مولوی عبدالکریم شاکر، کونړ-
ډاکټر نجيب يې پانسي کړ، دا خبره حيات اباد ته روان ګاډي کې يوې سپرلۍ وکړه.
د خبر په اورېدلو مې ټکان وخوړ، ډاکټر نجيب مې هېڅ نه و خوښ، خو بيا هم په داسې مرګ يې دردمند شوم، په زړه کې مې ويل: دا خو د ملګرو ملتونو په دفتر کې و، هلته يې پناه اخيستې وه، هغو کسانو، يعنې مجاهدينو چې مستقيما يې ورسره دښمني لرله، هغوی مړ نه کړ، هغوی د نړۍ وال قانون لحاظ وساته، د دغو نويو حضراتو خو ورسره مستقيما دښمني هم نه وه، نو بيا يې ولې مړ کړ؟ او که وژلی يې نو لږ تر لږه تحقيقات خو به يې ترې کړي وو، محکمه به يې پرې قايمه کړې وه. بې محکمې او بې تحقيقه وژل خو ناسم کار دی. دا خبرې مې په زړه کې اړولې را اړولې.
وختونه تېرېدل، څو کاله پس د حاکم نظام يو عالم شخصيت مې مېلمه شو، د خبرو او مشغولتيا په دوران کې د ډاکټر نجيب الله د وژنې خبره راغله، هغه دغه وژنه په هر لحاظ ناسمه وګڼله، ما استدلال کاوه چې نجيب د خاد رييس و، بلها وژنې يې کړې وې، نو بايد د خپلو وژنو او ظلمونو په بدل کې وژل شوی وای، او ووژل شو.
هغه صاحب راته کړه چې، «که هغه وژنې کړې وې، نو بايد ګواهان تېر شوي وای، محکمه شوې وای او بيا قاضيانو پرېکړه کړې وای. تر څو چې د قاضي په وړاندې شاهدان نه وي تېر شوي يا د قاضي پر وړاندې متهم په رضا او خوښې سره بې له جبر او اکراه نه اقرار نه وي کړی نو په تشو اوازو يا د خلکو په عامو خبرو څوک مجرم نشي ثابتېدای. دا د پېغمبر صلی الله عليه وسلم خصوصيت او شان و چې د الله له جانبه به ورته وحي وشوه نو د وحي په رڼا کې به يې د چا د قتل حکم صادراوه، بل چا ته دا حق نه دی حاصل.»
هغه عالم شخصيت دا هم وويل چې، «نجيب الله چې وژنې کړي دي نو د محکمې د حکم له لاندې يې کړي دي، د هغه نظام مطابق چې څوک مجرم ثابت شوی سزا ورکړ شوې ده، بله دا چې شرع د آمر بالقتل الحرام او قاتل، يعنې د حرام قتل فاعل ترمينځ توپير کوي. دواړو ته يو شان سزا نه ورکوي، نو د دې ټولو خبرو سپيناوی ضروري و او بيا پرې فيصله کول په کار و.»
دغه عالم همداسې لګيا و او ما ورته غوږ نيولی و او د هغه علميت او انصاف ته حيران وم. دغه صاحب اوس هم ژوندی دی او يوه نښه يې دا ده چې په هرات کې په هغه نظام کې د استخباراتو رييس و.
5 thoughts on “د ډاکټر نجيب الله په هکله د يوه طالب عالم قضاوت”
  1. د اکټر نجیب بلا دې پر تاسو ټولو مجاهدینو او طالبانو شه
    دومره وژل چې تاسو مجاهدینو وکړل او دومره نور جنایات چې تاسو وکړل، که په دې حساب وی نو تاسو ټول باید یو یو په دار وځرول شی.
    هیواد مو له بیخ او بنیاد نه تباه او برباد کړ. د تاسو له لاسه اوس زمونږ ځوانان بې تعلیمه او تحصیله پاتی دی، خلک ډوډۍ نه لري.
    په زرهاو ځوانان نورو هیوادونو ته ځي
    او مونږ خو داسې خلک یو چې که مونږ ته مولوي یا ملا کومه خبره ونه کړی ، نو مونږ خپل عقل په مار نه اچوو، مونږ ته باید مفتخوار ملا ووایی چې څه سم دی او څه نه دی ، که نه نو خو مونږ خپله نه پوهیږو.
    افسوس چې مونږ په خپل هیواد کې ښونځي او پوهنتنونو درلودل، نو بیا به مو حال داسې نه وای

  2. ملگریه ته او ميلمه عالم دواڑو ته اوس سه اووايو ؟ ته نا پوھه ئ او که ميلمه كتابونه بار ،،،،،،،، عالم وو؟
    نجيب دپارہ گواھان غواڑے ، راشه سومره غواڑے چه زه ئ درته وڑاندے کم ۔
    زما ماما ھیس گناہ نه وه كڑے ۔او کابل کے خپل ویران موٹر جوڑولو ته تللئ وو ، بیا ورباندی دی اشرارو تور لگول شو .
    او نن ۳۷ کاله بعد مونگ خبر شو .دغسے زما یو ملگرے دھغه د تره زوو ، چہ نجیب ریجیم کی پیلوٹ وو ۔او په افغانانو د بمبار نه کولو په تور تر اوسه ولاڑ۔
    تاسے ته گناہ نشته زكه چه رشيد دوستم ، او مسعود ، اسماعيل خان ، شاه نواز ٹولو ته عدالت جزا ورکڑہ ۔

  3. اسلم صاحب
    مونږ ټول مسلمانان یو الحمد لله او لازم ده چې په هر څه کې د اسلام احکام مراعات کړو، خبره په دې کې ده چې په نجیب چې هره سزا تطبیق کېدای باید د قاضي او محکمې له لارې وای نه داسې په خود سرۍ سره ، دغه عالم د طالبانو یو ستر شخص دی او اوس هم په تحریک کې دی.

  4. ظالمه په ژړه دی کړم
    نجیب الله زمونږ اصلی قهرمان وه
    کاش چی اوس د نجیب په شان د اصلی قهرمانان وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *