تاند- د ډنمارک د نجونو د فوټبال د ملي ټیم افغان لوبغاړې د اروپايي سیالیو په لړ کې دوه ګولونه ووهل.
نادیه ندیم، چې د ډنمارک د ملي لوبډلې فارورده ده، د اروپا د ښځو د فوټبال په لیګ کې دوه ګولونه ووهل.
د نادیې ګولونو ته د نړیوالو رسنیو پام په دې هم زیات واوښت چې نوموړې د افغانستان ده چې ښځې پکې له خورا ابتدايي حقونو محروم دي.
پنځه ویشت کلنه نادیه وایي، په ۲۰۰۰ م کال لس کلنه وه چې د خپل پلار، مور او څلورو خویندو له مړینې وروسته له کابله ډنمارک ته په لېږد مجبوره شوه.
ادیه وايي چې فوټبال یې په ډنمارک کې د کډوالو په کمپ کې زده کړ.
د دې په وینا ډېر کلونه په ملي ټیم کې برخه ونه ورکول کېده ځکه چې په ډنمارک کې یې د مهاجرې په توګه ژوند کاوه او رسمي اسناد یې نه لرل خو په ۲۰۰۹ م کال، وروسته له دې چې د ډنمارک تابعیت او پاسپورت یې ترلاسه کړ، د ډنمارک د ښځو ملي لوبډلې ته وبلل شوه.
نادیه وايي، په لومړیو کې به یو شمېر افغانانو د دې خپلوانو ته پېغور ورکاوه چې ولې نادیه فوټبال کوي خو وروسته له دې چې یې نړیوال شهرت ترلاسه کړ، تلویزیونونو او ورځپاڼو ورسره مرکې وکړې، عکسونه یې په مجلو او ورځپاڼو کې خپاره شول، اوس هیڅ افغان پرې اعتراض نه لري بلکې ورباندې ویاړي.
سلام
غواړم چي پوه سم چي ولي د ناديه جاني د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي ؟ ایا په يوه چاودنه کي له منځه تللي که څنګه؟ او وي ډینمارک ته تللي؟
په درنښت
نادیه دی بریالی وی
نادیه زموږ ویاړ دی ،
د تاند څخه هیله کیږی چی د هغی د کورنی تراژیدی په هکله معلومات نشر کړي
ممکن خبر غلط لیکل شوی وی نادیه د خپل پلار د مرګ نه وروسته له خپلی مور او خویندو سره دنمارک کی پناه اخیستی ده
واقعآ شايد د ناديي جاني د تراژيدئ او د خپلو نيژدو له منحًه تللو خبر تاندوالو سم نوي خپور كرئ، آفرين به د ناديي جاني پر استعداد ووايو.
Nadim was born in Kabul and raised in Afghanistan until her father, an Afghan National Army (ANA) general, was executed by the Taliban in 2000.[2] Her family then fled to Denmark, where she began her football career, playing for B52 Aalborg, Team Viborg and IK Skovbakken, before moving to Fortuna Hjørring in 2012.[3] She made her Champions League debut in September the same year, scoring both goals in a 2–1 win over Scottish Champions Glasgow City.[4]
wikipedia