تاند- د ډالر په وړاندې پاکستاني روپۍ یو وار بیا په بې ساري ډول ولوېدې.
پاکستاني رسنیو نن /دوشنبه/ وویل چې د ډالرو او نورو اسعارو په وړاندې د پاکستاني روپیو ارزښت مخ په کمېدو دی او نن هر ډالر په ۱۵۷ روپیو تبادله شو چې دا د پاکستان په تاریخ کې د ډالرو په وړاندې د روپیو تر ټولو ټیټه بیه ده.
تر دې مخکې د ډالرو په وړاندې د پاکستاني روپيو ارزښت ۱۵۲ ته لوېدلی و چې په هماغه وخت کې هم بې ساری بلل شوی و خو د پاکستان د حکومت په هلوځلو بېرته یو ډالر ۱۴۸ روپیو ته راټیټ شو.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له چین، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، نړیوال بانک او اسیايي بانک څخه په ملیاردونو ډالر پور اخیستی دی.
د اقتصادي چارو متخصصان وايي که نړیوالو مالي موسسو پاکستان ته پور نه وای ورکړی ممکن د روپیو ارزښت تر دې په ځلونو ډېر ټیټ شوی وای.
د پاکستاني روپیو د ارزښت ټیټېدا او د جنسونو د بیو لوړېدا د پاکستان عام ولس تر سخت فشار لاندې راوستی او په یو شمېر ښارونو کې د ګرانۍ پر ضد مظاهرې شوي دي.
سره له دې چې د پاکستان پوځ له صدراعظم عمران خان سره موافقه کړې چې خپله بودجه به کمه کړي خو لا هم د پاکستان اقتصاد مخ په ځوړ دی.
عمران خان له واک ته رسېدو مخکې او وروسته پر پخوانیو حکومتو نیوکې کولې چې هیواد یې په پورونو کې غرق کړی خو اوس له دېوالیه توب څخه د هیواد د د ژغورلو یوازینۍ لار د پورونو په ترلاسه کولو کې بولي.
د پاکستاني روپیو د ارزښت په کموالي کې تازه ریکارډ وروسته له دې جوړ شو چې اسیايی پراختیايي بانک پاکستان ته د څه باندې ۳ ملیارد ډالره تازه مرستې په اړه د پاکستاني چارواکو ادعا رد کړه.