ژباړه: نورالله غازي يار

په پخوا وختونو کې په يوه لوی ښار کې يو يتيم هلک اوسيدو، چې نوم يې هيروشي و، دهغه وخت دښار حالت ډېر خراب و؛ نو ده هم غلاکولو ته مخه کړه . هيروشي ډېر چالاک او دښه ذهن څښتن و،هغه ډېرې غلاوې وکړې،  دغلا کولو ډېر مهارتونه يې زده وو؛ نو ځکه خو هيچا هم په غلا کولو ګير نه کړ .

هيروشي چې په رګونو کې يې د ځوانۍ شراب بهيدل ، يوه ورځ په بازار کې دغلا په لټه سرګردان ګرځيدو، چې ناڅاپه يې  پر يوې ډېرې ښکلې او دنګې پېغلې نظر پريوت، دهغې د سترګو ګرمې وړانګې يې دزړه تيارو ګوټونو ته  ولوېدې ، د نوي ژوند هيلې يې په زړه کې راوټوکېدې .

  په خورا خوږه لهجه يې پېغلې ته وويل:

ــ   له ما سره واده نه کوې؟

جينۍ موسکۍ شوه او وی ويل :

ــ   خو زه يو شرط لرم، که يې منې نو له تا سره واده کولو ته تياره يم!

هيروشي په بې تابۍ وويل :

ــ  هر شرط منلوته دې تيار يم، وايه!

ــ   شرط مې دادی چې له غلا کولو به لاس واخلې او يوعزتمن ژوند به غوره  کړې …..!

هيروشي د پيغلې ښکلا ته ټينګ نه شو؛ نو شرط يې ورسره ومنلو، له غلا کولو يې لاس واخيست، ورسره يې د مينه ناک ژوند او حلالې مزدورۍ ژمنه وکړه .

 يوه ورځ هيروشي په بازار کې روان و، چې د سرو زرو پر پلورنځي يې سترګې ولګيدې، په پلورنځي کې د سرو زرو ډېر ښکلي اوځليدونکي اميلونه د خرڅلاو لپاره ايښي وو، د هيروشي په زړه کې خپله ملګرې راوګرځيده، د هغې غاړه له همداسې يوه اميل سره لګيده، له ده سره دومره پيسې نه وې چې نوموړی اميل پرې وپيري، په مغز  کې يې يو ځل بيا د غلا کولو فکر راولاړ شو، زړه کې يې وويل چې په هر ډول وي  خپلې خوږې محبوبې ته به يو د سروزرو اميل لاس ته راوړم،  چې دا مې لاس ته راوړ، بيا به بيخي له غلا کولولاس اخلم .

نيمه شپه وه چې هيروشي له کوره ووت، دسروزرو د دوکان کلپ يې مات کړ، يودسرو زرواميل يې راواخيست، خو چې له دوکانه بيرته راوتو، د چوکيدار له خوا ونيول شو.

دا دده په ژوند کې لومړی ځل و، چې  د يو چا له خوا نيول کيدو، هيروشي دزندان تياره او تنګې خونې ته وروغورځول شو، د زندان تورې تنګې خونې يې زړه ورتنګ کړ، باندينۍ ازاده نړۍ يې سترګو ته ودريده، په لومړي ځل يې د ازادۍ قدر محسوس کړ،ده قسم وخوړ چې کله له زندانه ازاد شوم؛ نو يو سپيڅلی ژوند به غوره کوم، بيا به هيڅکله هم پردي شي ته ګوتې ورنوړم .

هيروشي به هر وخت په سوچونو کې ډوب و، کله کله به يې د زندان څخه د تيښتې سوچونه کول؛ خو چې د زندان هسک ديوال او ويښ ساتونکې به   يې وليدل، بيرته به يې زړه ولويد او ټول پلان به يې ګډ وډ شو .

يوه ورځ ده ته په ډوډۍ کې يو دانه شفتالو راوړل شوی و،  دهغه په ليدو ورته له زندان څخه دباندې نړۍ ورياده شوه، له سترګو يې غټې غټې اوښکې پر مخ ورغړيدې، له دې سره يې ناڅاپه په سر کې يوفکرراوګرځېد، د شفتالو زړی يې په يو دسمال کې تاوکړ او د زندان ساتونکو ته يې ورغږ کړ:

ــ  ما پاچا ته ور پرېږدئ! له ما سره دده لپاره يوه ګرانبيه ډالۍ ده . . . .

ساتونکې په کټ کټ وخنديدل :

ــ  هههههههههههههه  پاچا ته د ستا غوندې کس د ډالۍ هيڅ اړتيا نشته. . . .

خو هيروشي خپل هيمت له لاسه ورنکړ، ده به په ورځ کې شل دېرش ځله پاچا سره دليدو غوښتنه کوله، کله به يې زارۍ پېل  کړې، کله به يې شور ماشور جوړ کړ،  کله به يې له چالاکۍ نه کار واخيست او ساتونکو ته به يې وويل :

ــ  که چېرې پاچا خبر شو، چې دده ګرانبيه ډالۍ تر اوسه ده ته نده رسيدلې؛ نو ستاسې د ټولو سرونه به درغوڅ کړي .

ساتونکې اخير دده شور ماشور نه په تنګ شول،  هغه يې له زندان نه راوويست او دپاچا حضور ته يې وړاندې کړ.

هيروشي د پاچا په مخکې سر خم کړ او وی ويل :

ــ   پاچا سلامت! زه تاته له يوې ګران بيه ډالۍ سره راغلی يم .

هغه په دسمال کې يو نغښتی شی پاچا ته ورکړ، پاچا چې دسمال پرانيست، چې ګوري د شفتالو زړی پکې دی، له غوسې يې مخ سور واوخت :

ــ   بې شرمه هلکه! ته اوس په دې باندې زما سپکاوی کول غواړۍ؟!

ساتونکو ته يې غږ کړ :

ــ   دی د ټول عمر لپاره په زندان کې واچوئ!

هيروشي ډاډمنه موسکا وکړه، د پاچا پر وړاندې يې سر خم کړ  :

ــ   ښاغليه! دا يو جادويي شفتالو دی، په دې کې يو راز پټ دی .

 هيروشي د پاچا څنګ ته ورغی، غوږ ته يې خوله ورنږدې کړه :

ــ   دا چې په ځمکه کې ښخ کړې، داسې ونه به ترې راشنه شي، چې مېوه به يې د سرو زرو وي .

پاچا په غوسه وويل :

ــ   دا دروغ دي! که رښتيا ترې د سرو زرو ميوه کيدلی، تا به لومړی پخپله دا کار کړی و، زه به دې بيخي پرې خبر کړی هم نه وم . . . .

هيروشي وويل :

ــ   داسې نه ده پاچا صيب! هغه چا چې ماته يې دا زړی راکاوه، وويل، چې له دې ونې به د سرو زرو ميوه د هغه چا لاس ته ورځي، چې پوره ريښتينی او او ايمانداره کس وي . که  داسې چا دا زړی ښخ کړ چې ريښتينی او ايماندار نه وي؛ نو ونه به يې عادي شفتالان نيسي، پاچا صيب! ته خو پوهېږې، چې زه يو غل يم او زه په دې پوهېږم چې دا زړی ماته د سرو زرو ميوه نشي راکولی؛ ځکه مې تاته راوړ، چې تر تا بل ريښتينی او ايماندار کس په دې هيواد کې بل څوک نشي کيدای .

پاچا ژوره ساه واخيسته او په سوچونو کې ډوب شو، پاچا زړسواندی سړی و؛ خو ده د پاچا جوړيدو په خاطر له ډېرو دروغو او درغليو کار اخيستی و، له اوږده فکر وروسته يې وويل :

ــ   زه ستا ډالۍ نشم قبلولی، ما په وړوکوالې کې ډېر دروغ ويلي، دا شفتالوزما ځانګړي وزيرته ورکړه!

د ټولوسترګې په ځانګړي وزير کې ښخې وې؛ خوهغه هيچا ته هم نشول ورليدلی،هغه له ډېرو خلکو رشوتونه اخيستي وو او له ډېرو سره يې دوکې کړې وې . ده زړه کې وويل: که چېرې زه د شفتالو زړی ولګوم او  له دې نه د سرو زرو شفتالان راشنه نشي؛ نو ټولو ته به مې د بې ايمانۍ او درغليو پته ولګېږي، ده سر  وښوراوه او يوه مصنوعي موسکا يې پر شونډو وڅرخيده :

ــ   ددې ډالۍ پوره حقدار زما سپه سالار دی، دا يو داسې ځوک دی، چې دده له برکته سرحدونه محکم ساتل شوي دي اوخلک په سوله او امن کې ژوند کوي .

د سپه سالار څيره ژېړه واوخته، دی هم ريښتينی او ايماندار کس ونه خوت، ده د جنګ پر مهال ډېر بې ګناه وګړي په قتل رسولي وو . سپه سالار وويل :

ــ   پاچا سلامت! ددې ډالۍ پوره حقدار قاضي صيب دی؛ ځکه چې قاضي صيب له وګړو سره له پوره انصافه کار اخيستی دی .

قاضي صيب ته ورياد شول چې، ده د پاچا د خوشالولو په خاطر ډېرې ناسمې پريکړي کړي دي، هغه هم له ډالۍ انکار وکړ .

په شاهي دربار کې ناستو،  له حکومتي چارواکونيولې،آن تر ساتونکو پورې ټولو له دې ډالې له اخيستو انکار وکړ، هر سړی مجرم و، څوک غل، څوک رشوت خور، څوک قاتل او . . . . . . .

يو کس په دربار کې غږ  وکړ :

په دومره لويه پاچاهۍ کې اوس يو هم ريښتينی او ايماندار کس نشته؟

پاچا د هيروشي خواته وکتل او وموسيدو :

ــ   ته ډېر هوښيار هلک يې!  تا دا روښانه کړه، چې په يوه واړه جرم باندې مې ته زندان ته اچولی يې؛ خو له تا غټ غټ مجرمان او تورن نه يوازې چې ازاد ګرڅي؛ بلکې په لويو لويو دندو هم ګمارل شوي دي .

پاچا هيروشي ته وويل :

ــ   ځه! د نن ورځې نه وروسته ته ازاد يې، ته هم د يو ريښتيني او ايماندار انسان ژوند غوره کړه!

One thought on “د ډالۍ حقدار/ د منځني ختيځ د خلکو کيسه”
  1. دا څه موده کیږي، لیکوالان د لوستونکو له حوصلې اوږده لیکنه کوي.
    دا کار اغیزمن ندی
    ګرانو لیکوالانو، پر ځان زیات فشار راوړئ ترڅو خپله خبره ډیره لنډه، ډیره کره او ډیره محدوده کړئ. په هوايي اوتو بوتو څوک خپل وخت نه ضایع کوي او نه دومره وخت لري چې لس متره اوږدې لیکنې سر تر پایه ولولي.

    مع السلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *