افغان مېړني ولس په ډېرې مېړانې او سرښندنې سره د ټاکنو په دويم پړاو کې برخه واخېسته، چې خپل راتلونکی او سياسي زعامت په سوله ييز ډول وټاکي. که څه هم د افغانستان په جنګ ځپلو سيمو کې ډېر امنيتي ګواښونه موجود وو، خو بيا هم ولس ثابته کړه چې د خپلې ملي ارادې د تمثيل لپاره د سر قربانۍ ته هم چمتو دی. د راپورونو له مخې دهېواد په ځينو برخو کې زموږ يو شمېر هېوادوال د تاوتريخوالي قربانيان شول، ټپيان شول، په شهادت ورسېدل او حتی ګوتې يې په ډېر وحشيانه ډول پرې شوې، خو له دغو ټولو ستونزو سربېره د ټاکنو بهير په برياليتوب ترسره شو. په کار دا وه، چې د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو دا برياليتوب د يوه ملي جشن په توګه نمانځلی وای، خو له بده مرغه نن شپه د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر عبدالله له هر ډول ثبوت او مدرک پرته د ټاکنو د خپلواک کميسون د دارالانشأ پر مشر د درغليو تور ولګاوه او د نوموړي د ندې د ځنډېډو غوښتنه يې وکړه. په تېرو ټاکنو کې ضياالحق امرخېل په ډېرې مېړانې سره هڅه وکړه، چې د ټاکنو روڼوالی خوندي کړي، خو له بده مرغه نوموړی د ګورمال کېدو له هماغه پيل څخه د جنګسالارانو د سترګو اغزی و. افغان ملي غورځنګ چې تل يې له ملي ارزښتونو دفاع کړې او د ولس غږ يې اوچت کړی دی، دټاکنې د بهير او د ډاکتر عبدالله د څرګندونو په اړه دا لاندې ټکي اعلانوي:
۱ –افغانستان په جګړه کې ښکېل هېواد دی او د ولسمشريزو ټاکنو تجربه لا هم ډېره ځوانه ده. په دې کې شک نشته چې د ټاکنو په بهير کې به درغلۍ او لاسوهنې شوې وي، خو د دې پر ځای چې د بې بنسټه تورونو له لارې د ولس ذهن مغشوش شي، بايد له دغو درغليو او لاسوهنو سره له قانوني لارو چلند وشي او د ټاکنو روڼوالی خوندي شي.
۲ – هېڅ نوماند حق نه لري چې د ټاکنو د خپلواک کميسون او همداراز د ټاکنيزو شکايتونو د کميسون پر کارکوونکو له سند او مدرک پرته تور ولګوي. له بده مرغه په تېر پړاو کې د بلخ والي عطامحمد نور دا ډول بې بنسټه تورونه لګول او په دې پړاو کې ډاکتر عبدالله دې ډول تورونو ته مخه کړې ده.
۳ – د ټاکنو د خپلواک کميسون د دارالانشأ رييس د يوه ځانګړي طرزالعمل له لارې ټاکل کېږي، د ولسمشر په ګډون هېڅوک حق نه لري چې د دغه طرزالعمل خلاف د کميسون د کارکوونکو د لرې کولو او يا د دندې ځنډولو پرېکړه وکړي.
۴ – موږ هېچا ته حق نه ورکوو، چې افغان ولس د بحران په جوړولو او يا کورنۍ جګړې د پيلولو له ګواښونو سره اندېښمن کړي. نور هغه وخت تېر شوی چې يوه جنګي ډلګۍ دې د ټول ولس اراده يرغمل کړي.
۵ – په پای کې موږ خبرداری ورکوو، چې که چېرې د ولس له رايې سره غيرعادلانه چلند وشي او یا د يوې زورواکې ډلګۍ د خوشالۍ لپاره قانون تر پښو لاندې شي، افغان ملي غورځنګ به د قانوني اعتراضونو له لارې د ولس له حق او ارادي څخه ننګه او دفاع وکړي.
په درنښت
افغان ملي غورځنګ