ځینې کسان له مرګه وروسته هم ژوندي وي، لامل یې د معنویاتو تر لاسه کول دي خو ځینې په ژوندون مړه وي، نه یې ځان ته خیر رسېږي او نه نورو ته، خو ځینې داسې ژوندي انسانان لرو چې د نوم پر اخېستلو یې د علم خاوندانو ذهن ته د داسې انسان څېره مخې ته راځي، لکه ټول عمر چې یې لیدلای وي، له دغو علمي هستيو یو پوهاند زیار دی.

استاد څو اړخیز(بعدي) شخصیت دی، چې یو اړخ یې علمي خوا ده. په علمي کارونو کې یې لویه برخه د څېړنېز کارونو ده، د ده څېړنې (ادبپوهنې، ژبپوهنې او ادب تیورۍ) په برخه کې دي.

هرې منظومې لیکنې ته شعر ویلای نه شو، دغه شان په نوم هر ډول څېړنېزې لیکنې ته څېړنه ویل هم سم کار نه دی، خو د استاد څېړنې او پنځونې کره او هر ډول څېړنېز او تخلیقي ډولونه یې بنسټیز او فرعي توکي لري. د ده ټولې څېړنېزې لیکنې ډېرې ښې دي او داسې لیکنو لپاره چې کوم بڼه یيز او منځپانګيز ډول باندې تاکېد کېږي، د ده په لیکنو کې شته.لکه:

د نوې فرضيي ثابتول

د استاد زیار ډېرو لیکنو کې نوې مفروضې زبات ته رسولي دي. فرضیه قیاسي موضوعګانې وي چې بیا په حقیقت بدلېږي، په حقیقت کې د تجربه شوي موادو د بیانولو لپاره کارول کېږي او په پای کې د څېړنې لپاره د پلټنې زمینه برابروي.

د فرضيي جوړولو بسیطه لاره دا ده چې کله پر یوې سکالو څېړنېز کارونه پر بېلا بېلو ډولونو کې شوې وي، د هغو جاج اخېستل او کومه نوې خبره چې د څېړونکي سره وي او هغه په تېرو لیکل شویو لیکنو کې نه وي او څېړونکی هڅه وکړي، چې خپلې نوې خبرې زباد ته ورسوي، نو دا پخپله یوه نوې فرضیه کېدای شي، د استاد زیار نه مخکې ډېر ګرامرونه لیکل شوي دي، خو ده په پښویه(ګرامر) کې نوې فرضيي زباد ته رسولي دي. لکه څنګه چې د يوې ښې څېړنې لپاره د څېړنې ځانګړی ډول او مېتود په کار وي، دغه شان د فرضيي موجوديت هم د څېړنې او څېړونکي لپاره اړين دى او د زیار صاحب لیکنې د څېړنو په ټولو اصولو برابر دي.

د څېړنې په نړۍ کې څومره نظرونه چې موجود دي، په پيل کې نظرونه نه وه، بلکې عادي فرضيې وې او نن لوی نظرونه دي، یعنې د نړۍ ټول پرمختللي نظرونه او اندونه په پیل کې قیاسي مفروضې وې، خو د فرضيې له عملي کېدو وروسته علمي نظرونه شول.

د ډاروین مشهوره نظریه په پيل کې عادي فرضیه وه او د څېړنې د لارو چارو وروسته زباد ته ورسېده او اوس لویه علمي نظریه ده.

د ارواپوهنې لوی عالم(سی ـ جی ـ یونګ) (c g.jung) په لومړنیو څېړنو کې د شعور او ناشعور اصطلاحات د فرضيې په شکل وړاندې کړل او علمي څېړنېزو هڅو وروسته په نویو نظرونو تبدیل شول، د استاد ځینې فرضيې نن د نظریو په څېر منو.

د څېړنې منځپانګیزه شننه

په عام ډول ډېرې هغه لیکنې چې د څېړنې په نامه لیکل کېږي، د منځپانګې له مخې د څېړنې بنسټيزو توکو هره مهمه برخه یې په خپل ځای راوړل شوي نه دي، خو د استاد ډېرې څېړنېزې لیکنې د منځپانګې له مخې کره او پر تول پوره دي.

هره څېړنېزه او تخلیقاتي لیکنه منځپانګيز او جولیز ډولونه لري. په څېړنو کې ځېنې څېړونکي پر منځانګه تاکېد کوي او ځېنې په بڼه، خو زما په پوهه د ټولو څېړنېزو لیکنو لپاره منځپانګه ډېره مهمه ده، خو بڼه ییز ډول یې خپل ارزښت لري او یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي. د زیار صاحب د څېړنو قوت په اړه که هر څومره ووایم کمه به وي، د ده د لیکنو معنوي جوړښت لوړ ارزښت لري.

د څېړنې ډېرو ډولونو کې سریزې شته خو که چېرې دې ته پام وکړو چې ایا د سریزې منځپانګیزه خوا یې سمه ده او کنه؟ په سریزه کې چې د کومو خبرو راوړل اړین دي، پکې راغلي دي او کنه؟ ایا په څېړنېز اثر کې د سریزې حق ادا شوی دی او کنه؟که چېرې په څېړنه کې د سریزې حق سم ادا شوی وي او د منځپانګې له مخې کومه نیمګرتیا ونه لري، نو ویلای شو چې په څېړنه کې د سریزې معنوي خوا سمه ده. په همدې شان له پېلیزې پېلېږي او پر ماخذونو پای ته رسېږي، ټاکل شوې څېړنېزه موضوع په خپل ځای راوړل او د منځپانګې له مخې نیمګړتیا نه درلودل د څېړنې لپاره بنسټيزه خبره ده چې د زیار صاحب څېړنېزو کارونو دغه برخه هم د ارزښت وړ ده.

د څېړنې ژبه

د استاد زیار څېړنېزه ژبه پښتو لیکوالو کې ښکاره ده. د څېړنو او پنځونو ژبې سره توپير لري. د څېړنې ژبه کره، د لهجو نه مبرا، د مبالغې نه پاکه او همدارنګه د ټولو معنوي صنایعو نه سوچه وي چې د ده یوه بله مهمه ځانګړنه د څېړنېزې ژبې کارونه ده.

د څېړونکي ژبه

د پوهاند زیار د لیکنې ژبه ځانګړې ده.څېړونکی باید د سرچینو او همدارنګه د اقتباس په ډول د اثارو ګټه واخلي، خو ډېر ښه څېړونکی هغه دی چې ټول اثر یې په خپله لیکنېزه ژبه وي، که څېړونکی له بېلا بېلو اثارو ګټه واخلي او ټولې لیکنې د کتاب د څېړونکي په ژبه ولیکي او خپلې ژبې نه ګټه وا نه خلي نو لوستونکي پوهېدای شي چې د بېلا بېلو لیکوالو ژبې دي، د هر څېړونکي جمله بندي، ترکیبونه، د ژبې ګټه اخېستنه سره توپير لري، د زیار لیکنېزه ژبه د نورو لیکوالو سره توپير لري، که دی د نورو لیکوال له لیکنو ګټه واخلي او خپلې لیکنېزې ژبې ته یې مفهوم بدل نه کړي، نو د ادبیاتو ډېر متخصصان پوهېږي، چې لیکلې ژبه د بېلا بېلو لیکوالو ده. هر څېړونکی ځانګړې څېړنېزه ژبه لري او د ځانګړو نثري او شعري ترکیبونو، جملو، لغاتو او ژبې کارونې پر بنسټ پېژندل کېدای شي. د پوهاند زیار ژبه کره ده او کوښښ کوي چې په ټولو لیکنو کې له خپلې ځانګړې ژبې ګټه واخلي.

لنډون(اختصار)

د زیار د څېړنو بله مهمه ځانګړنه په اکاډمیکو لیکنو کې لنډون دی. په څېړنېزو کارونو کې اوږده بیانات او خبرې ښې نه دي. څېړونکی باید په اصلې موضوع پيل وکړي او نېغ په نېغه بحث ته ولاړ شي.

یو وخت پنځونو کې رومانونو ډېر لوستونکي درلودل، د وخت او زمان په محدودیتونو سره داسې وخت راغی، چې د رومان ځان ناول ونیوه او اوس لنډې کیسې ډېر لوستونکي لري، د دې خبرې یادونه مې ځکه وکړه، چې د خلکو وخت محدود شوی، اوږدو موضوعګانو لوستلو ته وخت نه لري نوځکه په څېړنېزو لیکنو کې له اوږدو بیاناتو ډډه پکار ده. ځېنې څېړونکي کله کله په ارادي ډول موضوع اوږدوي، چې خلک ووایي (فلاني) غټ کتاب لیکلی دی، د غټ کتاب لیکل او یا پر یوې لویې موضوع علمي کار کول ناسم کار نه دی، خو په لویو موضوعګانو کې هم باید له لنډونه کار واخېستل شي.

موضوع باید داسې لنډه شي چې د موضوع منځپانګې ته زیان ونه رسېږي.که چېرې موضوع په داسې شان لنډه شي چې د موضوع منځپانګې ته تاوان ورسوي نو په داسې مواردو کې لنډوالی د ګټې پر ځان تاوان رسوي.

د دلایلو قوت

د ډاکټر زیار د دلایلو قوت او پر ټاکل شوې موضوع حاکمیت ښکاره دی. هره څېړنېزه لیکنه د څېړونکي فکري ځواکمنتیا او صلاحیت ته اړتیا لري. دغه فکري ځواکمنتیا د څېړونکي مطالعې سره اړیکه لري او د څېړونکي په ځانګړنو کې راتلای شي.

هر څېړونکی حق لري چې خپل نظر له دلایلو سره راوړي خو د څېړونکي دلایل باید مستند، قوي او موثق وي او د ده ټول اندونه باید پر دلایلو برابر وي، که د بل څېړونکي نظر ردوي، نو هغه هم په ځانګړي قوت سره وي، که نظر تاییدېږي د دلایلو او فکري ځواکمنتیا پر بنا وي.

په سیستماتیک ډول د پوهاند زیار څېړنېزو علمي هڅو پایله وه، چې نن د استاد څېړنې د لوړتیا(عروج) پړاو ته رسېدلي دي او اکاډمیک کارونه یې له قوته ډک دي.

تحلیل او تفسیر

د استاد د څېړنو د هر سرلیک تفسیر او تعبیر ډېر ښه دی، بې تحلیله لیکنه بې روحه کالبت ته ورته ده، یعنې تحلیل او تفسیر لیکنې لپاره مهمه ده او داسې حیثیت لري لکه په انسان کې روح، بې روحه جسم حرکت کولای نه شي، دغه شان بې تحلیله لیکنه بې روحه څېړنه ده.

د زیار علمي لیکنې او د موادو تحلیل او تفسیر لیکنې ته ژبه ورکوي او لوستونکي کولای شي چې په خپله ژبه ورسره خبرې وکړي. بې تعبیره لیکنه ګونګه وي او لوستونکی ترې موخه اخیستلای نه شي. واقعیتونه خپله خبرې نه کوي، بلکې تعبیر او تفسیر، د استدال قوت او بصیرت لیکنې ته ارزښت ورکوي.

ګرامري ځانګړنې

استاد زیار ډېرې څېړنېزې لیکنې د ګرامر په هکله دي. دی کوښښ کوي چې د پښتو سوچه کلماتو او ترکیبونو نه ګټه واخېستل شي نو لیکنې یې د ګرامر له پلوه کره او د لیک دود له مخې د نورو ژبو مبرا لیکنې دي.

په ګرامري ځانګړنو کې جمله بندي، د ترکیبونو ګټه اخېستنه، فورنولوژیکي، فونولوژ يکي او داسې نورې مسایل راځي. زیار د ګرامر د لویې برخې هغه متخصص دی چې بېلګه یې پښتو ژبې څېړونکیو کې نشه نو ځکه د ده په څېړنو کې دغه برخه هم شته. استاد څېړنېزو لیکنو کې الفاظ په خپل ځای په داسې ترتیب راوړي، لکه ډېر ښه پنځونکی چې د شعر په لیکلو کې کلمې پيي او یو د بل پسې یې راوړي. د ده څېړنې همدا شان ځانګړنې لري، د ده په لیکنو کې داسې کلمې چې د جملو لپاره اړین نه وي، ګټه ترې نه اخلي.

د څېړنې معنوي اړیکه

د استاد هره څېړنېزه موضوع منځپانګېز او جولیز ډول له مخې کره او په تول پوره ده. د هرې څېړنېزې موضوع لوی سرلیک د لیکلړ، څپرکیو، د څپرکیو لوی او کوچنيو سرلیکونو سره معنوي اړیکه لري.

د استاد بله مهمه ځانګړنه په څېړنو کې معنوي تسلسل ساتل دي او له پیله تر پایه یو سرلیک له بل سرلیک سره د زنځیر په شکل تړل شوي دي.

په عام ډول د ډاکټر زیار څېړنېزې لیکنې نورې ځانګړنې هم لري، خو په ځانګړي ډول د ښه څېړونکي د ځانګړنو په راغلیو بېلګو بسنه کوو.

اخځونه:

۱: پوهنیار سیداصغر هاشمي: د تحقیق اصول، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۶ ل کال.

۲.پروفیسرعبدالحمید خان عباسی:اصول تحقیق(دویم چاپ) نیشنل بوک فاونډيشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال.

۳.پروفیسـرعبدالحمید خان عباسی:اصول تحقیق(دویم چاپ) نیشنل بوک فاونډيشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال.

۴.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د څېړنې بنسټونه(دویم چاپ) هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۶ ل کال.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *