تاند- په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان امریکايي جنرال جان ایف کېمبل نن /پنجشنبه/ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په اصلي مرکز کې د دغه هیواد له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره وکتل.
د پاکستاني خبري اژانسونو د راپور پر اساس، دوی په دې کتنه کې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د همږغۍ او همکارۍ پر ډېرېدو خبرې وکړې.
جنرال کېمبل او جنرال راحیل شریف په داسي حال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پولو کې د همکاریو او هماهنګیو پر زیاتېدو خبرې وکړې چې پاکستان له یوې خوا د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د تاسیساتو جوړول پیل کړي او له بلې خوا یې د ننګرهار او کونړ پر درو ولسوالیو توغندويي بریدونه کړي دي.
د دغو بریدونو په وړاندې د احتجاج د څرګندولو په خاطر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان رسمي اعتراض یې ورکړ.
له بلې خوا د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو ځانګړي مرستیال طارق فاطمي، چې واشنګټن ته تللی دی، د متحدو ایالتونو د ملي امنیت له سلاکارې سوزن راييس سره په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلي فاطمي د امریکا د ملي امنیت سلاکارې ته د افغانستان د سولې د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د لومړي ځل لپاره د روانې جولای په اوومه اسلام اباد ته نژدې د مري په تفریحي ښارګي کې د امریکا، پاکستان او چین د استازو په حضور کې مخامخ خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې خبرو ته به دوام ورکوي.
راپورونه وايي چې په یوه اوونۍ کې به بیا دواړه افغان لوري خبرو نه کښېني. دا ځل به د افغانستان د حکومت پلاوی د اوربند غوښتنه وکړي او ځیني خبرې سرچینې وايي چې ممکن طالبان له دې وړاندیز سره مخالفت ونه کړي ځکه چې د افغانستان حکومت د طالبانو اساسي غوښتنې ته، چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو وتل دي، مثبت ځواب وايي.
د جګړې د بندېدو په صورت کې امریکايي پوځیان د ۲۰۱۶ م کال تر پایه له افغانستانه وځي.