تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: د چین په کوربه توب د اکتوبر په ۲۸مه او ۲۹مه جوړېدونکې د افغان سولې غونډه د نامعلومې مودې لپاره وځنډېده.

اسوشیټد پریس ویلي، دا غونډه د لنډ وخت لپاره ځنډول شوې، خو لا یې نېټه نه ده دقیقه شوې.

د افغان حکومت یوې سرچینې تاندته وویل، دا غونډه ځکه ځنډول شوې چې افغان حکومت چین ته ویلي وو د ټاکنو تر پایلو پورې دې انتظار وکړي او دداسې یوې غونډې کوربه توب دې نه کوي.

 ټاکل شوې وه چې د چین ناسته د عقرب په اوومه او اتمه جوړه شي چې طالبانو هم ورته د ملا برادر په مشرۍ پلاوی ټاکلی، و خو د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت په دغه ناسته کې د افغان حکومت مرکزي رول ټینګار درلود.

 بلخوا د ارګ سرچینو ویلي، ولسمشر غني چې له دغې ناستې سره مخالف و، تېره ورځ یې تصمیم بدل شوی او ویلي یې دي چې د چین غونډې ته به خپل پلاوی واستوي.

 د بیجنګ د سولې بین الافغاني ناسته په دساې حال کې ځنډېدلې چې تېره ورځ په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د چین، امریکا، روسیې او پاکستان د استازو غونډه هم جوړه شوې وه.

2 thoughts on “د چین د سولې بین الافغاني ناسته وځنډېده”
  1. کیدای شی د ټاکنو کمیسیون خپل نتایج هم اعلان او د سولی خبرو لپاره افغان دولت خپل نوملړ هم اعلان کړی ځکه افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته راغلی

    د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او د یو شمېر سياسیونو ترڅنګ يې د اجرائيه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

    تر اوسه د هغه د سفر د هدف په اړه معلومات نه دي ورکړل سوي.

    دا د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ لخوا د سولي د خبرو تر لغوه کېدو وروسته د زلمي خلیلزاد لومړی سفر دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *