محمد یار یار

متل دی چې مېړه مړ کړه، مېړانه یې مه وژنه.

مګر موږ تر مېړه مخکې پر مېړانه برید کوو، موږ د افغاني ټولنپوهنې له مخې یا باید مطلق ښه اوسو، یا مطلق بد، نسبتا ښه یا نسبتا بد مو څوک نشي منلای اما دا ناممکنه ده.

زموږ سره د نظر اختلاف د دښمنۍ اعلان دی او دا د سم فکر او ښه ذهنیت نمایندګي نه کوي.

دا زموږ د عامه ذهنیت حال دی، مګر په دغه حال کې ډاکتر توپان وزیري یو استثنايي ځوان راته ایسي، زه به د خپلې دغې ادعا لپاره یو څو خاطرې، ځېنې نمونې او یو نیم بېلګې وښییم، که مې منطق برابر وي ویې منئ، که نه د سرټمبګۍ خبره نه ده.

زه له ډاکتر توپان وزیري سره د سیاسي او اجتماعي ژوندانه پر بعضې روشونو اختلاف لرم، زه او دی دا اختلاف نه پټوو، ډېر ځله یې د ډېرو په مخکې سره ښکاره کړو.

کله کله د افغانانو د عامه روابطو  کلتور ته په پام سره ځېنې حاضرین فکر وکړي چې لکه چې دغو دوو مخالفینو سره مرداره کړه او بیا به یو بل سره ونه ګوري، خو د هماغه مجلس په یوه بله شېبه کې حیران شي چې د دوی خو لکه چې هېر شول، چې لږ شیبه مخکې یې د یو بل نه منله اوس بیا څنګه پر نورو ټکو سره تفاهم کوي؟

ډاکتر وزیري له هغو اولو کسانو څخه و چې د ودان افغانستان ګوند سیاسي نظریه مو ورسره د عمل ډګر ته راوایستله، ښایي ځېنو ملګرو به د دغې تیورۍ پر ځېنو ټکو ملاحظات لرل، خو د ډاکتر په نظر د اختلاف یوه نقطه هم نه وه پاته، د تګلارې د کمسیون یو اساسي رکن همدی و او تګلاره، د ده په کامل صلاحیت تایید او د تطبیق میدان ته راووته، خو د دغې کړنلارې و تګلارې د تطبیق او عمل لپاره د ډاکتر صاحب مېتود د ګوند له اکثریت روش سره توپیر لاره، ده ډېره هڅه وکړه چې د اکثریت نظر د خپل عمل د تخنیک پر خوا راجلب کړي، خو ونه شوه.

فرق دا و چې ده انقلابي، ګرم او هیجان انګېزه حرکت غوښت او اکثریت ګوند د سړې سینې لاره په خوله ورکړې وه.

زه دا حکم نه کوم چې د ده طریقه به ښه نتیجه تولري که د ګوند د اکثریت هغه؟ خو دا په ډاډ سره وایم چې د ډاکتر توپان نیت او اراده کاملا پاکه وه او ده، هغه لکه اعلیحضرت امیر امان الله خان غوندې د وطندوستۍ په کار کې تېزه ځغاسته وهي، خو زه ځکه نه یم ورسره جوړ چې د چټکې منډې تجربه لرو او که دا کار وکړو نو ساه به مو ژر ژر راوسوځوي، خو توپان، توپان دی.

د توپان په مخکې زموږ روش د شګو بند اچول دي، ځکه توپان ته له استعفی پرته بله لاره پاته نه شوه، زموږ د ټولنیز خصوصیت له مخې توپان باید له استعفا سره سم زما او د ګوند دښمن شوی وای، باید  خوله یې راپسې خلاصه کړې وای، حق ناحق یې ښه په مزه سره څنډلي  او موږ یې رټلي وای، خو د ده د استثنايي خصوصیت د ثابتولو لپاره خپل ټول استدلال پر دغه نقطه راټولوم چې ده د توقع خلاف نه یوازې دغه څه ونه کړل، بلکې خپل هغه ټول اخلاص او د ملګرتوب اړیکو ته یې داسې ادامه ورکړه چې همدا اوس هم د ګوند د اکثریت ملګرو په پرتله له ګوند سره د مادي او معنوي همکارۍ او اړیکو پاللو ریکارډ لري.

دی همدا اوس هم د ګوند په مرکزي دفتر کې د خپلو ټولو ملاحظاتو مخامخ دفاع کوي او دا هم اعتراف کوم چې د ګوند تر اساسي مهرو یې له مرکزي دفتر سره اړیکې، تګ راتګ او مرسته زیاته ده. هم د ورځې پوښتنه کوي او هم زیاتره وخت د شپې راځي او په شپه بېرته ځي.

دا په داسې حال کې ده چط د ده له دغه ډول روابطو څخه ګوند ګټه وړې ده او ده نه. که د ده شخصي ګټه دلته خوندي وای، بیا يې استعفا نه ورکوله، خو د ده جالبه ځانګړنه دا ده چې د سلیقې اختلاف د ده مخه له همکارۍ او راشې درشې څخه نشي ګرځولای او زموږ په ټولنه کې د دا ډول ځوانانو بېلګې ښايي د ګوتو تر شمېر هم لږ وي.

تر ذوقي اختلاف ها خوا ته زه و ډاکتر و ګوند ښه سره پېژنو، چې د وطنپالنې، افغان دوستۍ او ملي منافعو مشترک وجوهات سره لرو او زموږ شخصي تمایلات دغو ګډوټکو ته ضرر نه شي رسولای، که څه هم زه او توپان کله- کله په خندا سره دا مسئله سره مطرح کوو چې دا اوس د وزیري سړیتوب دی، د ګوند ښه خصوصیت دی او که په عمومي توګه په افغاني ټولنه کې یو د بل زغملو او اختلاف منلو لپاره سیاسي شعور وده کړې ده، چې زموږ روابط ان تر پخوا لا ټینګ شوي، موږ هر یو په ټوکه دا ځانګړنه ځان ته منسوبوو، خو زه دلته جدي وایم چې دا د توپان د سیاسي زغم ښکارندویه ده چې هغه اختلاف د اختلاف تر حده پالي نه د دښمنۍ او بېزارۍ.

ماته د توپان وزيري غوندې بله بېلګه څوک راښوولای شي؟ چې هغه که د هر سازمان، هرې ټولنې او هر شخص یا کاندید تر څنګ درېدلی دی، نو هغه نه یوازې دا چې د کوم مقام یا امتیاز غوښتنه يې نه ده کړې  بلکې خپل وخت او شخصي امکانات یې هم په پټو سترګو ورته خرابات کړي دي، که داسې نه وي او زه غلط لګیا یم، نو هغه ټول جریانونه او اشخاص وجود لري چې ډاکتر توپان یو وخت یا بل وخت ورسره پاته شوی، هغوی دې په مستنده توګه واضح کړي چط ده دې پړه یا نامشروع معامله ورسره کړې وي.

له ځوان ډاکتر سره د ځوانۍ یوه لېونۍ جذبه ملګرې ده چې غواړي ژر هر څه سم شي او هر څه ته د وطن او خلکو په ګټه تغیر ورکړي، هغه په دې لاره کې ډېرې قربانۍ ورکړي او لا لګیا دی، ورکوي یې.

زما لپاره د هغه احساسات او جذبات ډېر سپېڅلي او د قدر وړ دي، د ده په اندازه ځوانمردي مې په خپله شاوخوا کې له بل چا څخه چندانې نه ده ليدلې.

زه او توپان دواړه د وطن خیر غواړو، دا بېله خبره ده چې دی اوګره په تلوار سړوي او زه یې یو څه په صبر.

3 thoughts on “د ډاکتر توپان وزیري، ځوانمردي/ محمد یار یار”
  1. محمد يار صاحب،
    اورېدلې دې دي: بابا دي خدای وبخښي مګر د سهار په لمانځه کي سُست و. وزيري به ستا خوښ وي خو…
    دا هم په ياد ساته: که په ځنګله کې دې هم کور وي، بې ځايه لرګي مه سيزه.
    دومره هم نه چې په دغه وړ کرښو کې د اعليحضرت امان الله نوم ياد کړې.
    دا ازمېيل شوی ځينې خلک چې لوری ګودر ژر بدلوي: هغوی وایی: وچ هډوکی د شپېللو نه دی. او دا هم بې ځايه وينا نه ده چې: پردی سپی په ډوډۍ خپل دی.
    تر ټولو مهمه دا چې: که کومه پېښه منځته رانه شي لېونی هم واکمني کولای شي.
    نه پوهېږم چې د پکتيکا ولايت د والي؟؟؟؟ د دفتر انډيوالانو به دا ستا ليکنه لوستی وی!
    لږ احتياط کوه.

  2. د وزیري مثال د ګیدړ دي چې پری ونه غولیږې. وزیری اوس احمد شاه مسعود ته د افغانستان د اتل او هیرو لقب ورکوي او حزب ته ي د افغانستان رښتني وکدارن بولي. د وزیری او د سرور احمدزی هیڅ فرق نشته دوی غواړی په څه نه څه ډول ځانونو . مشهور کړي . که به فسبوک که ورته څه انتقاد ولکئ نو زر یې وران کړي .تیره شپه می په تلویزون کې لیدل چې وزیري د زلمی رسول او د هغه ډلی ته د پیسو په بدل کې قسمونه خوړل او څو ورځی مخکې یی اشرف عنی ته اټن کاوه. ا او دی کې هیڅ شک نشته که دوی ته رحیم وردګ او یا هم سیاف څه نقدی ومنی دا دواړه به د هغوی په جلسو او محافلو کې هم اټن او نڅاګانې وکړي

  3. یو کتاب «د امریکا د سفر یونلیک» مې محمد یار صاحب ته ورکړی و چې ایډیټ یې کړي. بل ماښام ورغلم چې ځنې وایې خلم. د محمد یار صاحب په کور کې ناست وم چې ډاکتر صاحب ټوپان وزیري راغی. چسپ روغبړ او ټوکې ټکالې یې سره وکړې.
    خبر وم چې دی له محمدیار دوی خپله لاره بېله کړې ده نو حیران شوم چې وزیري څنګه ورته راغلی دی. فکر مې وکړ چې کېدای شي بېرته سر یو شوي وي.
    خو اوس مې چې د محمدیار صاحب لیکنه ولوسته، آفرین مې ورته ووایه.
    د فکرونو اختلاف د زړونو د لرېوالي سبب نه کېږي، دا مې له دې لیکنې زده کړل.
    البته په دې رابطه کې د محمدیار شخصیت هم باید هېر نه شي ځکه له یوه لاسه ټک نه خېژي او بېدل صاحب فرمايي
    حسن و عشق آیینه شهرت ګرفت از اتفاق
    تا نباشد از دو سر محکم صدا در تار نیست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *