تاند- د چین د جنوب د یوه کوچیني ښار اوسېدونکي غواړي چې په دې ورځو کې د سپي د غوښې کالنی جشن ولمانځي خو د حیواناتو د حقونو ډلې ورسره مخالفت کوي. د حیواناتو د حقونو ملاتړې ډلې دغه یو ورځنی جشن د اخلاقي او صحي اصولو مخالف ګڼي.
د تلګراف ورځپاڼې له رپورټ سره سم، د چین د ګوانګسي ایالت د یولین ښار اوسېدونکي وایي چې هر کال د اوړي د موسم په پیل کېدو سره دوی د سپي د غوښې جشن جوړوي او دا د دوی یو لرغونی دود دی او د سپي غوښه یې خوښېږي.
د حیواناتو د حقونو د ملاتړو په قول، په دې جشن کې هر کال شاوخوا لس زره سپي په مختلفو طریقو وژل کېږي چې په دې کې له ژوندیو سپو د څرمني ایستل هم شامل دي او دغه ډول چلند له حیواناتو سره بې انصافي ده.
په چین کې د سپي غوښې ته د یخنۍ د موسم د ګټورو خوړو په سترګه کتل کېږي او د دغه هېواد د پخواني طب ماهران په دې نظر دي چې د سپي غوښه د ځینو ناروغیو لکه د جنسي کمزورۍ او په بدن کې د وینو د ورو حرکت له علاج سره مرسته کوي.
خو د حیواناتو د حقونو مدافعانو نیت کړی دی چې د سپي د غوښې د جشن په خلاف خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي او د مظاهرو او تبلیغاتو له لارې خلک پوه کړي چې د زرګونو سپیو د وژلو له لارې ځان ته خوشحالي جوړول نه په اخلاقي لحاظ او نه په صحي لحاظ مناسب چلند دی.
په هانګ کانګ کې د اسیایي حیواناتو په نوم یوې اینجو ویلي دي چې هغه سپي چې په دغه جشن کې خوړل کېږي، یو ګڼ شمېر یې کوڅه ډب دي یا له یو ځایه بل ځایه راپټ شوي وي او دا امکان شته چې ځينې یې د سپینو د لېونتوب د ناروغۍ په شان خطرناکې ناروغۍ ولري. دغه راز ګڼ شمېر سپي په چټلو لاریو کې د یولین ښار ته راوړل کېږي چې ساري ناروغۍ ورسره خپرېدای شي. خو د یولین ښار مقامات وایي چې د سپي د غوښې په کالني جشن کې د خوراک لپاره له هغو سپیو استفاده کېږي چې په فارمونو کې روزل شوي، لوی شوي او په روغتیایي لحاظ معاینه شوي دي