پوهنمل اسدالله وحیدي

څلور ورځې وروسته به د افغانستان جګړه څلوېښت کلنه شي. له همدې امله د افغانستان بحران ته د حللارو بحث زور اخیستی. په دې تړاو یوه لیکنه د بهرنیو چارو د پخواني وزیر او د حامد کرزي د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ده. لیکنه په یوه ورځپاڼه کې خپره شوې چې عنوان یې دی «در آستانه ی چهلمین سال جنگ و ویرانی پیشنهادی برای بیطرفی افغانستان». لیکنه له دوو اړخونو جالبه ده. یو له دې اړخه چې زموږ یو تجربه کاره او پي اېچ ډي سیاستوال څنګه د افغانستان او نړۍ واقعیتونو ته ګوري. بل له دې اړخه چې څنګه افغانستان رښتیا په یو ناپېیلي هېواد اوښتی شي.

ښاغلي سپنتا د جګړې پر شالید او د دوام پر لاملونو اوږدې خبرې کړي، چې د تل په شان یې ځینې واړه لاملونه لوی کړي، ځیني لوی یې واړه کړي او پر ځینو لاملونو یې یو مخ سترګې پټې کړي دي. په هر حال زه دلته پر دې بحث نه کوم، یوازې پر دې تمرکز کوم چې د افغانستان د ناپېیلتوب حللاره څومره معقوله او عملي ده. ښاغلی سپنتیا په دې لیکنه کې د افغانستان د ناپېیلتوب وړاندیز کوي او وايي: ((افغانستان باید به کشوری بی طرف با تضمین بین المللی تبدیل شود. مانند ترکمنستان کنونی و یا اتریش پس از جنگ جهانی دوم. کشورهای رقیب باید در تعهدی همه گانی و بین المللی از هیچ نیرویی به سود منافع استراتژیک شان استفاده نکنند. بر بنیاد یک توافق بین المللی هیچ نیروی برون از دولت نباید مورد حمایت کشورهای دیگر قرار بگیرد و افغانستان باید بر بنیاد اجماع ملی و بین المللی، دارای دولتی نیرومند و پاسدار استقلال کشور با رعایت اصول بی طرفی کامل در سیاست خارجی خود شود.))

نوموړی وروسته ددې ناپېیلتوب پر نورو اړخونو غږیږي، خو ډېر څه هېر شوي چې که ښاغلی سپنتا پرې سترګې پټوي، نو دا بیا حللاره نه ده او که نه پرې پوهيږي، دا هم بیا حیرانوونکې ده چې زموږ یو باتجربه او لوستی سیاستوال ولې پر داسې سترو مسایلو نه پوهیږي.

زما ستونزه له دې سره نه ده چې افغانستان دې ناپېیلی وي. که افغانستان ناپېیلی شي او د پردیو را غځېدلي ناولي لاسونه لنډ شي، دا خو ښه حالت دی او له شک پرته چې هر افغان به یې هرکلی وکړي، خو ددې چارې پر وړاندې څو ستر خنډونه دي چې دا طرحه ناشونې کوي. که څه هم د منځنۍ اسیا هېوادونه، روسیه، چین او ځیني نور هېوادونه به دا غږ بدرګه کړي چې افغانستان ناپېیلی پاتې شي، خو امریکا، پاکستان، ایران او ځیني نور هېوادونه ولې افغانستان د ناپېیلي هېواد په توګه ومني؟ ولې دلته د جګړې د دوام لپاره خپلې پروژې ودروي؟ همدا اساسي پوښتنه ده. موږ دلته ددې طرحې پر وړاندې څو اساسي خنډونه یادوو:

لومړی: که څه هم سپنتا وايي چې د افغانستان لانجه د امریکا لپاره په سر درد او یوه نه حل کېدونکې ستونزې اوښتې، خو دا هغه څه دي چې د ځمکې د واقعیتونو خلاف دي. هغوی چې امریکا، پاکستان، طالبان او د افغانستان د جګړې نور اړوند لوري پېژني، پوهيږي چې امریکا کله هم د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره نه د جګړې له لارې او نه هم د سولې له لارې رښتینې هڅه کړې ده. اوس خو دا نظر بیخي عام شوی چې امریکا په قصدي او شعوري ډول د افغانستان جګړه غځوي. د هغه حکومت مشر چې ښاغلی سپنتا یې د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار پاتې شوی، بیا بیا دا خبره کوي چې دا د امریکايي ګټو جګړه ده او که هغوی وغواړي درولی یې شي. ان ښاغلي سپنتا هم په خپل وروستي کتاب کې ددې جګړې د اهدافو په اړه پر شکونو اوږده بحثونه کړي دي. اوس چې کله جګړه د امریکا وي او هغوی یې اوږدوي، نو امریکا ولې حاضره شي چې د افغانستان ناپېیلتوب ومني، خپل پوځونه وباسي، خپلې اډې وتړي او دلته خپله میلیاردونه ډالره پانګونه په اوبو لاهو کړي!؟ که څه هم سپنتا وايي چې امریکا په قصدي ډول نه، بلکې په تېروتنې سره داسې کارونه کړي چې جګړه اوږده شي، خو د ځمکې واقعیتونه بیا بل ډول دي. هو که ښاغلی سپنتا له امریکا، سي ای اې، د هغوی له بهرنیو چارو وزارت او ګڼو فکري او څېړنیزو مرکزونو کره او دقیق معلومات ولري، دا نو بیا حیرانوونکې ده!

دویم: پاکستان ولې حاضر شي چې افغانستان د یو ناپېیلي هېواد په توګه ومني؟ پاکستان څلوېښت کاله د افغانستان له جګړې سره مرسته کړې ده. ددې جګړې سون توکي او بشري ځواک یې تیار کړی او لا هم همدا کار کوي. د همدې جګړې له برکته یې اټوم پیدا کړ، د نړۍ اووم ستر پوځ یې پیدا کړ، لسګونه کلونه یې متفاوت خلک د یوه ملت په توګه وساتل، میلیاردونه ډالر یې تر لاسه کړل، قبایلي سیمې یې لاندې کړې او پوځ یې ورته راوست، د خپل ستر سیال افغانستان پیاوړی پوځ یې دړې وړې کړ او همداسې ګڼې نورې ګټې یې وکړې. اوس هم پاکستان نورې موخې لري، لا زیات خوبونه ویني او ددې خوبونو د پوره کولو لپاره یې پانګونه کړې، نو څنګه حاضر شي چې په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړي او د یو ناپېیلي هېواد په توګه یې ومني!؟

درېیم: ایران د افغانستان د جګړې له دوامه ډېرې ګټې کړې دي. په دې هېواد کې یې خپل پراخ سیاسي، مذهبي، فرهنګي او استخباراتي نفوذ کړی دی او څومره چې دا جګړه اوږدیږي، همدومره یې نفوذ هم زیاتيږي. یوازې د سوریې او عراق جګړې ته یې شل زره افغانان ولېږل او دا چاره لا هم روانه ده. د افغانستان له اوبو ګټه اخلي او پیاوړی افغانستان لا هم د ځان پر وړاندې ګواښ ګڼي، نو ولې د افغانستان د پیاوړتیا او ناپېیلتوب ملاتړ وکړي؟

همداسې د سیمې او نړۍ ځینې نور هېوادونه چې دلته په جګړه کې یا مخامخ ښکېل دي او یا یې هم په نیابت جګړه روانه ده او دا جګړه په خپله ګټه ګڼي، نو ولې د افغانستان له ناپېیلتوب سره مرسته وکړي!؟

اوس که د ښاغلي سپنتا حساب پر روسیه، چین او داسې نورو هېوادونو وي، نو بیا یې تېروتنه کړې ده. له یوه اړخه نه چین او نه هم روسیه لا په هغه حد کې دي چې د امریکا د سترو اهدافو پر وړاندې ودریږي. بیا چې خبره د افغانستان شي، دلته خو په هېڅ ډول دا دواړه هېوادونه له امریکا سره د پرتلې وړ نه دي. لا هم په افغانستان کې د چین او روسیې حضور کمزوری دی. نه په سیاسي، نه په اقتصادي، نه په نظامي، نه په استخباراتي او نه په بله هېڅ برخه کې د روسیې او چین نفوذ او حضور د امریکا سره د مقایسې وړ دی. له همدې امله امریکا ولې چین او روسیې ته خپله دا تیاره مړۍ ور پرېږدي!؟ لا هغه وخت لرې دی چې چین او روسیه دې امریکا په افغانستان کې وننګوي. لا هم له طالبانو او یا بلې ډلې سره د روسیې اړیکې په هغه حد کې نه دي چې د امریکا پلانونه او دسیسې دې شنډې کړي. لا هم امریکا په افغانستان کې برلاسې ده او حالات یې له خوښې سره سم روان دي. پر همدې بنسټ امریکا به حاضره نه شي چې د افغانستان ناپېیلتوب ومني، دلته خپلې اډې وتړي او خپل سرتېري وباسي.

د افغانستان ناپېیلتوب په دوو حالتونو کې شونی دی:

لومړی؛ چې افغانستان یو پیاوړی داخلي تحرک پیدا کړي. داسې چې سراسري وي، د افغانستان انسان د وینې او د دوی د ګټو او ارزښتونو غوښتنه وکړي. دا ځواک به پوره ولسي ملاتړ لري او په پوره سیاسي ځيرکتیا سره به د جګړې کورني لوري اړ باسي چې وسله کېږدي او د ټولو بهرنیانو سیاسي، پوځي او استخباراتي لاسوهنه به بندوي. دا ډول حرکت ستونزمن او آن ناشونی دی، ځکه ډېری سیاستوال هغه چې ښاغلی سپنتا پرې حساب کوي خاین دي او یا هم د پردیو له ملاتړ پرته هېڅ ارزښت نه لري.

دویم؛ دا چې روسیه، چین او د سیمې نور هېوادونه امریکا په رښتیني مانا وننګوي. د امریکا پر ضد جنګېدونکو وسله والو سره ددغو هېوادونو اړیکې پراخې شي او خبره تر دې ورسیږي چې وسله وال مخالفین د الوتکو ضد وسلې تر لاسه کړي. دا حالت اوس ډېر لرې ښکاري او دا د امریکا او روسیې د مخامخ جګړې مانا لري چې په اوس وخت کې یې تصور ناشونی دی. د افغانستان جګړه هغه حالت ته نه ده رسېدلې چې د سترو قدرتونو د زور او ځواک انډول پکې راشي. داسې انډول چې یو بل مات نه شي کړلی او بالاخره دواړه لوري له دې لانجې د وتلو لپاره د افغانستان پر ناپېیلتوب هوکړه وکړي.

دغو مسایلو ته په پام سره دا طرحه ناشونې او غیر عملي ده. زموږ سیاسيون دې د فضايي هندسې پر ځای پر ځمکه شته واقعیتونو ته پام وکړي او داسې حللارې دې وړاندې کړي چې رښتیا اوسنۍ جګړه ختمولی شي.

2 thoughts on “د ډاکټر سپنتا فضايي هندسه | پوهنمل اسدالله وحیدي”
  1. سلام
    دكرزي به دورو كي دي خلور نومي شعله بي لكي وكره كله ديوه مؤلف به توكه أو كله د مشاور به توكه سر رأباسي
    دا دشعلي بياوي به خبل خان مين
    Ph. D
    ماشوم خو خان دير مهم حللكو ته ور بيزنس واي حي دروغجن دي دروع وابي عاقل دي قياس كُوي
    دسبنتا فضائي هندسه دالمان اخن شار كي د يؤ شمير شعله يا نو سره فضائي هندسة ناكامه أو رسوا وه
    خمتا كه هرخومره خان حق به جانب ونيسي ما يؤ ستنك يلوي ذي أو رنك بي من بدليزي1

  2. زه د امرېکې لخوا د خپل ګران هیواد د اشغال طرفدار نه یم خو خبره داده چه افغانستان د یو ځړول شوی نازک پُسه د لاندئ غوښو غوندی یو اشتها پاروونکی حالت لری چه فعلاً پر دې نازک پُسه د امریکې او د هغې نژدې انډیوالان راټول او ددې لاندئ پاسداری کوی تر څو چه یوه خوندوره او وچه غوښه ترې جوړه شی
    اوس که د سپینتیا دی که څه بلا دی خبره
    افغانستان ناپییلی!!! اعلان شی نو ډېر احتمال لری چه ددې خوندور لاندئ بوی د نورو سیمه ایزو او جهانی قدرتونو اشتها تحریک او نا پاییلتوب ئې د تکسیر او ماتی د تهدید سره مخامخ کړی
    بله خبره داده چه شعله یان په فکری لحاظ د چین سره ژور عاطفی تړاؤ لری نو ځکه که زموږ ګران تحلیل ګران متوجه شی د چین طرفداران یعنی همدا شعله یان د طالبانو سنګر ته هیڅ ډول ډبره نه ورغورځوی یعنی د طالبانو د ړندو حملو او وژنو په وړاندی پټه خوله دی حال داچه طالب او شعله ای هیڅ ډول د اشتراک وجه نلری یعنی نه ئې فرهنګ نه ئې نژاد نه ئې سیاسی او اجتماعی افکار ندی سره ورته حتی یو د بل په مخالف قطب کی قرار لری خو فقط او فقط د امریکې او چین تر منځ د ژور رقابت پخاطر شعله یان او طالبان په اصطلاح سره صیغه دی یعنی مؤقتی فکری نکاح ئې تړلې ده. په هر حال د مطلق ناپیلتوب د پروسې تحقق غیر ممکن دی خو یوه د سازش لیاره شته هغه داچه امریکا باید روسئې او چین ته پوخ او اجرائي ضمانت وسپاری چه د داعش توره او ویرانوونکې پروژه نوره محو او د خپلو راتلونکو پلانونو د لیست څخه وباسی او داسی فضا را منځته کی چه ټول دخیل سیمه ایز قدرتونه د اطمنان احساس ته ورسیږی
    نن د چین او روسئې او شاید ایران د منفی مقاومت او بُزبُز علت همدا د امریکې خطرناکی لوبی دی چه غواړی د داعش د تقوئې له لیاری پر یادو هیوادونو روحی فشارونه وارد کړی څو وکولای شی چه د هغوی مشروع یا نامشروع ګټی د جدی خطر سره مخامخ کړی دا لا څه چه غواړی د جیب نه ئې هم باقی کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *