په خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چی د پښتو ژبې ځلانده ستوری تکړه ليکوال ، شاعر او ستر عالم ډاکټر راج ولي شاه خټک د فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې. انا لله و انا الیه راجعون .راج ولي شاه خټک
د افغان ملت ملي مترقي ګوند پدې ستر ماتم کې شریک دی . د د ډاکټر راج ولي شاه خټک بې وخته مړینه د پښتو ادب لپاره یوه ستره او نه جبران کیدونکې ضایعه ده . ارواښاد راج ولي شاه خټک افعان ملت ګوند سره نیږدې اړيکې درلودې او د افغان ملت ګوند خدای بخښلي مشر شمس الهدا شمس ته یې ځانګړی عقیدت درلود .
ارواښاد راج ولي شاه خټک د کوزې پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د چراټ د سيمې په ډاګ اسماعيل خيل نومي کلي کې په ۱۹۵۲ میلادي کال کې زېږېدلی وو . هغه تر لسم ټولګي خپلې زده کړې د خپل کلي په ښوونځي کې کړي بيا يې د پېښور په اسلاميه کالج او ګورنمنټ کالج کې خپلې دويمې زده کړې سر ته رسولي. تر دې وروسته د لوړو زده کړو پيل يې د پېښور په پوهنون کې کړی او د هنرونو د استادۍ (ايم-اے) بريليک يې له همدغه پوهنتون نه ترلاسه کړی. نوموړي خپله دوکتورا (پي ايچ-ډي) هم د پېښور پوهنتون نه ترلاسه کړې او بيا د دوکتورا نه ورتېرې زده کړې (پوسټ ډاکټرېټ) يې د امريکا د فلاډلفيا د ايالت په پېنسلوانيا پوهنتون کې بشپړې کړي وې .
د خپل عمر زیاته برخه یې د پېښور پوهنتون او پښتو اکیډمۍ کې د تدریس او تحقیق په چارو کې تیره کړه او سترې لاسته راوړنې یې د پښتو ادب مینه والو ته پریښودې .
خدای (ج) دې ارواښاد پوهاند ډاکټر راج ولي شاه خټک ته فردوس جنت ور په برخه کړي او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتونکي یو . د خدای بخښلي یادونه به تل له موږ سره وي .
په درناوي
انجینیر اجمل شمس
د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر