تاند- د المپیک نړیواله کمېټه وايي، د یوه کوچني چیپ په وسیله په سپورتي لوبو کې د ډوپینګ مخه نیول کېدای شي.
ځینې لوبغاړي له داسې درملو او انرژیو کار اخلي چې موقتاً یې د بدن شیمه یا سېک زیاتوي. دا کار د سپورتي قوانینو خلاف دی او ډوپینګ بلل کېږي.
د المپیک بنسټ اجرايي ريیس مایک میلر باوري دی چې د سپورتي لوبغاړو له لوري د ډوپینګ د مخنیوي لپاره باید د لوبغاړو په بدن کې خورا کوچنی چیپ یا مایکروچیپ کېښودل شي.
میلر ادعا کوي چې د دغو چیپونو په وسیله انرژي زېږوونکي مواد پېژندل کېدای شي او لوبغاړي هم له انرژي لرونکو درملو خلاصېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې کارپوهان وايي چې د انسان په بدن کې د داسې چیپ اېښودل د هغه د شخصي یا خصوصي حریم د خوندیتوب په اړه اندېښنه رامنځته کوي ځکه چې د دې چیپ په وسیله د انسان د څرک لګولو امکان برابرېږي.
میلر د سپورتي لوبغاړو په بدن کې د چیپ ځایولو خبره د ډوپینګ د مخالفانو په یوه غونډه کې وکړه.
ده دا هم وویل چې دا ټکنالوژي تجربه کړای شوې او نتیجه یې مثبته وه.