هیواد کي دریو ۳ لسیزو دوامدارې جګړې داسی کور پرینښود چي هلته موږ یتیم ،کونډه ،بوره ونه لرو .
دلته څوک د جګړې ډکر کي ووژل سو څوک بمباري سو څوک بیا ماینونو ووژل.
څوک چي جګړه کي ژوند دلاسه ورکړ میرمن یی پاته یتیمان یی پاته سول خبره داده چي ایا هاغه څوک چي ددی هیواد په جکړه کي ووژل سو ژوندیو کي چا دوژل سویو کسانو دکونډو ،یتیمانو پوښتنه وکړه چي دوۍ دماښام ډوډۍ لري ؟؟هاغه بچي چي دپلار ارمانجن دی نن ښوونځي ،کالي او کور لري ؟
که حقیقت وپلټوو زرګونه میندي چي کونډي سوی دي نن کور ،کالي او خوراک نه لري خپلو یتیمانو ماشومانو ته ښوونځي ،مدرسه نه لري بس پلار یی دهیواد جګړه کي قرباني سو یتیم بچی یی نن ښار کي کاغذونه ټولوي یا یو ځای کي مزدوري کوي .
راځو دیته چي چي تر نورو ستونزو به راتیر سو دیتیمانو دزده کړو پر ستونزو به وږغیږو ایا دچا پلار چي دهیواد دجګړي قرباني سو نن یی بچی ښوونځي لري ؟؟؟
دا چي موږ له اتو ۸ کلونو نه پر دي کار کوو څومره ماشومان دزده کړو بي برخي دي دلته موږ هم لا تر اوسه لیرو پرتو ولسوالیو کي ښوونځي نه لرو ښوونځي دماشومانو پر مخ بند پاته دي یوازي به یتیمان ماشومان راوخلوو چي ښوونځي نه لري ددولت مشرانو نورو ادارو یی دزده کړو غم خوړلی دي ؟؟
دا څو کلونو چي هر کال نوی راسي نو موږ دهاغو ولسوالیو یتیمان ماښومان ښار ته راولوو ترڅو دلته یو ښوونځي کي داخل کړو او دزده کړو غم یی وخورو .
تر نورو کلونو به تیر سو څو وخت وړاندی ګرمو سیمو کی نوی تعلیمي کال پیل سو موږ هم دتیر په شان بیا دیتیمانو ماشومانو ښار ته ښوونځیو راوستلو لپاره پوره تیاری نیولی وو دهاغه ولسوالیو مو دا کار پیل کړ چي هلته ښوونځي ،مدرسه نسته تقریبا تر ۲۶۶ پوري مو یتیمان او غریب ماشومان ښارونو ته راوستل اوښوونځیو کي مو داخل کړل دلیلی ځای او نور ټول کارونه مو ورته خلاص کړل .
دلته چي به مو هر یتیم ماشوم له کوم کلي نه ښار ته درس ویلو ته راوستي نو دبل یتیم مور به هم خبره شوه چي زما لپاره هم ددرس غم وخوره داسی دډیرو میندو هیلي وي چي بچیان یی درس ووایی اینده یی روښانه سي خو د ډیرو میندو هیلي همداسی نیمخوا پاته سوي .
علت څه وو ؟ موږ یو غیري دولتي ټولنه یو دا هرڅه مو چي وکړل خپل او دټولني همکارنو او یو شمیر نورو با احساسو کسانو په مرسته مو وکړل او غوښتل مو دهري مور دا ارمان پوره کړو زوی ته سږ کال دزده کړو غم وخورو خوولی مو ونکړل ؟؟؟
د وزیر نه تر عادي ښوونکي څخه مو کومک غوښتنه وکړه چي ښارونو کی راته ځای برابر کړي موږ یتیمان راولوو دلته درس ووایی خو هیچا مو ږغ وانه ورید نه ریس کومک کاوه نه مدیر نه مو مشر ږغ اوریده نه کشر بس همداسی ناهیلی پاته سو تر ۲۰۰ نه زیاتو یتیمانو غم وخوړل سو هیله مو وه چی دزرګونو یتیمانو ددرس غم وخورو خو زموږ سره هیچا همکاری ونکړه دهاغو سوونو میندو هیلي لا همداسی پاته دی نن موږ دهاغو میندو چي ولسوالیو کي اوسي جواب نه لرو دوی راته حالونه لیږي چي زموږ دبچو لپاره هم ښار کي ددرس غم وخوري خو زموږ ناوسي ددولت نه همکاري همداسي پاته دهځکه دنو دډیرو میندو هیلي نیمخوا سوي .