خپلو سلګونه پلویانو ته د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیزې ډلې د مشر ډاکټرعبدالله عبدالله د پنجشنبې ورځې وینا ممکن د افغانستان د سیاسي تاریخ په نوي څپرکي کې چې د عصري او پياوړي سیاست څپرکی دی،یوه ځانګړې پاڼه خپله کړي.

ښاغلي عبدالله په دغه وینا کې خپل مخالف ولسمشریز نوماند او د بدلون او دوام ټاکنیزې ډلې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د ولسمشرۍ څوکۍ د ترلاسه کولو مبارکي وویله.

هغه دغه راز ټینګار وکړ،چې د ملي یووالي په نوم په جوړیدونکي دغه حکومت کې له خپل مخالف نوماند سره د کړي سیاسي هوکړه لیک مطابق به دافغانستان د ګټو لپاره د یوه ګډ ټیم په توګه کار کوي.

د ملي یووالي د جوړیدونکي حکومت اجرایوي رېس په دغه وینا کې د نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني هغه خبره هم تکرار کړه،چې نور به د ولسمشریزو ټاکنو دغه دوه مخالفې ډلې د «بدلون او دوام» او «اصلاحات او همپالنې» پرځای په حکومت کې د «اصلاحاتو او دوام» د ګډ ټیم په توګه کار او له یو بل سره همکاري کوي.

ښاغلي عبدالله دغه وینا د کابل د پولي تخنیک پوهنتون اړوند د لویې جرګې د خېمې په لوی تالار کې وکړه.

هغه تالار،چې څه موده وړاندې د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په غبرګون کې ښاغلي عبدالله او پلویانو یې له لفظي او احساساتي تشنجه ډکه غونډه لرله.

د هغې غونډې پر ورځ د غونډې تالار ته له ننوتو سره د ښاغلي عبدالله یو شمېر قهرجنو پلویانو د تالار د سټېج تر شا د ولسمشر کرزي ځړول شوي تصویرونه په بې عزتۍ سره را ښکته او له شلولو سره تر پښو لاندې کړل.

هغوی د ښاغلي کرزي د تصویرونو پرځای د خپل ټاکنیزنوماند ډاکټرعبدالله هغه تصویرونه وځړول،چې د هغه د نوم ترڅنګ پکې د افغانستان د «ولسمشر»کلیمه هم لیکل شوې وه.

په هغه ورځ یوازې د ښاغلي عبدالله پلویان د احساساتو په اوج کې نه وو،خپله ښاغلی عبدالله هم توند،ستغ او له غوسې ستړی ستومانه ښکاریده.

نوموړي پخپله وینا کې د خپل مخالف نوماند ډاکټراشرف غني په پلوۍ د لویو درغلیو د ترسره کیدو له ادعا سره د هغه د جوړیدونکي حکومت خلاف د موازي حکومت د اعلانولو ګواښ وکړ.

ښاغلي عبدالله دغه راز وویل،چې که ټوټې،ټوټې هم شي،د ولسمشریزو ټاکنو د ده په اصطلاح درغلیزې پایلې به و نه مني.

د ښاغلي عبدالله د هغې ورځې څرګندونې په لویه کچه د هغه د سیاسي مخالفینو،سیاسي شنونکو او حتی بې طرفو عامو خلکو لخوا په جدي ټکو نقد او د سیاسي او دیموکراتیکو اخلاقو خلاف وګڼل شوې.

د هغې ورځې یادونه مو په دې وکړه،چې په افغانستان کې د سیاسي پوخوالي او زغم پر لورځینو هیله منونکو هڅو ته کتنه ولرو.

په افغانستان کې د تاریخ له بشپړې شاهدۍ سره تقریباً هرځل د واک ته رسیدو هڅه د لویو انساني او سیاسي ناورینونو سبب شوې.

افغانستان اوس هم په داسې شرایطو کې ایسار او منحصرښکاریده،چې د واک په سر جنجال به پکې د ناورینونو لامل شي،خو څه کورنیو،بهرنیو فشارونو،د منځګړتوب هڅو او خپله د ولسمشریزو نوماندانو سیاسي مسولیت منلو احساس څرګندوي.

زه په ټولنیزو شبکو کې د دواړو نوماندانو د پلویانو لیکل او نظریات تعقیبوم،چې جدي پلویان له دواړو لورو د نوماندانو پر وروستۍ هوکړې نارضایتي او جدي اعتراضونه ښيي.

دا د دوی حق دی،چې اعتراض ولري،د خپلې ټاکنیزې ډلې بشپړ بریالیتوب او واک ته رسیدل وغواړي،خو دا مسولیت باید هېرنه کړي،چې د دغه حق په اړه مبارزه او اعتراض یې د افغانستان د شرایطو او قوانینو مطابق وي.

د افغانستان شرایط ښکاره ده،چې په یوازې ځان د یوې ټاکنیزې ډلې له واکمنیدو سره برابر نه وو،له دې کبله د نوماندانو هوکړه او د پایلو د منلو لپاره د توقع خلاف امادګي او نرم دریځي باید وستایل شي.

د افغانستان په شان هېواد کې یو عادي کس په یوه برخه کې په اسانۍ سره خپله ماتې نه شي زغملای،بیا چې یو سیاسي رهبر او مشهوره څېره وي،خامخا ورته دا زغمل سخت او ستونزمن کار وي.

زه د ښاغلي عبدالله د مخکینیو توندو دریځونو د یو منتقد په توګه هم ځان او هم نورو ته لازمه ګڼم،چې د ده د وروستۍ وینا ستاینه او د عملي کیدو غوښتنه وکړي.

One thought on “د ډاکټرعبدالله هیله منونکی دریځ/ ارشاد رغاند”
  1. ګوره وروره دا خلک د فساد معتاد خلک دی دا د سرطان دانی دی ددی خلکو علاج فقط عملیات دی اوبس ، کنه نو ستاسو ددوی تاریخ وګوری یوه نمونه پیش کړی چه مونژ یی ومنو چه یره دوی شه خلک دی-مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *