اوسنیو ډیناسورانو د الوت ډېرې پېښې وکړې، خو نه والوتلای شول او نه پکې هغه رعب او داب پاتې، چې تاریخ کې ثبت شي او د یو مثبت ټکي په توګه ساینسپوهانو لپاره حد اقل د راتلونکي یوې لسیزې ګرمه موضوع ولري.

د ارګ تر ارماني چوکۍ د لنډېدو خوبونه ډېرو ولیدل، چا ورته استخارې وکړې، چا ځان ور پورې سرېښ کړ، چا ورته تورې ږیرې سپینې کړې، وړې یې ورته اوږدې او اوږدې یې ورته لنډې کړې، خو دا ارمان یې تر ننه بې ثمره ښکاري.

چې په یوازې ځان ونشوه، نو ډلې یې جوړې کړې، هسې خو هم له ډلو وېره په کار ده، خو ډلو یې هم له یو څو ماښامونو ډېر دوام ونکړ.

دوی لکه فیل مرغ ډېر پورته پورته وغورځېدل، خو خپله مخه یې نه لیده، چې چېرته ځي، له چا سره ځي او په کومو اصولو او اساساتو مخ پر وړاندې تګ کوي؟

نن هغه معاهدې ټولې په اوبو لاهو شوې، چې پرون یې د ولس له موټو د رایو کارتونو شکولو لپاره وکړې. د کابل له مشهورو هوټلونو هر ماښام لسګونه پولیس چاپیر ول ـ څه خبره ده، سیاسي لیډران راټول شوي دي. اما نن ځای شته؛ جولا نه!

د ټاکنیزو مسایلو له ګرمېدو تر پرونه مې له رسنیو سره د ډېرو نوماندانو مرکې، خبرې او تحلیلونه واورېدل، خو له اشرف غني احمدزي پرته د نورو په تحلیل، خبرو او راتلونکو پروګرامونو کې نه وزن و، نه حالاتو او شرایطو ته د هغه په اندازه ځواب ویونکي ښکارېدل.

د راتلونکو پروګرامونو په اړه پوښتنو ته د ډېرو کاندیدانو ځوابونه بېرته په احتمالي پوښتنو ځوابېدل. که داسې شوي وای، نن به داسې و، زه به بیا پلان جوړ کړم. …

په ټولنیزه میډیا کې دې ډلو ته د ډیناسورانو ترکیب کارول کېږي، دلیل یې هم روښانه دی. نومونه او جوسې یې له ډیناسورانو غټې دي؛ اما فکر، استدلال، منطق او په اوسنیو شرایطو کې په شته امکاناتو له حالاتو د افغانستان د خلاصولو طرحه نه لري.

د سیاسي ټکی باید له خوشبختۍ ځکه ورسره یاد شي، چې ښه ده، د پخوا په شان خو له توپ او ټانګ سره میدان ته نه راوځي.

له سره ددې سیاسي ډیناسورانو انتخاباتي غونډو ولس ته هرڅه عیان کړي و، خو په سیاسي غلبېل کې چاڼ شوو ډیناسورانو غوښتل یو ځل بیا په انتخاباتو کې له ولسي ادرسه د خپلو نقشو عملي کولو مهلت ومومي.

بې باوري:

له یو څو ماښامونو ظاهري اتحاد پرته ډیناسوران پخپل منځ کې بې باوره شول او لکه ترهېدلې رمه د رهبر، رعیت او غړي تفکیک ونشو.

څوک چې پخپل منځ کې بې باوره وي، نو ولس ته به د باور له کومې زاویې د خدمت کړکۍ خلاصه کړای شي؟

سیاست لوبه ده، خو لوبه هم ځینې اصول لري، چې ترې سرغړونکي له صحنې اېستل کېږي او یا په غالیجن پېژندل کېږي. د سرغړونې مډال خو لا له وړاندې د یو شمېر ډیناسورانو پر غاړو پورت دی؛ اما د ولس له رایو سره د غالۍ او دوکې څرک یې نوی دی، چې پته یې له همدې سره ولګېده.

په ټولو لاسلیک شویو سندونو د خپلمنځي احترام او درناوي شرط په سر مهر شوی، اما یو له بله ګیله من ډیناسوران چې کله خپلو تګلارو ته ژمن نه پاتې کېږي، نو ولس ته به څه پاتې شي؟

دا له دوو رازونو پرده پورته کوي، یو: د سیاسي پوهې د نه لرلو اثبات، چې له سره یې په دوکه او چل غوښتل میدان خپل کړي او دویم: خپلمنځي بې اعتمادي.

هغسې چې پروني ډیناسوران، کعبې او قران وهلي پېژندل کېږي، ننني به هم سبانی نسل ډالر وهلي او دروغجن پېژني، ځکه اهداف او برنامې یو شان دي، خو یوازې ځایونه او لباسونه بدل دي. پرون قران د تجمع او دین د یووالي لپاره د وسیلې په توګه کارېدل، نن ډالر. پرون لونګۍ وې، نن نیکټایي او بالاپوش.

فقر ځپلی ولس هم د پوهې، استدلال او منطق پرځای په لباسونو پسې روان دی، د چا په لونګی او د چا په نیکټایي غولېدلي.

مه ویرېږﺉ، پدې ډیناسورانو کې هغه پخوانی زور ندی پاتې، چې په یوه شپه به ښار تالا والا کړي او لکه د خیالي امریکایي فلمي اتلانو په شان به مو ذهني ارادې مازې د خپل سر په اشاره در واړوي.

د خپل انتخاب لپاره معیار غوره کړﺉ، قدونه او قوارې مه اندازه کوﺉ، سرونه هم مه اندازه کوﺉ، ځکه ډېر لوی سري شته، خو ماغزه پکې نشته.

یوازې علم، پوه، منطق، استدلال، په شته امکاناتو حالاتو ته ځواب ویونکي او تجربه شوي به یې ګټي. پدې مشخصاتو سړی تاسو پخپله پیدا کړﺉ او دا دروند مسوولیت ور وسپارﺉ!

8 thoughts on “د ډیناسورانو ټاکنیز اتحاد/ حزب الله اتل”
  1. ډیره ښه تشبیه او ښه استدلال. آزمویلی مه آزمایی. د جبل السراج او کولاب امپراطوریانی مو ولیدلی. د کعبی شریفی قرآن خواره مو لا پخوا پیژندلی دی. هغوی چی ږیری یی پرون تر پښو رسیدلی او اوس یی لکه د ایرانی ملایانو مازی ریښی پریښدی هم لیدلی چی خپل منافقت یی په اثبات رسولی دی.
    یواځی هغه چاته رایه ورکړی چی د هیواد خیر او سلامتی غواړی.

  2. اتل صاحب په قلم مو برکت شه، ډیره مهمه او اساسی موضوع مو په ډیر ښه انداز چی طنز، هم پکښی کاریدلی ګرانو وطنوالو ته تشریح کړی

  3. مننه اتل صیب! حقیقت همدا دی چې مونږ باید هغه چاته رایه ورکړو چې د اسلام او افغانستان لپاره د زړه له کومي کار وکړي او د بي وزله افغانانو په ټپونو د مالګي اچولو پرځای د ملهمو پټۍ کیږدي

  4. دلته هره ورځ د شهرناپرسان په سلګونه او زرګونه ځله تکراریږي،که لږ د پوښتنو جرئت او مسولیت پیدا شي،له هغو چارواکو به پوښته وشي چې رسنیو ته یې دیو غر په بل ویشته.

  5. اتل صا حب : که راسره نږدی وه یو تر یخ چا ی ورسره بیسکیټ به می در با ندی خوړلی وه
    وای: څوک څان جوړوی څوک جها ن جوړوی
    زموږ اولس فکر کوم نور ویښ او بیداره دی هغه چا ته به رایه ورکوی چه جها ن جوړوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *