تاند- چین په افغانستان کې وروستي بریدونه وغندل، ویې ویل چې تروریزم د چین او افغانستان ګډ دښمن دی.
د چین د عامه امنیت وزیر ګیو شینکون نن په کابل کې د افغانستان له اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې چې وروستي ترورستي بریدونه په کلکه وغندل او تروریزم یې د چین او افغانستان ګډ دښمن وباله.
د افغانستان د اجرايي ریاست له یوې خبرپاڼې سره سم د چین د عامه امنیت وزیر له عبدالله عبدالله سره د ده د کار په دفتر کې د چین او افغانستان ترمنځ پر وروستیو تړونونو باندي، چي چین ته د ولسمشر محمد اشرف غني په وروستي سفر کي لاسلیک شوي ول، خبرې وکړې.
ښاغلي شینکون وړاندي وویل، افغانستان ته یې د سفر عمده هدف د هغو تړونونو تعقیب او د پرمختګ څارل دي چي له چین سره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستي سفر کي لاسلیک سوي ول.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل، چي دغه تړونونه به د دواړو هیوادونو ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو له پراختیا او بهترۍ سره مرسته وکړي او په ګډه به د مشترکو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره نوري مبارزې ته زمینه مساعده کړي.
نوموړي زیاته کړه چي افغانستان له نړیوالو متحدینو سره د نیکو اړیکو پاللو ته ژمن دی او چین د دغه هیواد لپاره یو له قوي متحدینو څخه شمرل کيږي.