د امازون درون

تاند- تېره اوونۍ امازون کمپنۍ بالاخره د ډرون یا بې پېلوټه الوتکې په وسیله د لومړي څل لپاره خپل یوه مشتري ته پارسل واستاوه.

امازون تېر کال ویلي و، غواړي چې خپلو مشتریانو ته هغه وسایل چې انلاین یې په بیه اخلي، د ډرون په وسیله ورسوي.

د امازون له لوري د ډرون په وسیله لومړنی پارسل د اخیستونکي له فرمایشه ۱۳ دقیقې وروسته ورورسول شو.

امازون وايي، له دې سره سم چې د کوم شي د اخیستلو فرمایش ورته وشي، پارسل چمتو کېږي او په اتومات ډول ډرون ته سپارل کېږي.

ډرون هم په اتومات ډول له جي پي ایس څخه په استفادې د ورکړل شوي ادرس لور ته روانېږي.

امازون شرکت د لومړني پارسل رسولو ویدو په خپله ویبپاڼه کې خپره کړې ده.

د امازون بې پېلوټه الوتکې تر نژدې ۳ کیلو پوري وزن وړلی شي.

دا شرکت همداراز وايي چې هدف یې دا دی چې له فرمایشه وروسته په ۳۰ دقیقو کې خپلو مستریانو ته پارسل ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *