په ډېرې خواشینۍ موخبر ترلاسه کړ، چې دفکر اوعمل دجرګې بنسټ اېښودونکی ،سیاسي،ټولنیز اوفرهنګي شخصیت حاجي محمد حسن حسام له فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې کړې.
اناالله وانا الیه راجعون
دارواښاد حاجي محمد حسن حسام یوازینۍ هیله دهېواد پرمختک او دخلکو هوساینه وه. هغه دخپلو خلکو سره دیو خیرخواه انسان په توګه را شه درشه او نیکې اړیکې درلودې. او دقومونو د یووالي او پیوستون په موخه یې هلې ځلې کولې، که دمرکو سړی و، نومدني هڅې یې هم کولې اوترڅنګ یې دادب بډاینې ته هم ملاتړلې وه. اودیو ملي سوداګر په توګه یې داقتصاد په پیاوړتیا کې پانګونه او ګڼو وزګارو هېوادوالو ته دکار دشرایطو برابرول یې ښې ځانګړنې وې.
دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت مشرتابه پلاوی او ټول کارکوونکي په هره برخه کې دارواښاد زیارګالنې اوغوره کړه وړه ستایي اوقدردانی کوي.
مړینه یې قومي، سیاسي اوفرهنګي ضایعه بولي. ارواښاد ته دلوی خدای(ج) له دربار څخه دفردوس جنت، کورنۍ ، خپلوانو او دهېواد درنوفرهنګیانوته د ژورې خواخوږۍ اوډاډګېرنې د وړاندې کولو ترڅنګ دجمیل صبر هیله کوي.
ډاکټرسیداحمد حقبین
دسرحدونواوقبایلوچارووزارت سرپرست