هغه ورځ مې داسې یاد ده لکه دا شېبه!
د طالبانو فتوحات ورځ په ورځ پراخېدل. د ټوپکيانو او پاټکيانو له لاسه ولس په هر څای کې تر پوزې راغلی و. د نورو سيمو په پرتله ننګرهار نسبتاً ارام و، خلکو یو څه د ژوند او کار و بار مزه څکله.
د کابل له تنظيمي جنګونو راتښتېدلي کډوال هم ډېری په ننګرهار کې مېشت ول.
ښايي دا هم د ننګرهار د جهادي شورا (چې په سر کې يې حاجي قدير و) برکت و چې ننګرهار د ورځې لخوا يو څه په امن کې و.
طالبانو چې مخ په ننګرهار اراده وکړه نو جهادي شورا هم ننګرهار پرته له مقاومت نه ورپرېښود.
په ننګرهار پسې کونړ او لغمان په اسانۍ سره د طالبانو تحريک لاندې کړل او مخ پر کابل رهي شول.
د هغه وخت ذهنيت داسې و، چې د کوڅه په کوځه واکمنانو له لاسه کړېدلي ولس د طالبانو د برياوو دعاګانې کولې او د فتوحاتو خبرونه به يې يو بل ته په زېري کې اورول.
ډېری خلک د کابل فتحې ته په تمه ول.
د کابل له فتحې سره د لویو بدلونونو تمه وه.
زه په اتم ټولګي کې وم، چې له ښوونځي وروسته مې له مشرانو سره د دوکاندارۍ چاره هم مخته وړله.
له هماغه وخته به مې نږدې هره ورځ تازه اخبارونه رانيول او لوستل.
د لوست معتاد وم، راډيو به مې هم کله کله اورېدله.
له لغمانه وروسته په ورېښمين تنګي کې د طالبانو مزل د جميعت اسلامي لخوا ايښودل شويو بمونو لږ څه ټکنی کړ او بیا چې له دغه څايه طالبان ورتېر شول نو په سروبي کې د حزب قومندانانو کوم مقاومت ونه کړ.
د طالبانو محبوبیت د فتوحاتو له زياتېدو سره زياتېده.
بل خوا په پېښور کې چاپېدونکو [پاکستاني/ افغاني] اخبارونو [وحدت، پامير، بلاغ، هېواد، کسوټي، مشرق او…] هم د طالبانو په ګټه پراخ تبليغات روان کړي وو.
د کابل د نيولو تلوسه له هر چا سره وه، په ځانګړې توګه هغه کډوال ورته ډېر په تمه ول چې د تنظيمي جنګونو نه ننګرهار ته راتښتېدلي وو.
خو د کابل له نيولو سره رښتيا هم یو غټ بدلون راغی.
هغه دا چې د سروبي پر لار ملابورجان اخوند [ چې ويل کېدل، چې ده نه غوښتل ډاکتر نجيب الله دې ووژل شي] ووژل شو او کابل ته په رسېدو سره د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجيب الله ووژل شو.
د تلې (ميزان) شپږم سهار و، چې پلار مې راډيو نيولې وه او دا بد خبر مې واورېد.
وحشت پر ټولو خلکو یو سیوری وغوړاوه، د امن پرښتې د غضب پر دېوانو بدلې شوې وې.
هر سړی يو ګونګ خفګان ته ورغاړې وتی و. هر چا به ويل چې که هر څنګه و، خو یو وخت د افغانستان ولسمشر و. طالبانو يې بايد د واکمنۍ له تجربو نه ګټه پورته کړې وای.
د لومړي ځل لپاره مې د طالبانو له نظامه بد راغلل.
هماغه د محمدزيو ورونو تاريخ ته يې بوتلم، چې یو ورور به بل ورور د تاج و تحت لپاره ړوند کړ، بل به راپاڅېد دا دويم به يې ستي کړ او درېيم به بیا د تره د زوی له لاسه په زهرو ووژل شو، خو څوکۍ به بیا پنځم دا ډول لاندې کړه، چې د خپل ورور خوله به يې بالښت ايښی و.
خير خو دا وخت نه شاهي نظام و، نه ډاکټر نجیب برحال ولسمشر و او نه دی په ارګ کې ايسار و چې د ملاعمر د لښکرو د سترګو اغزی ګرځېدلی وای.
ډاکتر نجيب د ملګرو ملتونو په دفتر کې نظربند و، چې [په ظاهره] طالبانو د ټول نړيوال پرنسيپ تر پښو لاندې کړل، د ملګرو ملتونو پر دفتر ورغلل او له خپل ورور سره يې د وخت یو داسې ولسمشر وواژه چې تل يې د ملي روغې جوړې شعار ورکاوه، تل پر مجاهدينو غږ وکړ چې راشئ چې په شريکه دا وطن راجوړ کړو، ټاکنې به وکړو او یو ګډ حکومت به جوړ کړو، خو…
د هغې ورځې وحدت اخبار مې تر اوسه ساتلی دی، چې د ده او د ورور په دار راځړول شوي عکسونه پکې خپاره شوي وو.
هغه اخبار مې هم ساتلی دی، چې د ده له مرګ شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې پکې خبر راغلی و، چې ډاکتر نجيب الله د تبليغيانو په هڅونه ږيره پرېښوده او نور به د دغې ډلې په مرسته د دعوت کار پيلوي.
دا چې ډاکټر نجيب الله ولې ووژل شو؟ په څه ډول مرګ ووژل شو؟ چا وواژه؟
دا هغه پوښتنې دې چې تر اوسه پورې يې مختلف ځوابونه ورکړل شوي، خو یوه خبره چې ښکاره ده نو هغه دا ده چې هغه وخت د طالبانو قيادت په ښکاره توګه د ده پر وژنې سره سلا وو او حتا درې ورځې يې د ده او د ورور جسدونه په اريانا چوک راځړولي وو او د توهين لپاره يې ورته سګرټ په ګوتو او پيسې په خولو، پزو او غوږونو کې منډلې وې.
په هغه وخت کې تر ټول غټ توهين همدا و.
راحت ګل زيارمل – احمداباد
۲۰۱۵/۹/۲۷
د داکتر نجیب الله په وژلو سره ټالیبانو د لومړی ځل لپاره خپله اصلی څیره د افغانستان ولس ته وښودله. دوی لکه نور مجاهلین د افغانستان د ورانی او د خلکو د وژلو لپاره روزل شوی ول اوخپله دنده یی سرته ورسوله. که دوی انسانی شعور درلودلی نو خپل مشران به یی نه وژل. د خپل هیواد ملی ګټی به یی له پنجابه نه ځارولی. دوی ته نړیوال حقوق او نورمونه هیڅ اهمیت نه لری . ټالیبانو ته یواځی د جنرال حمید ګل او ملا ډیزلی فضلو امر او هدایت مهم دی.
زه له ډاکتر نجیب سره په پو هنتون کې همدو ره پاتې شوۍ یم د هغه ټول کړه وړه او سیاسي فعا لیتو نه مې له نژدې لیدلي او په سیا سي ډګر کې تر پا یه د هغه مخا لف وم ، خو له ډا کټر نجیب الله سره دو مره سخت ظلم وشو چې د انسا نیت په تا ریخ کې بې سا ري کم دۍ، هغه د یوه ولس رییس جمهور وه او وژل یې پرته له شر عي محا کمې هیڅ شرعي مجوز نه در لود او دا هم با ید ووایم که ډا کټر نجیب ژوندۍ وای او س به د افغا نستا ن سیا ست بیل رنګ در لود.
تالیبان خو د پنجاب کرایی شوی قاتلان وو او وس هم دی تل یی د پنجاب گتولپاره افغانستان او افغانان د عم او میر
په تغر کینولی دی.او دی جنایتکارانو وخشی زناورو سره هعه حپل پنجابی بالداران بیا د حپلو گتولپاره سه ظلمونه ونه کرل ژوندی یی په آمریکا خرسکرل ددوی شزو لورگانو او حورگانو سره پنجابی ملیشو ددوی پرمحکی نجسی تیری وکرل او ورته حامله یی کرلی او د همدوی مشران یی ژوندی موتورو پوری وترل او د سپیو په سیر یی په سرکونو کش او مردار کرو خو په دی وحشی زناورو کرایی شوی قاتلانو جنایتکارانو کی وس هم شرم او غیرت نه شته دی اوس هم د پنجاب گتولپاره قربانی ورکوی.