاع کوي او وايي چې د ۱۹۸۹ کال د لاریونوالو د ځپلو برکت و، چې نننی چین باثباته او مترقي دی.

د چین دفاع وزیر جنرال وي فینګ د یکشنبې په ورځ وویل، د پلازمېنې پېکنګ په تیانان مین چوک کې د معترضو محصلانو ځپل یوه سمه پالېسي وه.

په داسې حال کې چې د دې پېښې ۳۰ مې کلیزې ته دوه ورځې پاتې دي، جنرال فینګ په سنګاپور کې یوې سیمه ییزې امنیتي غونډې ته د وینا پرمهال پوښتنه وکړه چې ولې خلک وايي چې د چین حکومت دا ستونزه په سم ډول هواره نشوای کړای؟

هغه وویل، تېرو درېیو لسیزو ثابته کړه چې په دې برخه کې د هغه مهال د حکومت له اقداماتو وروسته ستر بدلونونه راغلل او چین اوس مهال له اقتصادي پرمختګ او ثبات څخه ګټه اخلي.

د فېنګ په وینا، دا یوه سیاسي بلوا وه او مرکزي حکومت د بلوا د مخنیوي لپاره اقدام کړی و چې دا کار د ده په وینا، پرځای پالېسي وه.

د ۱۹۸۹ کال د جون په څلورمه نېټه په تیانان مین چوک کې د ډموکراسۍ پلوي اعتراض کوونکو محصلینو او کارګرانو پراخې مظاهرې وکړې او په دې هېواد کې یې د ډموکراتیکو بدلونونو او د فساد د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه، خو له اوو اوونیو مظاهرو وروسته دولتي ځواکونه او ټانکونه د مظاهره چیانو پرضد واټونو ته راووتل او ټول هغه خلک یې په نښه کړل چې مظاهرو او یا د مظاهره چیانو نندارې ته راوتلي وو.

By Seen

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *