نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد
د امریکا په متحده ایالاتو کې ځينې هغه کړۍ چې د امریکا په نظامي او سیاسي فابريکې باندې تر ډېره کنترول لري، په وروستیو کې له روسيې سره د ساړه جنګ د بیا پیل کولو هڅه وکړه. دوی غوښتل تر څو نړۍ ته وښایي چې روسیه یوازينې هغه هېواد دی چې نړۍ کې ستونزې زېږوي. د دوی موخه د روسيې کمزورې کول او منځوي کول وو، خو اوس دا جوته شوه چې د دوی دغه ګام په خپله د غرب او امریکا په زیان او یوه تېروتنه وه.
د امریکا دې پرېکړې چې په روسیه باندې یې د کریمیا د شخړې له امله اقتصادي بندیزونه ولګول، مسکو وهڅاوه چې د ګزپروم د کمپنۍ اسهام او ونډې د ډالرو د بازار په عوض د چینايي یان په بازار کې وپلوري. دا په حقیقت کې امریکا ته په پښو باندې یو سخت ګوزار وو چې امریکا ځان ته په خپله ورکړ.
د نړۍ په کچه د ګازو تر ټولو لویه توليدونکې روسي کمپنۍ، ګزپروم، پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې خپل اسهام او ونډې د چینایي یان په مقابل کې وپلوري. د اوباما د ادارې د بندیزونو له کبله، د ګزپروم د کمپنۍ په پورونو او ونډو باندې د ډالر په بازار کې د سود کچه لوړيږی، په داسې حال کې چې د چینایي یان په بازار کې بیا ښکته غورځيږي، چې دا کار د ګزپروم د کمپنۍ لپاره نور هم په زړه پورې کوي تر څو پورونه د یان په بازار کې واخلي. د دې پرېکړې تر شا د تجارت او اقتصاد وراخوا یوه سیاسي انګېزه هم لري. دا پرېکړه د روسيې، چین، ایران او نورو هېوادونو یو شریک میلان ښيي، چې د نړۍ د بانک او د نړیوال تجارت د ذخیرې په حیث نور د ډالر مخه ونیسي تر څو د امریکا په حکومت باندې فشار راوړي.
د کال ۱۹۳۰ څخه راپدېخو د امریکا تر ټولو خراب اقتصادي حالت، د پرلپسې دریو لسیزو تجارتي کسر او همدا راز د ناخالصو کورنیو تولیداتو یو سل او درې فیصده دولتي پورونو سره سره بیا هم امریکا په دې توانیږي چې په عراق، سوریه، لیبیا، افغانستان او نورو هېوادونو کې د جنګونو مالي ملاتړ وکړي، یواځينی لامل یې په نړۍ کې د ذخیرې او تجارت لپاره ډالر د یو نړیوال پولي واحد په حیث منل دي. د روسيې او چین په څېر نور هېوادونه چې غواړي د نړۍ په کچه پلورل او پېرودل وکړي، باید ډالر ولري او په ډالر یې وکړي، د ډالر تر لاسه کولو لپاره دوی د امریکا د دولت په خوندي اسهامو پانګونه کوي. د روسيې، چین او نورو هېوادونو ډالر دي چې په مټ یې امریکا د تریلیونونو ډالرو په قیمت خپلې بهرنۍ جګړې پر مخ وړي.
په کال ۲۰۱۰ کې ��ې کله د امریکا د تجارت کلنی کسر یو تریلیون ډالرو ته ورسېد، او د چین په شمول نورو هېوادونو د ډالرو د اسهامو په ځای هغه بانډونه وپېرودل چې تر شا یې یورو وه، دا کړنه د ډالرو نړیوال اعتبار ته د یورو له خوا یوه ننګونه وه. د یورو د پرمختګ د مخنیوی په موخه د امریکا حکومت د یورو خلاف مالي جګړه پیل کړه. د دې لپاره چې د ډالر د نړیوال اعتبار د لاسه ورکولو مخه ونيسې او تر څو یورو یا د کوم بل هېواد پولي واحد ته انتقال نه شي، د امریکا حکومت د وال سټریټ بانکونو لکه ګولډمن ساکس، جی پي مورګانچس… او د هغو ادارو چې د مالي ادرو د اعتبار درجه بندي کوي او همدا راز د امریکا له مرکزي بانک د واک له استعمال څخه ګټه پورته کړه، چې د کړنو په پایله کې یې یورو وغورځوله، چې په پایله کې یې د اروپا په ډېرو هېوادوونو کې د مالي بحرانونو یوه لړۍ شروع شوه چې تر ټولو بده اغېزه یې په یونان وه نو ځکه یې د یونان د بحران نوم ورکړ. خو په دې موخه چې واشنګټن د وال سټریټ بانکونه له ديوالي کېدو څخه وژغوري، بې کچې ډالر چاپ کړل، په نړۍ کې د نورو هېوادونو مرکزي بانکونو درک کړه چې ډالر نور په نړیواله کچه خپل ارزښت له لاسه ورکوي. له همدې وروسته چین، روسیې او نور لوی اقتصادي هېوادونه د ډالر د بدیل په لټه کې شول تر څو پرې خپلمنځي راکړې ورکړې تر سره کړي.
د نړیوال وجهي صندوق وروستی راپور د نړۍ په کچه د ډالر د اعتبار د بایللو په اړه حیرانوونکی دی، د دغه راپور سره سم د درویشت هېوادونو مرکزي بانکونه د زخیرې لپاره د ډالر په ځای اوس چینایي یان ساتي، او همدا راز د دولسو نورو هېوادونو مرکزي بانکونو په غیر رسمي توګه د ډالر په ځای په چینایي یان باندې پانګونه کړې ده. د دغه راپور سره سم د مرکزي بانک د زخیرو په ساتلو کې د ډالر رول ډېر په تېزۍ سره ښکته راځي. په کال دوه زرم کې په ټوله نړۍ کې د ټولو ذخیرو پنځه پنځوس سلنه په ډالرو وه، خو اوس دغه کچه دري دېرش سلنې ته راښکته شوې ده او د لا نورې کمېدو پر لور په خورا چټکۍ سره روانه ده. په وروستیو کلونو کې د چین هېواد په لوړه کچه د سره زرو په پېرودلو لاس پورې کړی دی تر څو وتوانیږي چي یان د نورو هېوادونو له پولي واحدونو سره په اسانه تبادله شي او نړیوال اعتبار ترلاسه کړي.
د روسيې خلاف د اوباما د ادارې وروستي بنديزونه د روسیې د ګزپروم په څېر کمپنۍ هڅوي چې اسیايي مارکېټونو ته مخه کړي، او اروپا او امریکا له نظره وغورځوي، تر څو له یوه پلوه خپلې اقتصادي چارې لا ښه په مخ بوځي او له بله پلوه د اروپا او امریکا په حکومتونو اقتصادي فشار راوړي او په یوه مناسبه لار ترې خپل غچ واخلي. د ګزپروم، GMK د نېکلو کمپنیو په شمول، د روسيې د طبعي زېرمو د راویستلو ځینو کمپنیو په تېره میاشت کې د اسیا په بازارونو کې خپلې چارې پیل کړي دي، او هڅه کوي چې د غرب له اتکاء څخه ځان ورو په ورو خلاص کړي.
د چین، روسیې او ایران مثلث.
په اوکراین کې د ناټو په اشارو او لارښوونو کودتا او بحران نه یواځې د روسيي کمپنیو، بلکې د نورو ډېرو هېوادونو کمپنیو تمایل د غرب په ځای اوس شرق ته ډېر شوی دی. دغه هېوادونه فکر کوي چې دوی هم یو وخت د واشنګټن د بندیزونو لاندې راتلی شي نو ځکه په ډالر باندې د اتکاء کمولو او د یو ښه بدیل پیدا کولو په هڅه کې دي. ایران او روسيي په تازه وختونوکې د جنس په جنس د تجارت اعلان وکړ، چې په دواړو هېوادونو د امریکا د بندیزونو اغېزه کمولی شي. د اپرېل په دوهمه نېټه دواړو هېوادونو د شل بلیونه ډالرو په ارزښت د جنس په جنس د تجارت هوکړه وکړه، چې له مخې به یې ایران روسيي ته انرژي صادروي، چې دغه کار د امریکا د اقتصادي بندیزونو په مقابل کې د ایران اقتصاد ته مقاومت وربخښي. داسې ویل کيږي چې روسیه به د روسيي سامان آلاتو او توکو په بدل کې هره ورخ پنځه سوه زره بریله تېل له ایران څخه پېري. د روسيي له خوا په ایران کې د دوه نورو اتومي بټیو جوړول او د ایران له خوا د روسيي توغندیو پېرودل هم د دې هوکړې یوه برخه ده. پرته له شکه په دغسې یوه معامله کې به ډالر هېڅ ارزښت ونلري، ځکه خو امریکا تر ډېره په دغه موافقه قهرېدلې ده.
همدا راز ټاکل شوې ده چې د می په میاشت کې به د روسيې ولسمشر ولادېمېرپوتین بېجنګ ته ولاړ شي، تمه کیږي چې نوموړی به د چینایي چارواکو سره د دېرشو کلونو لپاره یوه اقتصادي موافقه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې د چین په څېر د انرژۍ وږي هېواد ته د روسيې له خوا ګاز صادريږي. د روسيې د ګازو دولتي کمپنۍ، ګزپروم په پلان کې لري چې د کال دوه زره اتلسم څخه وروسته به هر کال د چېن هېواد ته اته دېرش بلیونه مترمکعب ګاز د هغه پایپ لاین له لارې پمپوي چې د نړۍ د تر ټولو لوی د ګازو تولیدونکي او د تر ټولو لوی مصروفونکي هېوادونو تر منځ غځيږي. د اوږدو خبرو اترو څخه وروسته د دغسې موافقې لاسلیکول د امریکا له خوا اقتصادي بندیزونو ته ډېر په ځای ځواب دی، او همدا راز د نړیوال تجارت څخه د ډالر ویستلو لپاره یو بل ګام دی.
هغه اټکلونه چې له مخې یې ویل کېدل چې یوویشتمه پېړۍ د چین د واک او ځواک پېړۍ ده، نور په رښتیا کېدو دي. امریکا به خپل ځای چین ته او ډالر به خپل ځای یان ته پرېږدي. د امریکا اقتصاد نور ويلې شوی دی، امریکا اوس نه هغه زور لري او نه هغه زر. تمه کېده چې اوباما به امریکا ته نجات ورکړي، خو هغه هم هغه څه وکړه چې امریکا ته یې له زیان پرته نور هېڅ ورنکړه. په افغانستان کې په نظامي لحاظ د امریکا ګېرېدل، د چین چټک اقتصادي پرمختګ، په روسیه کې د پوتین په څېر ولسمشر، په نړۍ کې له امریکا څخه د کرکې ډېرېدل، د ځینو اروپایي هېوادونو سره په یو څه مواردو کې د امریکا ټکر… او داسې نور هغه لاملونه دي چې امریکا یې له پښو غورځولې ده او ډالر د ډوبېدو په حال کې دی.