د پنجشنبې په ورځ د خوست ولايت د مېلمستون په ودانۍ کې د ډيورېنډفرضي کرښې د دواړو خواوو ديني عالمانو او قومي مشرانو ترمنځ د ملي يووالي په نوم غونډه وشوه.پدې ناسته کې د دواړو خواوو په شته ستونزو خبرې وشوې، دوى په خپلو خبرو کې ځانمرګي بريدونه،د مسلمانانوناحقه ځورول او نور ترهګريز عملونه د اسلامي اصولو سره خلاف وبلل او ژمنه يې وکړه، چې ددې غيربشري عملونو په ضد به مشترکه مبارزه کوي.
دخوست د ديني عالمانو مشر مولوي شاه محمد،د سولې ولايتي کمېټې مسوول مولوي حنيف شاه حسيني او ديني عالم مولوي نصرالله قاسمي وويل ، دکرښې دواړو خواوو ته پښتانه اوسيږي، چې ټول د يوه دين،د يوې ژبې او ګډ کلتور درلودونکي خلک دي، نو په همدې اساس د يوه او بل په درد ودرديږي او د ستونزو پروخت يو بل ته د ورورۍ او همکارۍ لاس ورکړي.
ديني عالمانو وويل پښتنو تل د اسلام د مقدس دين ،خاورې او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د سر په قېمت دفاع کړي، نو اوس هم بايد د خپلو پلارونو په څېر د هغو کړيو په ضد مشترکه مبارزه وکړي،چې د دغه مېړاني قوم د ځپلو او وژلو لپاره يې بېلابېلې شيطاني دسيسې او پلانونه جوړ کړي دي.
ورپسې د شمالي وزيرستان ديني عالمانو مولوي محيب الرحمن،قومي مشر حاجي عمرخان وزير او حاجي جانان داوړ د پښتنو په اوسني حالت خبرې وکړې.دوى وويل د کرښې دواړو غاړو ته مېشت قومونه يو د بل وروڼه دي او هېڅ وخت به د چا په دسيسو يو له بل څخه بېل نه شي، خو دوى ددې يادونه وکړه، چې پښتون قوم د سختو حالاتو سره مخامخ دى، چې ددغه قوم يوازېنۍ ستره اشتباه بې اتفاقي ده، چې له امله يې دواړو خواوو ته پښتانه دا وخت د بد حالت سره مخامخ شوي دي.
د وزيرستان ديني عالمانو او قومي مشرانو ټينګار وکړ، چې د دواړو خواوو ترمنځ بايد دا ډول مشترکې غونډې دوام پيدا کړي، ترڅو د پښتنو قومونو ترمنځ تلپاتې يووالي،سولې،ثبات،ترقۍ او پرمختګ ته لار هواره شي او دهغو کړنو مخه ونيول شي، چې له امله يې په ناحقه توګه پښتون قوم د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شوى دى.
دخوست ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار وويل که چېرې موږ او تاسو پخپل منځ کې اتفاق او ملي يووالى غوره کړ، نو د ټولو هغو ستونزو او ځورولو مخه نيول کېداى شي، چې له امله يې په زياتره سيمو کې پښتانه د ژوند د ډېرو سهولتونو څخه بې برخې پاتې شوي دي.
نوموړي په دواړه خواوو غږ وکړ، چې د خپلو پخوانيو عنعناتو په پام کې نيولو سره د جرګو او مرکو دود راژوندى کړي او له دې لارې د خپل ځان او راتلونکي لپاره داسې پرېکړې وکړي، چې موجوده ستونزې په دايمې ډول پاى ته ورسيږي.
پدې مشترکه ولسي غونډه کې د خوست والي عبدالجبارنعيمي هم ګډون کړى وو.نوموړي ددې غونډې په جوړېدو د خوښي اظهار وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې د دا ډول مشترکو غونډو څخه خپلو ولسونو ته يوازې د سولې ، ثبات،امن او ورورګلوئ د ټينګښت پيغامونه بايد ورسيږي او ټولې هغه کړنې چې د اسلاميت او بشريت سره په ټکر کې دي،بايد وغندل شي او په وړاندې يې په پياوړي هوډ مبارزه وشي.
د نعيمي په خبره له شمالي وزيرستان څخه خوست ولايت ته شاوخوا پنځه ويشت زره کورنۍ راغلي، چې تر دې دمه يې اتلس زره کورنۍ ثبت شوې ، چې د ګلان د کمپ په ګډون ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ځايي خلکو سره په کورونو او حجرو کې مېشت شوي دي.ده وويل ددغو کډوالو سره د افغان حکومت د پالېسۍ سره سم انساني او بشري مرستې شوې او دا يې هوډ دى، چې د روغتيا، ښوونې او روزنې،سرپنا او نورو اړينو برخو کې ورسره د اسلامي مسووليت له مخې همکاري وکړي.همداشان د ملګرو ملتونو او خيريه موسساتو يې هم د پراخې مرستې غوښتنه کړي ده.
خوست ولايتي ادارې مشرتابه عبدالجبارنعيمي د غونډې برخوالو سره د وينا پرمهال وويل ، داسې کړۍ شته، چې پوره هڅه کوي، چې د راغلو کډوالو او د ځايي وګړو ترمنځ دبې باورۍ فضا رامنځته کړي، ترڅو دغه خلک يو پربل بدګومانه کړي او ددې لارې د بې اتفاقيو پلانونه بريالي کړي، خو زموږ غوښتنه داده، چې په دوامداره ډول د دواړو خواوو ديني عالمان او قومي مشران د سولې او اتفاق لپاره جرګې او مرکې ولري او ددې لارې د ټولو هغو بدبختيو مخه ونيسي، چې د کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو قومونو د ځورولو سبب کيږي.
د پروګرام په وروستۍ برخه کې د دواړو خواوو د ديني عالمانو او قومي مشرانو لخوا يو ګډ پنځه ماده ايز پرېکړه ليک صادر شو، چې پدغه پرېکړه ليک کې د دواړو خواوو ديني عالمانو او قومي مشرانو وايلي دي، چې پښتانه ، نه ترهګر وو، نه ترهګر دي او نه به هم ترهګر شي.نو په کار ده، چې په دواړو خواوو کې ديني عالمان او قومي مشران د ولسونو ترغوږونو پورې د سولې پيغام ورسوي او چاته ددې اجازه ورنه کړي، چې د پښتنو په سيمو کې غيراسلامي کارونه سرته ورسوي.
په پرېکړه ليک کې د افغان حکومت په ځانګړي ډول دخوست د ولايتي ادارې څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه شوې، چې د شمالي وزيرستان څخه د راکډه شويو کورنيو د ماشومانو لپاره د روغتيا او زده کړې په برخو کې لازم کار وکړي.
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
نېټه : ٢-٥-١٣٩٣ پنجشنبه