همایون نایل
د طالبانو د اوربند له پای ته رسېدو سره ولسمشر غني د حکومت له خوا اوربند لس ورځې نور وغځاوه او دا یې هم ویلي چې که طالب مشران د اوربند لپاره بیا پر خپلو وسله والو غږ وکړي، دی به د حکومت له لوري اوربند یو کال ته وغځوي.
طالب مشرانو لا هم په دې اړه څرګندونې نه دي کړي؛ خو تېر ته په کتو طالبانو د افغان حکومت د وړاندیزونو او نیکو مشورو پر وړاندې سملاسي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د ولسمشر غني له خوا د روژې مبارکې میاشتې له اووه ویشتمې نېټې څخه د اختر تر پینځمې ورځې پورې د اوربند له اعلان وروسته په لومړي ځل طالبانو د درې ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ. داسې ښکاري چې طالبان له اوربنده وروسته یو څه وارخطا شوي دي.
د اوربند په ورځو کې طالبان ښارونو ته راغلل او هغه افغان پوځ یې، چې د دوی په بریدونو کې وژل کېدل، په ځانګړې مینه هرکلی وکړ او بې کچې مینه یې ورکړه، ان د هغوی د امنیت د خوندي توب لپاره یې ځانونه سپر وګرځول. له دې سره د طالبانو عاطفه هم وخوځېده او د ملي دفاع وزارت د ویاند له قوله چې ښارونو او په ځانګړي ډول کابل ته له راغلو طالبانو څخه نیمايي هغه یې پاتې شول.
د دفاع وزارت دغه څرګندونې ښايي ځکه حقیقت ته نېږدې وي چې ښارونو ته د راننوتو طالبانو شمېره، نوم ثبتونه او د هغوی د وسلو د ساتنې په موخه چک او څېړنه کېده. که دغه شمېره درواغ وای او په رښتیا هم راغلي وسله وال طالبان بېرته خپلو لیکو ته تللي وای، ښايي پر مشرانو یې دغومره بده اغیزه نه وای شوې.
طالبانو د ملت د هغه غږ له ردولو وروسته چې د اوربند غځېدل یې غوښته، داسې غږونه او څرګندونې یې وکړې چې د دوی وارخطایي او یا د دوی څه نا څه پښېماني پکې څرګندېدای شي.
یو طالب مشر، چې ادعا کېږي د بلوچستان ایالت په یوه جومات کې خبرې کوي، او ۱۱ دقیقه یي آډیو یې په خواله رسنیو کې خپره شوې ده، وایي، د ویډیوګانو او عکسونو په لیدلو یې وژړل او په زړه کې یې چړې ښخې شوې او ځینو نورو یې هغو ته د منافقانو خطاب کړی دی. تر دې وړاندې هم په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې د اوربند په موده کې ښارونو ته د طالبانو تګ او له ولس او چارواکو سره د هغوی لیدنو، کتنو طالب مشران بېرولي او دا اندېښنه یې ورته پیدا کړې چې د دوی کسان به له سختدریځۍ لاس واخلي.
خو که مشران طالبان کشران هغه منافقین او یا په بل نامه یادوي… زما چې په کابل کې له ګڼو طالبانو سره ولیدل، د هغوی له انسانیت، د هغوی له عاطفې او د هغوی له وطن دوستۍ راته داسې ښکاره شوه چې دوی له خپلو هېوادوالو سره د واټن د ختمېدو او پخلاینې قوي هوډ لري. هغوی رښتیا هم د خپلو مسلمانو هېوادوالو په لیدو متاثره شوي دي او دا یقیناً د هغو د سر خوږۍ او وارخطایۍ سبب کېږي چې نه غواړي په افغانستان سوله او روغه وویني.
اوس چې افغان حکومت دغو وسله والو ته خپله ژمنتیا وثابته کړه، طالبان هم باید له دغه فرصت څخه ګټه واخلي، تر امریکا او نورو بهرنیانو ورته د بین الافغاني او له خپله ولسمشر غني سره ناسته د هغوی د افغانیت ستره نښانه ګڼل کېدای شي او راتلونکي ته یې ښه تضمین ورکولای شي؛ لکه څرنګه چې ولسمشر غني له هلمند څخه راغلي د سولې کاروان ته په خبرو کې وویل: “که طالب مشر د کندهار خرقه شریفه کې له موږ سره کېناستل غواړي یا کومه بله دښته یا غره کې، موږ خبرو ته ورته حاضر یو.”
ښاغلي غني وویل چې له طالبانو سره د مذاکراتو پر اجندا باندې یې هیڅ قید او شرط ندی لگولی او د هغه په وینا تیار دی چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په گډون په یوه اوږدمهاله طرحه کې له طالبانو سره مذاکره وکړي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او نورو جهادي او ګوندي مشرانو او مخورو هم ولسمشر غني ته له طالبانو سره د سولې په اړه د خبرو د ژر پیلېدو په موخه مشورې ورکړې.
اوس که طالب مشران له هغو تورونو چې کواکې دوی د پردیو په لاس کې دي او د هغوی په اشاره فعالیتونه کوي، ځان خلاصول غواړي او په رښتیا هم پر افغان ولس، چې دواړو لورو ته وژل کېږي، ترحم لري، د هغوی له وژلو دې لاس واخلي، ژر تر ژره دې بین الا افغاني مذاکرات پیل کړي.