مجیبالرحمن ساپی/
په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسلهوالو مخالفینو له لوري یو ځل بیا ډلهییزو بریدونو ته زور ورکړل شوی دی. تر ټولو تازه پېښې یې د پنجشنبې په ماښام په کابل کې پر یوه هوټل برید و، چې له امله یې یو ویشت تنه کورني او بهرني ملکي وګړي و وژل شول او دیارلس تنه نور ټپیان شول. همداراز د دوشنبې په ورځ د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر پوځي اډې د ډلهییز برید له امله یو تن بهرنی وژل شوی دی.
پردې تر شا
بریدونه پداسې حال کې تر سره کېږي، چې په وروستیو کې د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي سند پر سر د دواړو لوریو خبرو کومه پایله نه ده درلودلې او افغان دولت پر خپل دریځ ټينګ ولاړ دی.
ولسمشر حامد کرزي د امنیتي سند په تړاو مشورتي لویې جرګې ته ویلي و، په وروستیو کې، چې د امنیتي سند پر سر خبرې پیل شوي او مشورتي لویه جرګه را بلل شوې ده د افغان ځواکونو تلفات او د وسلهوالو مخالفینو له لوري بریدونه کم شوي دي. د ولسمشر حامد کرزي دغو څرګندونو ته په پام سره اټکل دا دی، چې د داشان بریدونو تر شا دې د نړۍ سترې استخباراتي کړۍ لاس ولري. پدغو بریدونو کې د نړۍ سترو هېوادونو استخباراتي کړیو لاس درلودل لدې امله شونې برېښي، څو د سند لاسلیک په موخه پر افغان دولت فشار راوړي.
په کابل کې پر یوه له برید څخه وروسته د کورنیو چارو وزیر د سند د لاسلیک غوښتونکی شو او یادونه یې وکړه، چې د سند په نه لاسلیک سره نه یوازې دا، چې وسلهوال مخالفین به سولې ته ونه هڅول شي؛ بلکې د بریدونو زیاتوالي اټکل هم شته دی.
د سولې خبرې
په کابل کې له برید څخه وروسته امریکا له وسلهوالو طالبانو غوښتې و، څو له افغان دولت سره دې د سولې خبرو ته مخه کړي. سپینې ماڼۍ ویلي و، چې د روان کړکېچ د پای یوازینۍ لار د سولې خبرې دي. خو د طالب ویاند ذبیحالله مجاهد له لوري د امریکا دغه وړاندیز رد شوی دی.
د وسلهوالو طالبانو له لوري د سولې خبرو رد او د دوشنبې په ورځ د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر اډې برید د دې ښکارندويي کوي، چې دغه ډله د سولې خبرو ته حاضره نه ده.
اما مریکا کولای شي پر پاکستان، چې د طالبانو اصلي ملاتړی دی د فشار له لارې دغه ډله له افغان دولت سره د سولې خبرو اترو ته حاضره کړي. دا هغه څه دي، چې تر دې دمه امریکا په رښتینې توګه نهدي تر سره کړي او له همدې امله د امریکا نیت په وړاندې شکونه زیات شوي دي.
باور دا دی، چې امریکا او پاکستان په ګډه له وسلهوالو طالبانو څخه ابزاري استفاده کوي، څو په بېلابېلو حالاتو او برخو کې د خپلو ګټو خوندیتوب په موخه ترې استفاده وکړي. په اوسنیو شرایطو کې دغه حالات امنیتي سند پورې تړاو لري او داسې برېښي سربېره پر دې، چې د سند لاسلیک لپاره افغان دولت د سولې شرط وړاندې کړی؛ خو د سند نه لاسلیک تر مهاله به د سولې په خبرو کې هېڅ راز پرمختګ ونهشي.
خوشې شوي زندانیان د جګړې په لیکه کې
د پروان ولایت په غوربند درې کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د ترسره شویو عملیاتو په پایله کې د پنځو تنو وژل شویو طالبانو جنګیالیو ترمنځ یو هغه کس دی، چې د بګرام له زندان څخه خوشی کړی شوی دی.
افغان دولت ته د بګرام زندان چارو له سپارلو څخه وروسته د ولسمشر حامد کرزي فرمان له مخې د بګرام زندانیانو دوسیو څېړلو په موخه یو کمېسیون جوړ شو. تر دې دمه د دغه کمېسیون لخوا شاوخوا شپږ سوه تنه بندیان خوشی کړی شوي دي.
له حقوقي پلوه دغه کمېسیون نهشي کولای په یوازې توګه بندیان خوشې کړي؛ ځکه د دوسیو څېړل د لویې څارنوالۍ او د حکم صادرول د سترې محکمې حق دی.
په وروستیو کې د ځینو رسنیو د رپوټونو له مخې ډېری هغه کسان، چې د بګران له زندان څخه خوشی شوي دي بیاځلي د جګړې ډګر ته یې دانګلي دي.
پدې کې شک نشته، چې د بهرنیو ځواکونو له لوري د نیول شویو کسانو ټوله برخه له وسلهوالو مخالفینو او ترهګرو سره اړیکې نه لري؛ بلکې پدې ډله کې داسې کسان هم شته، چې بېګناه دي او د پولې له سره بګرام زندان ته راوړل شوي دي. خو پر دې سربېره دا باور پر خپل ځای پاتې دی، چې خوشې شوي بندیان د وسلهوالو مخالفینو لیکي پیاوړي کوي او باید خوشې کېدو په اړه یې له پوره دقت څخه کار واخیستل شي.