تاند- په کونړ او باجوړ ایجسنۍ کې مېشت مومند قوم په یوه ګډه جرګه کې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د سولې د ټینګېدو پرېکړه وکړه.

د پاکستان تریبیون ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي چې د مومندو دا قومي جرګه د جمعې په ورځ د مومند او باجوړ ایجنسۍ د برخالوزو او ترخو په سیمو کې د کونړ او باجوړ د قومي مشرانو او ملکانو په ګډون جوړه شوه.

ورځپاڼه وايي د جرګې برخوالو وویل چې د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د سولې د راوستلو په اړه قومي مشران موافقې ته ورسېدل او وپتېیل شوه چې قوم به د دې هدف لپاره له نورو سره همکاري کوي.

د افغانستان د کونړ له لوري د جرګې په دوه ویشت غړیو کې مولوي عبدالحکیم، حاجي شاه محمود، مولوي عنایت الله او حاجي جان ولي او د مرورې ولسوالۍ ګل محمد شامل ول.

افغان مشرانو وویل چې دوی به هم ژر د خپلو سیمو جرګه وروبولي او د مومند ایجنسۍ د جرګې پرېکړې به پکې تایید کړي.

په دواړو جرګو پسې به د ډیورند کرښې د دواړو خواوو د قومي مشرانو او سپین ږیرو یوه لویه جرګه جوړه شي.

مومند قوم د ګڼو نورو پښتني قومونو په شان د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته اوسي خو د انګرېزانو له لوري د ډیورنډ په نوم ایستل شوې کرښې د دوی ترمنځ ورورګلوي نه ده ختمه کړې.

ویل کېږي چې په سیمه کې د طالبانو د فعالیتونو او د هغو په وړاندې د پاکستاني پوځ اقداماتو د ډیورند کرښې د دواړو خواوو د مومندو ترمنځ تګ راتګ او خپلوۍ اغېزمنې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *