د افغانستان قلم ټولنې، د ګران هېواد د شعري، ادبي او فرهنګي استعدادونو د لا هڅونې په لړ کې، دا ځل، (د ډاکتر فیض محمد ځلاند قلم او مبارزه) تر سرلیک لاندې، د ځوان کُل د یوه ژمن لارښود، هڅاند ژورنالیست، لیکوال او شاعر لپاره، ددغې ادبي ټولنې د ودانۍ په چمن کې، د ۱۳۹۳هـ . ل.کال، د لړم میاشتې په ۲۱نېټه، د چهارشنبې په ورځ، په یوه نیمه بجه، یوه کامیابه ادبي غونډه جوړه کړې وه. په نوموړې ادبي غونډه کې، د علومو اکاډمي او کابل پوهنتون یو شمېر څېړونکو او استادانو او په کابل سربېره، د ځینو ولایتونو، لکه پکتیا، پکتیکا، هلمند، ننګرهار او نیمروز له ولایتونو څخه هم، یو شمېر شاعرانو، لیکوالو، افغانی کلتور پالو، د مدني ټولنو استازو او د ځلاند د شعر، لیکوالۍ او څېړنو مینه والو او د ځوان کُل د لومړۍ کرښې مبارزینو پکې ژوندی ګډون کړی وو.

غونډه، د دادمحمد ناوک له خوا، د قرآن کریم د یو څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. په سرکې، محمد نوازحقیقت(سانین) له خوا، د غونډې برخه والو ته تود هرکلی او ښه راغلاست وویل شو. بیا خالد سادات، په روانه پښتنه مبارزه کې، د ځلاند په غورزو پرزو باندې، لنډې، خوښایسته خبرې وکړې او په خپله لنډه ویناکې یې، د هغه ځینو نوښتونو ته اشاره وکړه. ورپسې خوشحال روهي، د افغانستان قلم ټولنې دغه نوښت وستایه، چې په یوه وړ اومستحق مدني فعال، څېړونکي، لارښود او شاعر باندې یې، یوه داسې پرتمینه ادبي غونډه جوړه کړې ده. ښاغلي روهي، په انترنتي او فیسبوکي فعالیتونو کې، د ښاغلي ځلاند په پرله پسې او نه ستړي کېدونکي کار او په مدني فعالیتونو کې د ځلاند په کردار باندې، یوه ډېره ښه معنالرونکې رڼا واچوله او په ځینو حالتونو کې یې، د زیاتې تیزۍ په برخه کې، د یو څه بریک نیولو سپارښتنه هم ور ته وکړه. ورپسې د کابل پوهنتون استاد پوهنوال محمد اسمعیل یون، د ښاغلي ځلاند ګوتڅنډنه او ګوتم… دواړه وستایل او دا دواړه عکس العملونه یې، د افغانستان په کړکېچنو حالاتو کې، د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو، په ډېرې سپین سترګۍ سره د لاسوهنې او د هېوادنیو خاینینو په وړاندې، د ځلاند د قلم او مبارزې په ډګر کې، بېخې روا او جایز وبلل. ور سره یې، په الفاظو کې، د نرمښت په برخه کې، یو نوکي(لږ) ټینګار او تاکید هم وکړ. وروسته، محمد اسمعیل اړم، یو څو طنزیه ټپیزې او یو ډېر اوږد طنزیه شعر ولوست. د هلمند له ولایت څخه ښاغلي مېلمه لیکوال همدرد، د 1ښاغلي ځلاند په جوړوونکي استعداد، نیک احساس او پخه اراده باندې، په زړه پورې رڼا واچوله او هغه یې، یوخیر رسونکی انسان او د ګران افغانستان رښتینی بچی وباله. محبوب الله خان « زما د ماشومتوب ملګری ډاکتر ځلاند» تر عنوان لاندې، د ډاکتر ځلاند په ماشومتوب او د دوی تر منځ د دوستي او اشنایي، د ډېر نازک او باریک تار په برخه کې، خپله وینا واوروله. سعید زابلي، د ځلاند د شعر او شاعری په یو شمېر اړخونو، خوبیو او ښکلاوو باندې خپله مقاله، د درنو اورېدونکو خدمت ته وړاندې کړه. عطاالله خان حیران، په خپله لنډه کۍ وینا کې، د ډاکتر ځلاند په باب غونډه، د خپل ځان په اړه یوه غونډه وبلله. له مډیوتیک نه د راغلي مشر عاطف جان، په خوږو خبرو سره، د ادبي غونډې د درنو ګډون والو د ذهنونو دروازې نورې هم خلاصې شوې. د ښاغلي حمدالله ارباب، هغه شعر، چې ځلاند ته یې له ننګرهار نه را استولی و، د ښاغلي تسکین له خوا ولوستل شو. د حمدالله ارباب صاحب، په ورېښمینو ګوتو او د انځورګرۍ دښکلیو رنګونو په نوښتګرې کښنې سره، د ډاکتر ځلاند انځور، د دغې ادبي غونډې د ګډون والو، د شاعرانه ذهنونو پردې نڅولې او ټولو په یوه غږ سره، د هغه په هېواد پالنې ، کلتورپالنې او پښتني استعداد پالنې باندې، دده په غیاب کې آفرینونه ویل او ډېر شاباس یې ورکاوه. آغامحمد قریشي، له هلمند څخه د را وړي پېغام په پلمه، د دریځ تر سره پورې، خپل ځان را ورساوه او د ښاغلي ځلاند په حقداره ستاینو، پیرزوینو او صفتونو باندې یې، خوله تڼاکې شوه. ډاکتر کمال سادات، په وروستۍ غونډه کې، دغه غونډه، یوه ډېره بریالۍ غونډه وبلله او د افغانستان قلم ټولنه یې، په دغه ډول کارونو سره ښه وستایله. د غونډې د برخه والو له ویناوو څخه داسې څرګندیده، ،چې په ښاغلي ځلاند کې، د ګڼو بشري ځانګړتیاوو نطفه شته او د هغه په ککره کې، افغانستان د یوه اعلی کیفیت لرونکي انځور په شان، تل شین دی. نو ځکه، د غونډې مشرانو، د پښتانه د مېړانې او پښتني کلتور د سمبول نښه(پګړۍ)، د هغه پر سر کېښوده او دغه ککره یې، د یو شمېر منل شویو او وړ ککرو له جملې نه، یوه ښه مناسبه او له جوړوونکو فکرونو څخه ډکه، ځوانه ککره وبلله او د لاسونو په تړکا او د چکچکو په بدرګه یې، د هغه پر سر کېښوده.

هغه ده، ښاغلي ځلاند، یو وار بیا، خپلوملي ارمانونو ته د رسېدلو په منظور، له اوسپنې څخه جوړې شوې څپلۍ، د خپل راتلونکي کږلېچن مزله لپاره، د یوه روڼ او سمسور افغانستان په هیله، رنګ کړي.

هغه ده، په ډېر باور او زمري زړه سره، د غونډې له تالاره ووت او په دې ډول، ددغې ادبي غونډې د ګډون والو د چکچکو لاسونه، د پروردګار عالم (ج) په لوی دربار کې، د دعا په منظور، یوه لپه شول او د برخه والو، « ځه، په مخه دې ښه، له مخې دې رڼا شه» لفظونو، د ډاکتر ځلاند پر سر، یو اوسپنیز چتر جوړ کړ. هغه دی، روان دی ، د سبا په امید!

هغه دی، روان دی!

هغه دی، مزل کوي!

هغه دی، بل ګام یې واخیست

هغه دی، هغه دی….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *