خبرتیا کندهار پوهنتون او د غازي ملا نقيب الله اخند د ښېګڼي بنسټ غواړي چي د (۱۳۹۴ل.) کال د غبرګولي د میاشتي پر (۲۱-۲۰) نېټه په کندهار کي د هيواد د پياوړي ليکوال، توکمپوه، مؤرخ او د کابل پوهنتون د پخواني استاد ډاکټر عبدالرازق پالوال د ستایني او د مورنۍ ژبي د ودي تر عنوانونو لاندي یو دوه ورځنی علمي- څېړنیز سمينار جوړ کړي.

نو ټول هغه دوستان چي غواړي، د دې علمي سمينار د موضوعاتو اړوند مقالې ولیکي، د ثور مياشتي تر (۲۷) نېټې پوري دي د خپلو مقالو عنوانونه پر لاندي ایمیل ادرس را ولېږي. ایمیل: [email protected] تلیفون شمېره: ۰۷۰۰۸۲۳۲۰۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *