د میدان وردګو ولایت اولسونو او مسؤلینو له حکومت څخه غوښتنه وکړه،چې په مراسمو کې دې د نورو مډالونو د ورکړې ترڅنګ د ډاکټرعبدالوکیل په نوم هم مډال تر جوړېدو وروسته د ښو کړنو ترسره کوونکو ته ورکړي .

دغه غوښتنه د میدان وردګو ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ډاکټرعبدالوکیل خان د څوارلسم تلین د یادونې په غونډه کې نن ( شنبه)،چې په کې د دغه ولایت مرستیال،د بېلابېلو ادارو مسؤلینو،د ډاکټرعبدالواکیل خان د کورنۍ غړو،د ولایتي شورا غړو،مدنی ټولنو فعالانو،ځوانانو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو،وشوه .

غونډې ته د ډاکټرعبدالوکیل خان د کورنۍ غړي محمد صادق د خپلو خبرو پر مهال وویل: حکومت د هېواد د بېلابېلو مشرانو په نومونو مډالونه جوړ کړي او وخت په وخت یې په مراسمو کې خلکو ته ورکوي .

خو نوموړی زیاته کړه، د کرنې او په ځانګړي ډول د مڼو په برخه کې د افغانستان د دغه نوښتګر شخصیت په نوم حکومت تر دې دمه هیڅ مډال ندی جوړ کړی او نه یې هم کوم مهم ځای د دغه ستر شخصیت په نوم نومول دی .

ده غوښتنه وکړه،چې د ډاکټرعبدالوکیل په نوم دې هم دولتي مډالونه جوړ شي او په بېلابېلو مراسمو کې دې د ښو کړنو ترسره کوونکو ته ورکړي .

د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني وویل دوی هڅه کوي،چې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې د زراعت به نوم انستیتوت د مرحوم ډاکټرعبدالوکیل خان په نوم ونوموي .

ده زیاته کړه،ډاکټر عبدالوکیل خان د ټول افغانستان لپاره خدمت ترسره کړی او لازمه ده،چې مرکزي اداره د نوموړی په نوم مهم ځایونه،چې په کې واټونه،پوهنتونونه او نور شامل دي ونوموي .

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ مختار ډاکټرعبدالوکیل خان ته د افغانستان د کرنې د پلار لقب ورکړ او زیاته یې کړه،نوموړی په پوره هڅو سره لومړی په نرخ ولسوالۍ او وروسته په نورو سیمو کې د مڼو او نورو حاصلاتو ته وده ورکړه .

هغه زیاته کړه،د مرحوم عبدالوکیل خان په دغه کار سره ګڼ شمېر کروندګر،چې په اقتصادي برخه کې ستونزې درلودې،اوس مهال د مڼو،زردالو او انګور د حاصلاتو د ترلاسه کولو له امله د ښو شتمنو کسانو په شمېر کې حسابیږي .

د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال میرویس امیري او منشي شریف الله هوتک هم د ولسونو په استازۍ غوښتنه وکړه،چې د نورو مشرانو ترڅنګ دې د مرحوم ډاکټرعبدالوکیل خان په نوم مډالونه جوړ شي .

دوی ټینګار وکړ،چې د مرحوم په نوم دې په مرکز کابل او میدان وردګو سربیره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مهم ځایونه ونومول شي .

د یادې غونډې په ترڅ کې ګډونوالو د مرحوم ډاکټرعبدالوکیل خان د ژوند او کړنو په اړه لیکلې مقالې او شعرونه هم ووې،چې په کې د نوموړی ستاینه او د هغه له کارونو څخه د پالنې غوښتنه یې مهم ټکي وو.

مرحوم ډاکټرعبدالوکیل خان د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی وو،چې تر لیسانسه پورې زدکړې په هندوستان،ماسټري یې په انګلستان او ډاکتري یې په امریکا کې ترسره کړې وه.

هغه د ښوونکي، د ودې پروژې د مرستیال او رئيس،د ملي شورا د غړي او د کرنې او مالدارۍ د وزیر په توګه دندې ترسره کړې وې.

مرحوم ډاکټرعبدالوکیل خان د افغانستان او په ځانګړې ډول د میدان وردګو ولایت لپاره له جاپان،بېروت،منځۍ اسیا او امریکا څخه د انګورو،ګیلاسو،شفتالو،ناکو او په څانګړې ډول د مڼو او زردالو او نورو مېوو نیالګي راوړل،چې له دغه ځایه په افغانستان کې یې د مېوه لرونکو ونو بنسټګر په توګه هم یاد شوو.

هغه د مېوه لرونکو ونو په دود کولو سره د کلیو او بانډو بزګرانو ته د دوی د اقتصاد د پیاوړتیا زمینه برابره کړه او د همدې لارې زیات شمېر د وخت بې وزله بزګر د نن ورځې ستر سرمایه لرونکې او سوداګر دي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *