لیکوال :
الحاج پوهنوال ډاکټر نظرمحمد ځدراڼ
نیټه : د مارچ میاشتې شپږم ۲۰۱۶
ځای : جرمني – فرانکفورت ښار
کله چې زه لا تنکی ځوان او د رحمن بابا په لیسه کې په زده کړو بوخت وم نو د انګلیسې ژبې سره مې ډیره مینه درلودله. دا ځکه چې هرچابه ویل :
- که څوک په انګلیسې ژبه وپوهیږي نو د هرډول علم دروازې ورته خلاصې دي .
خوپه هغه وخت کې ترټولو ستره ستونځه دا وه چې د پښتو- انګلیسې ژبې قاموس څرک نه ترسترګوکیده. په داسې حال کې چې په دري ژبه ډومباری قاموسونه پیداکیدل. همدارنګه په نورو څانګوکې په پښتو ژبه د کتابونو کمښت هم داسې درواخله.
په دې هکله به زه تل ځوریدلم چې دپښتون بادرقوم ژبه ولې دومره وروسته پاتې ده.
نن ورځ چې اوس د همغه وخت څخه لږڅه پنځوس کاله تیرشوي دي زما د زړه ارمان د ډاکټرصاحب مصداق په قلم پوره شو. ډېر ویاړیم چې دهیوادملي او فرهنګي بې ساري شخصیت ډاکټرصاحب نبې مصداق له خوا د پښتو- انګلیسې ژبې د قاموسونو تاج قاموس ولیکل شو او افغان ولس ته وړاندې شو.
په دې تړاو د یادولو خبره دا ده چې د تاج کلمه په دودیزه توګه هغه مهال کارول کیږي چې د شیانو، اشخاصو او یا د علمې ، مذهبي کتابونو ترمنځ خپل منځی ځانګړتیاوې د یوبل سره پرتله کیږي.
زه به اوس دلته څوبیلګې په ګوته کړم چې د تاج کلمې سره تړاولري. داچې څومره په ځای دي، سم او یاناسم مالومات دی ضمانت (ذ ِمـَّـه ) يې نه کوم. دا ځکه چې دا ټول په سترګو لیدلي، یا اوریدلي او یالوستلې مالومات دي. د بیلګې په توګه :
- د ملایانو څخه ما اوریدلي دي چې آیت الکرسي د سورت البقره دوه سوه پینځه پنځوسم آیت شریف د قرآن شریف تاج آیت دی .
- په هندوستان هیواد کي تاج محل دا مانالري چې د نړۍ ټولو نامتو تعمیرونو په پرتله تاج محل هغه تعمیردی چې ساری نه لري. یانې د ښایسته قصرونو ترمنځ ترټولو ښایسته قصر دی.
- په تاریخ کې د نړۍ پاچاهان هم داسې درواخله چې تاج په سرلري او د نورو خلکو په پرتله ځانګړی لوړ مقام لري.
- د ژوندانه په کلتورې برخوکې هم د یوه شخص په سرباندې د تاج کيښولو مراسم ترسترګوکیږي. د بیلګې په توګه هغه پیغله نجلۍ چې د نورو نجلیو په پرتله ډیره ښایسته وي په سر يې تاج کیښول کیږي.
- زماپه آند چې د ډاکټرصاحب نبې مصداق له خوا د پښتو- انګلیسې ژبې قاموس د نورو قاموسونو په پرتله د قاموسونو تاج قاموس دی.
دا ځکه چې د نوموړې قاموس ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
- د نورو قاموسونو په پرتله د ډاکټرصاحب مصداق پښتو- انگليسي قاموس ترټولو جامع او علمي قاموس دی.
- د پښتو ژبې د پراختیا لپاره یوه بې سارې غټه علمې سرمایه ده.
- د پښتون قوم لپاره د تحریک لومړی ګام دی چې هر شخص پخپله مورنۍ ژبې پښتو ته خدمت وکړي او نور قومونه ورباندې ګرم نه کړي. په دې اړوند د ډاکټرصاحب مصداق او د رحمن بابا فکرونه او نیتونه سره ورته دي. لکه چې رحمن بابا وايې :
ما چې خال د ستا د وریځو ترمنځ ولید
نه بل هسې شان امام شته نه محراب
په سړبن کې یو کتاب هم چاوه نه کړ
بې رحمانه چې يې وکړ دا کتاب
څوک چې خادم وي د خپل ملک او د ملت
وطن يې پس له مرګه په مدفن فخر کوي
(ارواښاداستادخادم )
ډاکټر صاحب مصداق د رحمن بابا په شان ډګر ته راودانګل او د الله ج په مرسته یې نوموړی علمي قاموس ولیکه.
په پای کې زه نظرمحمدسلطانزی ځدراڼ د یوه ملګري اوهم ټولګې په صفت د الله ج څخه ډاکټر صاحب مصداق ته لا نور توفیق او بریالیتوب غواړم چې د وس سره سم د قاموسونو تاج قاموس په شان نورکتابونه هم ولیکي.
(په لاس اوګوتودبرکت)