خبرپاڼه

تاریخ: 15 جدی ۱۳۹۳

کابل افغانستان- په ډېره خواشینۍ سره مي خبر تر لاسه کړی، چي په هیواد کي د اداري فساد سره د مبارزې ادارې مخکني رئیس ډاکټر عزیزالله لودین د اجل داعي ته لبیک ویلی او د ابد لپاره یې له دې فاني نړۍ سره مخه ښه کړې. انا لله و انا الیه راجعون.

مرحوم ډاکټر صاحب لودین ددې خاوري د اصیلو او وطن دوستو بچیانو له ډلي و او د ژوند زیاته برخه يې خاوري او خلکو ته په خدمت تېره سوې وه.

د نوموړي مړینه یوه لویه ضایعه ده، چي ډکول یې کلونه وخت او خورا زیاتو زحمتونو او تکالیفو ته اړتیا لري.

هغه د جهاد له دورې رانیولې تر اوسنۍ لسیزي پوري په مختلفو برخو کي د افغانستان لپاره خدمت وکړی او په ښو او بدو ورځو کي ددې خوار ملت تر څنګ پاته سو.

نوموړی نه یوازي وطن دوست او مینه ناک شخصیت و، بلکه د پوهي او کاري تجربې له اړخه هم له د په ګوتو شمار لویو هستیو له ډلي و.

مرحوم لودین د ورپيښي ناروغۍ له امله نن د امریکا په متحدو ایالاتو کي له فاني نړۍ څخه و ابدي هغې ته سترګي پټي کړي.

زه ډاکټر صاحب لودین ته د خدای له درباره د فردوس جنت او دوستانو ته یې د زړه صبر غواړم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *