د ختیځو ولایتونو څانګه

مطبوعاتي خبرپاڼه

د کب ۱۵مه

د ختیځ زون په دوو ولایتونو(لغمان او ننګرهار)کې د حق او عدالت ګوند سلګونه پلویانو او ښځینه وو د ولسمشرۍ نوماند ډاکټرمحمد اشرف غني د نوماندۍ په ملاتړ جلا،جلا غونډې وکړې.

لغمان:

په لغمان کې د حق اوعدالت ګوند سلګونه پلویانو د یاد شوي ګوند د ولایتي څانګې لخوا په یوه لویه غونډه کې د ډاکټراشرف غني د نوماندۍ ملاتړ وکړ.

غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د ملي سرود تر اورول کیدو وروسته پکې په لغمان کې د حق او عدالت ګوند ولایتي مسول عبدالاحد عتید د هرکلي وینا وکړه.

وروسته په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین عمومي مسول الحاج احسان الله کاموال خبرې وکړې او له نورو ولسمشریزو نوماندانو سره یې د ډاکټراشرف غني پرتوپېرونو رڼا واچوله.

کاموال وویل:ډاکټراشرف غني نړیوال عالم دی،له مافیایي کړیو سره اړیکې نه لري؛بلکې پرضد یې هم دی.

د حق او عدالت ګوند د رهبرۍ شورا غړي او د ډاکټراشرف غني د کمپاین د سیاسي کمېټې مسول محمد حنیف اتمرد ټلیفون په لیکه غونډې ته لنډې خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل،چې په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي.

بیا پخواني لوی څارنوال اود حق اوعدالت ګوند د رهبرۍ شورا غړي عبدالجبارثابت وینا وکړه او ویې ویل ډاکټراشرف غني خامخا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ولس د پراخ ملاتړ لرلو له کبله ګټي.

د ډاکټراشرف غني فرهنګي سلاکار استاد لال پاچا ازمون له خلکو وغوښتل،چې له ډاکټرغني څخه دخپل ملاتړ قوت د رایه اچونې پرورځ د رایو په صندوقونو کې ثابت کړي.

استاد ازمون همدا شان وویل:هغه کړۍ چې په ټاکنو کې د درغلۍ خیال لري،خبرداری ورکوو چې زموږ ملاتړي یانې ولس به د خپل حق او رایو پوښتنه کوي.

په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازې زیفنون ساپۍ او د لغمان د قومي مشرانو په استازیتوب قاضي ننګیالي هم د خپلو ویناوو پرمهال د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ننګرهار:

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د دامان کلي او د جلال اباد د بابړیانو سیمې لسګونه ښځینه وو په جلال اباد کې د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ وښود.

دوی په جلال اباد کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین یوه ښځینه دفترته،چې مشري یې د ولایتي شورا غړې محترمه امین کوي،ورغلې وې.

دا ښځینه چې اکثره یې په کورونو کې د خیاطۍ زده کړې کورسونه لري،ژمنه یې وکړه چې په ټاکنو کې به ګډون او ډاکټراشرف غني ته به رایې ورکوي.

 د یادونې وړ ده،چې د ختیځ زون په هرولایت کې د زون د عمومي دفتر ترچتر او همکارۍ لاندې هره ورځ د مختلفو قشرونو سلګونه تنه د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه ملاتړکوي.

د ختیځ زون د کمپاین مطبوعاتي مسول:ارشاد رغاند

اړیکې:[email protected]

ټلیفون شمېره:۰۷۷۱۴۳۱۴۳۱

فیسبوک پته:https://www.facebook.com/pages/Dr-Ashraf-Ghani-Eastern-Zone-Compaign-Office/220640024806332

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *