ډاکتر اکبر اکبر

د ډاکټر اکبر پېژندګلوي

د پښتو ادب په معاصره دوره کې ګڼ شمېر لیکوال د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې ژوندي کوي، دوی د پرمختللو ټولنو څخه تجربې اخلي، د هغوي د پرمختګ اندونو سرچینې ورته معلومیږي او هره ورځ د ساینس او ټکنالوژي د پرمختګ نوي تجربې وینې او په ورځیني ژوند کې یې د عمل پایله هم ګوري. د پښتو ادب ځینې پنځونکې همدا نوي اندونه او د خپلې ټولنې وروسته والي پرتله کوي او د ادب په ژبه د تخیلي ځواک په ملتیا د خپلې ټولنې او د خپل ولس پرمختګ لارې چارې، د بدبختیو څخه د دوی ژغورل او هغه اندونه وړاندې کوي، چې هم نن او هم سبا د خلکو په درد خوري. ډاکټر اکبر اکبر هم د پښتو معاصر ادب یوه پېژندل شوې څېره ده چې د پښتو ادب لویو پوهانو له خوا د ده ادب او ادبي هڅې ستایل شوي دي.

الف ـ زوکړه او زده کړې:

د ډاکټر اکبر اکبر کورنۍ اصلاً د کوزې پښتونخوا ده، چې د ځینو سیاسي پېښو له امله یې پلار برې پښتونخوا ته کوچیدلی او په کندوز ولایت کې میشت شوي دي. د نوموړي پلار شاعر، لیکوال او ژورنالست و، د ښاغلي ننګ یوسفزي زوی، په ۱۳۳۶ لمریز لیږدیز(۱۹۵۷ م) کې د هند په ډهلي کې پیدا شوی، د نوموړي د پیدا کېدو پر مهال ننګ یوسفزي د هند په ډهلي راډیو کې پښتو پروګرامونه پر مخ وړل.

ډاکټر اکبر لا لس کلن ماشوم او د ښونځي د څلورم ټولګي زده کونکې و، چې په یوه مهمه مشاعره کې یې ګډون کړی و کله چې د ده شعر خلکو واورېده ډېرو به ویل چې دا یې د پلار(ننګ یوسفزي) شعر دی او چا داسې ګومان نه کاوه، چې دومره وړوکی هلک او دومره پوخ شعر. کله چې د ښونځي د اوم او اتم ټولګی زده کونکی و شعرونه به یې ویل بیا به هم خلکو باور دا و چې دا شعرونه یې د خپل پلار دي، خو د ده پلار ننګ یوسفزي هم شعرونه ویل، خو د ډاکټر اکبر شعرونه د ځوانۍ پر مهال ډېر پاخه او ښکلي شعرونه و، چې ننګ یوسفزی به ورته هم حیران پاتې و(۲:۲۴).

ډاکټر اکبر لا ډېر تنکی و، چې د شعر نړۍ ته یې ودانکلې کیدای شي په ده د خپل پلار(ننګ یوسفزي) ادبي هڅو لوی تاثیر کړی وي، ځکه ښاغلي ننګ یوسفزي هم شعرونه ویل او هم یې ډرامې لیکلې خو اوس په دې دواړو برخو کې ښاغلی ډاکټر اکبر لوی هنرمن دی. دی د خپلې شاعري د پیل په اړه وايي: (( زه به نهه کلن ومه، چې ما خپل لومړی شعر ووې. زما یادیږي خدای دې لري زما پلار ننګ یوسفزی هغه له راډیو سره هم و او د پښتو ډرامو په یو څو ښو لیکوالو کې هم و، دا زه په دې نه وایمه، چې هغه زما پلار دی، بلکې زه دا ګڼم چې دا وویل شي، چې دا د هغه حق دی. هغه به په کور کې ډرامې لیکلې، بیا یې هغه ډرامې له ځان سره ویلې د هغه ځینې ډرامې منظومې وې. تاسو به باور ونه کړئ چې زه د څلورو کلونو وم، چې هغه د یوې مشاعرې له پاره یو شعر لیکه، د هغه شعر یو بند تر اوسه زما په یاد دی. هغه داسې دا د چڼو چڼهار دی که نغمه د لګبڼو دی))(۵: ۵۷).

د پریشان خټک په وینا د ده پلار ننګ یوسفزی د لرې پښتونخواد صوات د سیمې دی، چې حالاتو برې پښتونخوا ته وړی او په کندوز ولایت کې یې ژوند کاوه. ننګ یوسفزی په کال ۱۳۴۸ل ل کې د افغانستان په ولسي جرکې ټاکنو کې برخه واخیسته، چې د وکالت ډګر یې وګټه او بیا یې د ادب پر ځای زیاته موخه سیاست ته کړه، وروسته له دې ځای دوی لندن ته کوچیدلي دي( مراندې پنځه ویشتم مخ).. کله چې روسانو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ او ګڼ شمېر هېوادوال هم ګاونډیو او هم لرې هېوادونو ته کډوال شول، ډاکټر اکبر هم د مهاجرت پر مهال په پېښور کې اوسیدلی او د خپل ولس په درد او غم کې کړیدلی دا درد او غم د ده په شعرونو لوی سیوري غورځولوی دی.

ډاکټر اکبر اکبر د کابل په حبیبیه لیسه کې ثانوي زده کړې کړي، وروسته د کانکور له ازموینې څخه د ننګرهار طب پوهنځي ته بریالی او خپلې لوړې زده کړې یې له همدې ځایه پیل کړې او بیا د ثور له کودتا څه وروسته پېښور ته کوچیدلی دی، پاتې طبې زده کړې یې د پېښور خیبر طب پوهنځې کې په ۱۹۸۵ م کال کې تر سره کړي دي. د نورو روغتیايي زدکړو په موخه یې د اروپا د برېتانیې په اډنبرا پوهنتون کې د ټولیزې جراحي په برخه کې پای ته رسولې دي.

ب ـ دندې او بوختیاوې:

ډاکټر اکبر اکبر،چې کله په ۱۹۸۵ م کال کې طبي زده کړې په پېښور کې پای ته ورسولې لومړنۍ دندې یې هم په خپل مسلک کې تر سره کړي دي، چې څو کاله په ایران کې د ډاکټرۍ په دنده بوخت و او وروسته له هغه ځایه د بي بي سي راډیو سره یې کار پیل کړه،چې لس کاله یې په لندن کې د نوموړې راډیو سره کار کاوه، او د ولسمشر حامد کرزي د واک پر مهال افغانستان ته راغی او په کابل کې د ازاده رسنیو د ملاتړ ادارې مشر په توګه یې څو کاله دنده تر سره کړه او اوسمهال په لندن کې اوسي.

ډاکټر اکبر د خپل مسلک سر بېره په ادبیاتو او سیاست کې هم ښه ځلیدلی دی، چې د څو لسیزو راهیسې د ژورنالیزم په ډګر کې هم کار کوي، نوموړی یو خوږ ژبې راډیو ویاند، یو ښه لیکوال او د فکري شاعر په نوم ځانګړی شهرت لري. ډاکټر اکبر تر دې دمه د شعرونو درې مجموعي( مراندې، د ګوتو خاپي، لمر، شپه او ګل) ، د لنډو کیسو یوه ټولګه(سیپۍ) او د بي بي سي د پښتو خپرونې له پاره یې څه کم درې سوه ښونیزو نندارو( ډرامو) لیکنې یې کړي دي(۳:۱۰۱ ).

همدا ډول یې په داخلي او بهرنیو ورځپاڼو، مجلو او بیلابیلو چاپي رسنیو کې یې علمي، سیاسي او ادبي لیکنې خپرې شوي دي او اوسمهال یې په بریښنايي ویبپاڼو کې د افغانستان د سیاسي اوضاعو په اړه نوي او تازه لیکنې خپرېږي.

اوس مهال د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د کارونو د ښه والي په اړه یا د منجمنت او ادارې په اړه پوهنځي او پوهنتونونه جوړ شوي دي تر څو ورځینۍ چارې سمې تر سره شي. څو کاله وړاندې مې د انګلستان د نامتو ارواپوه او لیکوال ډاکټر سمایلز کتاب ولوست په هغې کې د پرمختګ په اړه د انګریزانو یوه بیلګه وړاندې شوې وه کله چې په انګلستان کې کوم کس ته یو کار وسپارل شي، نو په رښتینولي یې تر سره کوي په دې فکر کې نه وي، چې اوسمهال زما مدیر نشته او باید کار کې سستي وکړم او کله چې مې مدیر راغی یا یو څوک زما کار ګوري، نو بیا به د کار په تر سره کولو کې چټکتیا وکړم، نو همدا علت دی، چې هر چا ته کومه دنده وسپارل شي هغه په رښتیني ډول تر سره کوي، نو په همدې اساس د انګلستان خلکو پرمختګ کړی او په نړیواله کچه ځانګړي ځای په سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې لري.

کله چې چې ډاکټر اکبر اکبر په کابل کې د یوې ژورنالستیکي پروژې مسول و، نو د دې ادارې هر کس د ده د ښه مدیریت او په کارونو کې د هڅونې د جدیت خبرې کولې او د ارواپوه په توګه یې په خپلو خبرو ډیر ځوانان دې ته اړ کړي وو، چې په سمه توګه د خپل ژوند ورځینی چارې په بریالیتوب سره تر سره کړي، نو له دې څخه معلومېږی چې نوموړی د ادبي، سیاسي او ژورنالستیکي هڅو سر بېره په اقتصادي چارو او مدیرت کې هم ښه وړ تیا لري.

اوسمهال په هېواد کې څو تنه د شاعري په ډګر کې ځانګړی نوم لري، چې هم یې شعر ښه دی، ښه پیغام، تخیل، فکر او هنري تومنه هم لري خو د ډاکتر اکبر په شاعري کې فکري اړخ هم ډېر قوي دي. هغه څه چې نوموړي ته په شاعري کې مهم ښکاري زیاتوي: (( زه په شعر کې څو برخې مهمې ګڼم یوه برخه د شعر تر شاه پروت فکر دی، چې تل یې ما ته ارزښت لرلی. بل مهم ټکی دا دی، چې څوک څنګه دا فکر په شعر کې څرګندوی. زه یې د څرګندولو له پاره هڅه کوم، چې په خوږه او نګه ژبه بیان کړم. زه دا دویم د شعر ښه صفت ګڼم،چې فکر دې هم ښه وي او ژبه دې هم همغسې و کاریږي، لکه څنګه چې د فکر د څرګندولو یا د هغه د څرګندېدلو حق دی)) (۵ : ۵۶ )).

په اروايي لحاظ هغه انسان پیاوړی دی او تل به د خوښیو مزه څښي، چې د خدای(ج) له کایناتو څخه خوند واخلي، شین اسمان، کله د اسمان پر مخ وریځې، په شپه کې د اسمان ستوري، د اوړي ګرمي، هسک غرونه، روانې اوبه ، دښتې او سمسورې درې د کال بېلابیل موسومونه او هغه څه چې په ټولنه کې دي د انسان په ژوند خپل اغېز شیندي، خو ډاکټر اکبر دغه ښکلاوي په خپل شعرونو کې وړاندي کړي. ده د چاپیریال سره د اړیکو په اړه ویلي: (( انسان له خپل چاپیریال نه پرته نیمګړی دی او دا کاینات له انسان نه پرته نیمګړي دی زه داسې ګڼم، چې له چاپېریال سره ګلالی پت انسان هغه وخت پاللی شي،چې انسان فکر وکړي چې چاپېریال او د چاپېریال بېلابېل اجسام زما په ژوند اغېز لري او زه په هغو باندې اغېز لرم. کله چې ته پوه شې داسې ګڼې، چې بدلېږي، هر هغه شی، چې د دې وس ولري بدل شي، هر هغه شی چې د دې وس ولري وخوځیږي، خوځېدل او بدلون د ژوندانه نښې دي)) ( ۵: ۵۸).

ډاکټر اکبر اوسمهال په لندن کې اوسیږي پرته له سیاسي مقالو اولیکنو څخه یې تر اوسه کوم نوی ادبی اثر نه دی چاپ شوی، خو په راتلونکو پاڼو کې به د ډاکټر اکبر د ژوند په نورو ادبي بر خو رڼا واچو.

ج ـ د ډاکټر اکبر اکبر آثار:

ډاکټر اکبر اکبر تر دې مهاله د ادبیاتو په ډګر کې څلور اثرونه لري، چې درې یې شعري ټولګي او یوه د لنډو کیسو ټولګه یې چاپ شوې ده، چې د ډاکټر اکبر ډېر نور شعرونه، سیاسي، ژورنالستیکي او نورې بیلابیلې لیکنې د مقالو په شکل په ورځپاڼو، مجلو او نورو چاپي رسنیو کې خپاره شوي دي یعنې که د ده ټولې مقالې او لیکنې ټولې شي، نو د آثارو شمېر یې له لسو څخه هم اوړي، خو موږ به دلته د نوموړي ادبي اثار(شعرونه او نثرونه) په جلا ډول معرفي کړو:

د ـ منظوم آثار:

د ډاکټر اکبر منظوم اثارو کې د مراندې، د ګوتو خاپې او د لمر، ګل او شپې په نوم شعري ټولګې چاپ شوې دي، چې شعرونه یې بیلابیل فورمونه لري، خو د نوموړي شاعري ډېره برخه په ازاد شعر کې وړاندې کړې ده او دا برخه یې په درېیو واړو شعري ټولګو کې لیدل کېږي، چې اوس به یې هرې شعري ټولګې ته په جلا ډول کتنه وکړو.

۱ – مراندې:

د ډاکټر اکبر د شعرونو لومړنۍ ټولګه ده، چې په ۱۳۶۸ کال کې په پېښور کې چاپ شوې ده. د دې اثرمخونه ۲۰۸ ته رسیږي، چې د کتاب په پیل کې د مهمو او نامتو لیکوالو لکه همیش خلیل، شېرزمان طائزي، حبیب الله رفیع او ننګ یوسفزې له خوا بیلابیلې سریزې لیکل شوي دي. په دې شعري ټولګه کې د ډاکټر اکبر د وړکوالي پر مهال یعنې د ده د ۱۴ کلنۍ د وخت شعرونو برخه هم په کې چاپ شوې ده چې د شعرونو موضوعات یې بېلابیلې منځپانګه لري او زیاتره شاعري د غزل، قطعې، څلوریزې او ازاد شعر په شکل کې ویلي دي.

د یاد اثر په خپرېدو سره د ډاکتر اکبر نوم هم د ادب په نړۍ کې روښانه څرګند شو او دا هغه مهال و چې په وطن کې د روسانو پر وړاندې خلکو په سپېڅلي جهاد کې ګډون کړی و، نو د ده شاعرۍ هم د مقاومت د ادب یوه برخه ده کومو چې د پښتنو لیکوالو له خوا په پېښور کې یې بنسټ اېښودل شوی و. همدا ډول د مقاومت ادب تر څنګ د ډاکتر اکبر په شعرونو کې نازکخیالي ته هم لمنه وهله چې د استاد رفیع له قوله د نازکخیال شاعر په نوم هم یادېده.

۲- د ګوتو خاپې:

دغه اثر د روانې هجري شمسي پېړۍ د اومې لسیزې په ورستي کال (۱۳۷۹) کې د د شینواري پرینټینګ پرېس له خوا د پېښور په ګل حاجي پلازا کې چاپ شوی دی. د ګوتو خاپی ۱۷۶ مخونه لري، د ډاکټر اکبر له خوا خپل زوی او لور ته ډالۍ شوی او په یاد اثر باندې د نوموړي پلار(ننګ یوسفزي) او د پښتو د ژبې کره کتونکي زرین انځور سریزې لیکلې دي، دواړو لیکوالو د نوموړي د ښې شاعري اړ خونو ته اشارې کړې او په بیلګو راوړ سره یې ښه اړخونه ورته په ګوته کړي دي. په یاد اثر کې نژدې ۶۰ شعرونه په بیلابیلو ژانرونو کې چې د شعر زیاته برخه یې د غزل، ازاد شعر او څلوریځو په شکل کې وړاندې کړې او سوژې یې پر وطن د بهرنیو جګړو، داخلي ستونزو په یادو ستونزو کې د افغانانو شهیدانو، یتیمانو، د خپل قوم د بیدارۍ، انتقادي همدا ډول سیاسي، ټولنیزې او بېلابېلې لارښونې هم په کې وړاندې شوې دي، خو په یاد اثر کې د ډاکټر اکبر اکبر د اتم ټولګي پر مهال د لیکل شویو شعرونو بیلګې هم راوړل شوي دي، چې هغه مهال ډاکټر اکبر د څوارلسو کلونو و، خو د دې شعرونو وروسته نژدې درې لسیزې تېرې شوي دي چې شعر یې پوخ او د خپل هنر له امله د دیرشو کلونو وروستیو شعرونو سره یو ځای چاپ شوی دا په دې معنی چې نوموړی د شعر ویلو عالي استعداد له وړکوالي څخه درلوده.

۳ – لمر شپه او ګل:

دا درېیمه شعري ټولګه ده چې په۱۳۸۴ ل.ل کې د دانش خپروندوې ټولنې له خوا په پېښور کې چاپ شوې ده، ۱۰۰ مخونه لري، یاد اثر د ډاکټر اکبر له خوا خپل مور ته ډالۍ شوی او د ۶۴ په شاو خوا کې د بیلابیلو فورمونو لرونکې شعرونه لري، چې ډېره شاعري دلته هم په ازاد شعر، نظمونو او د غزل په شکل وړاندې کړې ده. په ( لمر شپه او ګل) اثر باندې د پښتو ژبې دوه تکړه پوهانو پریشان خټګ او غزل بول شاعر استاد محمد صدیق پسرلي له خوا سریزې لیکل شوې دي. یادو لیکوالو د ډاکټر اکبر د شاعري پیغام او فکري اړخو باندې په زړه پورې خبرې کړي دي او د کتاب په وروستۍ برخه کې د محمد اصف صمیم له خوا د ډاکټر اکبر پېژندګلوي لیکل شوې ده، خو د دې شعري ټولګي زیاتره شعرونه ولس د بیدارۍ په موخه ویل شوې د خپلې ټولنې ناخوالو ته یې هم اشاره کړې او د حل لارې یې هم ښودلې دي او ټوله هڅه د شاعر همدا ده چې د بېلګو په راوړو سره ستونزې په ګوته کړې او څنګه بیا د پرمختګ په لور پروازونه وکړي.

د یاد اثر تر خپرېدو وروسته په ملي او نړیوالو چاپی او غږیزو رسنیو کې پرې ادبي بحثونه شوې دې او د ډېرو لیکوال او شاعرانو له خوا یې د شعر په فنونو او فکري اړخ باندې ژورې خبرې شوې دي.

هـ – منثور آثار:

ډاکټر اکبر د ورځینیو پېښو په اړه نوي تازه سیاسي او تحلیلي لیکنې کوي، چې ځینې په ویبپاڼو، اخبارونو او مجلو کې هم نشریږي، خو د نثري ادب په برخه کې د ډاکټر اکبر اکبر د لنډو کیسو یوه ټولګه (سېپۍ) یې تر اوسه چاپ شوې ده، چې هغه هم د مقاومت ادبیاتو پر مهال یې هنري کېسې پنځولې دي.

۱ – سېپۍ:

دا د نثري ادب د لنډو کیسو ټولګه ده، چې ډآکټر اکبر اکبر لخوا خپله په ۱۳۶۸ ل ل کال کې چاپ شوې ده، چې ۱۰۶ مخونه لري او د زیاترو کیسو په منځپانګه کې د افغانستان د سپېڅلي جهاد پورې اړونده مسایل راغلي دي. دا اثر د جهادي فرهنګي بهیر کې لوړ ارزښت لري او د کیسو کرکټران یې د وطن او د اسلام د دین په لاره کې خپل سر قربانۍ ته حاضر دي.

په دې اثر باندې د هېواد پیاوړي لیکوال او تاریخپوه استاد حبیب الله رفیع له خوا یوه اوږده سریزه لیکل شوې او استاد رفیع په خپله لیکنه کې یادونه کړې ده، چې د ده په کیسو باندې هم د ډاکټر اکبر اکبر شعر تاثیر اچولی دی،ځکه چې کیسو کې هم د شعریت تومنه لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *