په ننګرهار کې د نظراباد علمي او کولتوري ټولنې دهېواد پیژندل شوي عصبي جراح ډاکټر احمد عبید مجددي د وړتیاو او وروستیو لاسته راوړنو نمانځنه وکړه.
تمیم رحماني
دغه غونډه د جمعي په مازیګر د جلال اباد ښار په سپین غر هوټل کې جوړه شوې وه ،چې په لسګونو دولتي چارواکو،فرهنګیانو،پوهنتون استادانو،محصلینو او طبي ډاکټرانو برخه اخیستې وه .
د غونډي په پیل کې د ټولنې مشر قاضي محمد حسن حقیار میلمنو ته د هرکلي تر څنګ وویل چې یاده نظراباد علمي او کلتوري ټولنه یوه خپلواکه ټولنه ده او دا ډول غونډي د ټولني د غړیو په خپلو شخصي امکاناتو باندي جوړوي ،هغه د ټولني له غړیو مننه وکړه چې دده په نشتون کې یي هم ستري غونډي یي جوړی کړي او ژمنه یي وکړ چې د هیواد د سترو خدمکارانو ته به همداسي غونډي جوړوي .
د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال یادي غونډي ته د وینا پرمهال دآکټر احمد عبید د ټول هیواد لپآره په عصبي جراحۍ کې یو لوی ویاړ وباله او زیاته یي کړه ،چې دده په راتک سره د سترو عملیاتونو لپاره له هیواده بهرد افغانانو د تللو مخه نیول شوې.
هغه په ټولو ډاکټرانو اوځوانانو غږ وکړ چې تاسي هریو ځان نه عبید مجددي جوړ کړي،دا یي د هڅو او زحمتونو پایله ده چې نن په ښه نوم او ښې وړتیا شهرت لري.
د ننګرهار دعامي ریاست مرستیالې ډاکټرې مقدسې معراج د ډاکټراحمد عبید مجددي وروستۍ لاسته راوړنې او په پاکستان کې د سرو زرو مډال اخیستل د هېواد لپآره ویاړ وباله .غونډي ته د ملي ثبات کوند مشر ضیاالحق امرخېل هم وینا وکړه او ډاکټر عبید ته یي ددی ستر ویاړ مبارکي ورکړه ،اود نظراباد علمي او کولتوري ټولنې دا ابتکار یي وستایي .
په غونډه کې طبي ډاکټرانو عبید مجددي په هیواد کې لومړی عصبي جراح یاد کړ،چې په دې برخه کې یې تر ټولو لوړې زده کړې کړي.
غونډه ته د کابل پوهنتون استاد پوهنوال استاد لال پاچا ازمون ،د سولي او ثبات کوند مشر ضیاالحق امرخیل ،دافغانستان او انکلستان د سوداکري خوني مشر قاري ضیاالرحمان ضیا ،د بیلابیلو ټولنو مشران او ګڼ شمیر نورو علمي او قومي هستیو خبرې وکړې.
د هېواد د پیژندل شوي عصبي جراح دوکتور احمد عبید مجددي نمانځغونډي د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتورد رئیس اورنګ صمیم په ارزونه پاي ته ورسیده .
یاده دي چې ،تردي وړاندي هم نظراباد علمي او کولتوري ټولنې له لوري د سترو هستیو نمانځغونډي جوړې شوې دي.