د بغلان ډنډ غوري مې په ړندو توپونو ورانیږي، بهانه یې دا چې طالب ځپو او له سیمې یې شړو. له درېو اړخونو پر ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین داسې هوايي بمبار او ځمکنۍ جګړه روانه ده ته به وای چې هلته انسانیت او افغانیت نشته. پردي نه هغه ځواکونه او  قوماندان د جکړې سر لاري دي، چې تل  همدغه بې وسه ولس یې ملا ورتړلې او د قربانیو ناره یې پورته کړې.

 د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین  جګړه د ولس د هوسایني که د بربادۍ لپاره؟ په دې هم پوهېږو چې جګړه تبلیغاتي ده، خو د جګړې زور ته په کتو حکومت له دې جګړه څخه ځان ته د لاسته راوړنې په توګه له رسنیو او خلکو سره داسې څه هم نه دي شریک کړي چې خپل ړانده توپونه پرې توجیح کړي.

 دا نه وایم چې هلته به طالب نه وي، خو دا هم وایم چې په دومره قوت سره هلته تګ به له راز خالي نه وي. د بغلان د ډنډ غوري په تازه جګړه کې چې د طالب د ځپلو په پلمه پيل شوې له پنځو سوو زیات هغه بې ګناه افغانان شهیدان شوي چې د اوسني حکومت د جوړښت غوښنه برخه  جوړوي. د سيمې اوسیدونکو او زیانمنو ولسونو د دې جګړې د زیانونو په تړاو په خپل ډول کې بې سارې خبري غونډه هم جوړه کړه، خو حکومت ( ولسمشر او اجراییه رییس) غوږونه داسې پرې مړه کړي ته به وايي، چې د دې خلکو مخاطبین نور دي.

 ولسمشره! آیا پر دې نه پوهیږې چې هلته  جګړه د څه لپاره؟ آیا پر دې هم نه پوهیږي چې پښتانه هلته په څه حالت کې دي؟ او آيا پر دې هم نه پوهیږې چې دغه جګړه په لوی لاس د چا د ځپلو  لپاره؟ د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه په ډېرو ولایتونو، هلمند، ننګرهار، کندوز، غزني، زابل……. او داسې نور کې روانه ده؛ خو چا پر حکومت د بغلان په څېر نیوکې نه دي کړې. حکومتي چارواکي تل  خلکو ته د قناعت په موخه دا متل وړاندې کوي په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي! هو! دا منو داسې نه چې د حلوا دیګ د کلي منځ ته یوسې او په لوی لاس هغه بې کناه افغانان پر وسوزې چې ستا هم ژبي ندي، ستا ناروا اوامرو ته غاړه نږدي، او بالااخر ستا  هغو څېرو ته احترام نلري چې د جهاد په نامه یې د ځکمې په سر یو ناروا کار هم پرنښود. دا هم د منلو نه ده چې د طالب پر پلمه او د یوې ماهدې د بدنامولو په خاطر خپل ټول هوايي ځواک او جنګي قطعات د ځانکړو کړیو په اشاره یوې مشخصې سیمې ته یوسې او هلته زورواکو او ملیشو ته لاره هواره کړئ تر څو د پښتنو باغونه اره،کورونه او کلي چور کړئ، ماشومانو او تور سرې یې ور شهیدانې کړئ، او په هسکه غاړه او ډيرې بې شرمۍ سره د بریا او توان خبره وکړئ. زړه بوښنونکې خبره خو دا ده چې داسې آوازې هم شته چې په ډنډ غوري او شهاب الدین کې د پښتون نسل د ورکیدو لپاره منظم پلانونه چمتو شوي او په سیمه کې د میشتو پښتنو کورونه به د حکومتي ځواکونو د سترګو پر وړاندې چور کړي. په بغلان کې د ظلم او زیاتي عواقب به نه جبرانیدونکي وي. حکومته! که ته رښتیا د خلکو هوساینه غواړې، او تکل لرې چې د هغوی سیمې امنې کړې لاړ شه په ننګرهار کې د داعش لمن ټوله کړه، په هلمند ، تخار، بدخشان، کندز، سرپل کې له لاسه وتلې ولسوالۍ بیرته له طالبانو تر لاسته کړه. په دې وطن نشې اباد ولی چې د خپلو بادرانو په اشاره او د میلشو په ملاتړ سره له بې کناه افغانانو د خپل رقیب غچ واخلې چې په سنګر کې ستا راتګ ته انتظار باسي، هغه رقیب او دوښمن ته چې ستا هم غاړی وژني هغه دوښمن ته چې ستا مشران سپکوي او دوښمن ته چې تا خوشالۍ ته نه پریږدي او هغه دوښمن ته چې په دیارلسو کلونو کې یې نه خوشالۍ او نه هم غم ته پرې ایښی یې. دا بیچاره ولس ولې اړ کوې چې د خپل سر ستاتنې لپاره ستا هغې دوښمن ته ورشي چې په لږ قوت سره به  د اوسني نظام سقوط ته نیږدې کړي. وړاندوینه! که د بغلان پر بیچاره ولس روان ظلم هم داسې دوام وکړي، بیا تاسو هم په لنډ وخت کې د ناروا اعمالو غچ اخیستو ته تیارۍ ونیسئ.   

One thought on “د ډنډغوري جګړه د چا پر وړاندې؟ حامد مایار”
  1. نوموړی جګړه له آره د جرمی اقتصاد او پښتنو ضد ذهنیت زیږنده ده. ۱- هغه مافیایی کړۍ چی د هیواد په اقتصادی شریانونو یی خولي ښخی کړیدی او د ملیټاریزم له لاری تغذیه شویدی هیڅکله هیواد، ملت او دخلکوګټو ته ژمنتیانلری،بلکه تل یی هڅه داده چی د هری پیښی نه اقتصادی او سیاسی ګټه او چته کړی.طالبان په جهر سره چیغی وهی چی د بریښنا پایی دوی ندی الوزولی او که یی دغه کارکړۍ وۍ نو دمنلو څخه یی هم نه ډاریدل، هغه متل دۍ چی وایی: چی ډول دترڅنګ دۍ،دوهلو د څه ننګ دۍ؟! مګر د ړانده ذهن اوځانی ګټوغلامان بیا هم خپله خبره کوی چی نه هغه دوی کړیدی.۲-دغه ځای ډیر د غوروړدۍ چی دغلته د حکومت او ځایی خلکو (پښتنو) تر منځ اولسی لوذنامه شویده، نو د پښتنو ضد ډلو دهمدی لوذنامی دسبوتاژکولو پخاطر دغه دسیسه په لاره واچوله. یانی په یوه غیشی دوی کوتری ویشتل، د بریښنا د پایو په اره کولوسره له یوی خوا د تیلو دمافیا ګټی او له بلی خوا د همدی پورته ذکر شوی لوذنامی سبوتاژ چی د پښتنی دود اودستور په رڼا کی شویده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *