دا خبر بیا بیا تازه کېږي
تازه راپور وايي چې برید د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر یوه دفتر شوی دی. ویل شوي چې لږترلږه یو پولیس وژل شوی او څو تنه نور ژوبل دي.
دا شېبه د ډزو اواز لږ اورېدل کېږي او داسي ښکاري چې امنیتي ځواکونه توانېدلي وي چې وسله وال سخت دریځي وځپي.
په دارلامان کې د ولسمشرۍ د کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي کور د حملې ځای ته نژدې دی. په مخکینیو راپورونو ویل شوي و چې برید د ولسمشرۍ د کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي پر کور شوی دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دوی په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر دفتر برید کړی دی.
له دې سره په یووخت نن عبدالله عبدالله په تخار کې ځپلو زرګونو پلویانو ته وینا وروسته له دې پای ته ورسوله چې خبر ورورسېد چې په کابل کې د یوه کاندید پر کور برید شوی دی.
عبدالله عبدالله وویل:«همدا اوس یو خبر راورسېد چې په کابل کې د یوه کاندید پر کور برید شوی نو خبرې همدلته بس کوم، بیا به له انتخاباتو وروسته سره ږغېږو.»
مخکینی راپورونه:
د ډاکتر اشرف غني پر کور وسله واله حمله شوې
په کابل کې د ولسمشرۍ د مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي پر کور له چاودنې وروسته وسله واله نښته پیل شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس په وینا پولیس وايي چې د حملې او چاودنې په مهال ډاکتر اشرف غني احمدزی په کور کې نه و.
پولیسو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې څلور تنه د ډاکتر غني احمدزي کور ته ننوتل او ورپسې ډزې پیل شوې.
یوه بل پولیس چارواکي لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې لومړی څلور تنه کور ته ننوتل، ډزې پیل شوې، ورپسې چاودنه واورېدل شوه.
د رویټرز خبري اژانس خبریال وايي چې د ډاکتر احمدزي د کور له منځه د ډزو اوار اورېدل کېږي.
تراوسه پوري د مرګ ژوبلو په اړه راپور نشته خو دا خبره تایید شوې چې ډاکتر اشرف غني احمدزی د حملې په مهال په کور کې نه و. اشرف غني د انتخاباتي کمپاین په لړ کې پکتیا ته تللی دی.
وروستی راپور وايي چې تر دې شېبې پوري ډزې روانې دي.
په ټویټر کې د اشرف غني پیغام
اشرف غني احمدزي همدا شېبه په یوه پیغام کې، چې د ټویټر له لارې یې لېږلی، ویلي چې تازه ګردې�� ته ورسېد او په هغه غونډه کې یې ګډون وکړ چې د زرګونو خلکو له لوري د ده د کاندیداتورۍ په ملاتړ کې جوړه شوې ده.
ښاغلي غني احمدزي په کابل کې د خپل کور حملې ته اشاره نه ده کړې.
مشره خدای ج د د ښمنانو له بدو سترګو وساته
خدای دې د پنجاب کاسه پاکي حراموني په خپل قهر اخته کړي چې د ملي مشر اشرف غني د کور خوا ته به د تود شمال د ورتګ سبب هم کېږي.
God Save you Ghani
الله ج د غنی صاحب کورنی په خپل امان کی وساتی. خدای مه کړه چی دده په کور به حمله شوی وی. انشاالله چی دده کورنی به بچ وی