تاند- پاکستان ته د یو نیم ملیارد وړیا مرستې له رسېدو وروسته د ډالر په وړاندې د روپۍ ارزښت له ډېرې مودې وروسته مخ په ښه کېدو شو خو نن بېرته د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ټیټ شو.
د کراچۍ د ونډو په بازار کې د ونډو ارزښت مخ په ټیټېدو دی او له دې سره په یو وخت د روپۍ ارزښت هم لوېدلی دی.
نن هر ډالر په څه باندې ۹۹ روپۍ معامله کېږي. د ډالر په وړاندې د روپۍ د ارزښت کمېدا له پرون راهیسي پیل شوی او نن /سې شنبه/ ۲۰ پیسې ټیټ شوی دی.
پاکستان ته په وروستیو ورځو کې د دغه هیواد د چارواکو په وینا دوستو هیوادونو یو نیم ملیارد ډالره وړیا مرسته ورکړه. پاکستاني چارواکو نه دي ویلي چې دا مرسته کومو هیوادونو ورکړې ده خو ګومان کېږي چې سعودي عربستان او امریکا به ورکړې وي.