تاند- په وروستۍ یوه اوونۍ کې په کابل کې د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په بې ساري ډول ټیټ شوی دی.
تر پرون /دوشنبې/ پوري هر امریکايي ډالر د کابل په شهزاده سرای کې په شاوخوا ۶۲ افغانۍ تبادله کېده، حال دا چې تر یوې نیمې میاشتې پخوا پوري په کابل کې د هر امریکايی ډالر ارزښت ۶۰ افغانۍ و.
د شهزاده سرای، چې د افغانستان د اسعارو مهم بازار دی، صرافان فکر کوي چې سیاسي ستونزو د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت له ټیټېدو سره مرسته کړې ده.
خو د اقتصادی چارو ځینی ماهران وايي چې د بهرنیو مرستو او د بهرنیو پوځیانو د شمېر کمېدا د افغانیو پر ارزښت اغېز کړی دی. د دوی په وینا نور د پخوا کلونو په شان زیات ډالر پر افغانیو د تبادلې لپاره بازار ته نه وړاندې کېږي او له بلې خوا ډېری بهرنۍ موسسې بندې شوي دي. له یوې خوا په دغو موسسو کې ډېر افغانان په کار بوخت وو چې ډالري معاش به یې اخیست او په بازار کې به یې پر افغانیو بدلاوه او له بلې خوا موسسو زیاتې پیسې لګولې.
د افغانستان بانک تراوسه پوري د افغانیو د ارزښت د کمېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي خو له بهرنیو اسعارو سره د افغانۍ د تبادلې لیست یې په خپله ویبپاڼه کې خپور کړی دی.