خبرپاڼه

نېټه ١٣٩٢\٨\٢١

کندهار افغانستان ـ د ډنډ ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو له کندهار ولايتي ادارې وغوښتل چي د فوډ زون پروګرام دي په ډنډ ولسوالۍ کي هم پلي سي تر څو د ډنډ ولسوالۍ زراعت نوره هم وده وکړي.

د ډنډ ولسوالۍ ولسوال او د دغه ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو نن د غرمې وروسته د کندهار والي تر څنګ د مرستيال والي، د ولايتي شورا غړو او د زراعت د رئيس سره د نژدې وکتل او په دغه ليدنه کي يې د خپلي ولسوالیۍد امنيتي، پرمختيايي، ښې حکومتدارۍ او پوهنيزو چارو اړوند معلومات ورکړل.

د ډنډ ولسوالۍ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په معلوماتو کي وويل، چي د ولسوالۍ ټولي چاري په ښه ډول پر مخ رواني دي او هيڅ راز امنيتي او نوري ستونزي نه لري.

قومي مشرانو کندهار والي ته په خبرو کي وويل، چي د  ولسوالۍ ټول وګړي د يو بل سره هماهنګه دي او د دښمن په وړاندي ټول يو موټى ولاړ دي او چاته اجازه نه ورکوي چي په دغه ولسوالي کي ورانکاره فعاليتونه تر سره کړي.

د ډنډ ولسوالۍ قومي مشرانو په ننۍ غونډه کي د کندهار والي څخه غوښتنه وکړه، چي په دغه ولسوالي کي دي د فوډ زون پروګرام پلی سي تر څو دوی وکولای سي په دغه ولسوالي کي زراعت ته نوره هم وده ورکړي او د زراعت په برخه کي خپلي ستونزي حل کړي.

په ورته وخت کي کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالي ویسا د یادي ولسوالی د خلکو د پر مختګ او هماهنګی ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چي دا هیواد زموږ دی نو موږ باید چي د دغه هیواد ساتنه او حفاظت په خپله وکړو او څوک پرې نه ږدو چي کرغېړن اعمال تر سره کړي.

هغه دغه راز زیاته کړه چي د فوډ زون پروګرام به د کندهار د یو شمېر نورو ولسوالیو تر څنګ په ډنډ ولسوالي کي هم عملي کړي او د دغه ولسوالی خلکو ته به د ښه کار کولو په خاطر نور امتیازونه ورکړل سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *