اسم هجران –
«پاکستان غواړي له افغانستان سره په ګډه پوله اغزن تار وغځوي او ټولي لاري و تړي. د افغانستان حکومت د قومونو او قبایلو وزارت له ادرسه ددي چاري غندنه کړيده. د تاریخي اسنادو او قوانینو له مخې د ډیورند کرښې په هکله د افغانستان دعوه پوچه او باطله ده… د ملي یووالي حکومت باید د تاریخي اسنادو او نړیوالو واقعیتونو او همداراز د پښتونستان داعیې د ترخو تجربو په رڼا کې د ډیورند کرښه د دواړو هیوادونو ترمینځ د رسمي پولې په توګه وپيژنې…»
دا د درې ژبې (ماندګار) ورځپاڼې سرمقاله چې پدې وروستیو کې یې خپره کړيده. له دې سره سم دا خبرهم په رسنیو کې خپور شو چې د ملې یووالي حکومت اجرایې رییس ډاکټر عبدالله له پاکستاني پلاوې سره د لیدو په مهال د ډیورند کرښه د دواړو هیوادونو ترمینځ پيژندل شوي رسمي پوله بللي ده. بیا هغه د پښتو متل ده چې وایې(غم له غمه نه شرمیږي!) د ملي ګنګري د ګوند مشرلطف پدرام په یوه خبري غونډه کې ډیورند د افغانستان او پاکستان ترمینځ یوه پيژندل شوي کرښه وبلله او ټینګار یې وکړ چې ددې ستونزي په هواري سره به له پاکستان سره په همکاري کې په سیمه کې سوله او ثبات مینځ ته راشي. په همدي مهال په رسنیو کې یو بل خبر هم خپور شو چې یوه لوړ پوړې روسیې نظامي پلاوې د پاکستاني پوځیانو په بلنه او ملتيا د وزیرستان څخه لیدنه کړي او د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې د پاکستاني لوري د ترسره شوو بریاو په هکله معلومات ترلاسه کړل، او دا هم وویل شو چې د پاکستان او روس په ګډو هڅو سره به ژر په مسکو کې د افغانستان د سولې په هکله د ۱۴ هیوادونو یوه غونډه جوړه شي. دا چې پایلې به یې څه وي؟ دا به پخپله وخت ځواب ووایي.
اوس خبره داده چې له روانو حالاتو څخه داسي جوتیږي، چې د پښتنو په سیمه بیا یوه کومه خونړي او ناروا رزمې حماسه را روانه ده چې د سون مواد یې بیا هم دا خوري وري پښتنې پرګنیې وي، او یا هم د یو بلي ستراتیژي د مخنوي په موخه د خلکو د ذهینو د اړولو لپاره داسي هڅې ترسره کیږي، چې پدې سره هم بې ځایه حساسیتونه را پارول کیږي. کنه! په یوه وخت دا خبري څنګه ممکنه دي چې را برسیره کیږي؟!، دا به هم ژرمعلومه شي.
خو ترکومه چې د ډیورنډ کرښې د اهمیت او ماهیت مساله ده، نو دا داسي اساني خبري نه دي چې هرڅوک د خپلي ارزونې او انګیري په دا ډول وکړي له کوم بهیر یې چې اوس په رسنیو کې په ډاګه کیږي. د ډیورنډ کرغیړني کرښې د فرضی ترسم په هکله خو څه تاریخې تیروتنې زموږ د مشرانو هم دي او څه د یار په جامه کې د اغیارو د لمسونو پایلي هم دي چې دا غمیزه یې د پښتون قوم په ټټر ورتیره کړي او اوبه یې په ډانګ سره بیلي کړي، سیمه یې د اور په لمبو سره ستي کړي او میشت وګړي یې دا ستونزي او لانجې ګالي. اګرچې د تاریخ په اوږدو کې ډیري داسي ناخوالي شتون لري چې د سیمې په خلکو بیا په تیره په پښتنو په زوره تپل شوي، خو دا هم د تاریخ یو جبر او منل شوي حقیقت دی چې یوه ورځ به دا هرڅه مات او د تیرو افسانو بڼې به غوره کوي. ځکه د پښتونخوا سیمه د افغاني هیواد یوه برخه ده چې ټولو ملي ویاړلو اتلانو او غازیانو چې د سومنات، پانې پت او ورته نورو فتوحاتو د ترسره کولو لپاره جنګې ستراتیژي جوړي کړي او بیایې بشپړه کړي، نو د سنګر او بیا پلازمینې په توګه یې هغه له برم ډګ ځایونه ټاکلي او بیا پرمخ تللي دي. اوس نو که څوک له دې تاریخي حقیقت څخه سترګي پټوي، نو دا د ورځ له رڼا سره د کونک د نه منلو په معنا ده او د سیاسي بصیرت د نشتون راز یې هم په ډاګه کوي. همداراز که دا ننګونې ملي حماسه نه ګڼې، نو دا ډول څرګندونې عالمګري نه، بلکه د بیلتون خوښې او تنګ نظري نښې له ورایه جوته وي. پکارده چې هیواد شموله ټولې پرګنې یې مخې ونیسې، ځکه د دوي دا ډول دریزونه د ملي ګټو په زیان دي او وروستي پایلې به یې هم تباهي وي. د کمزرو دریزونو لومړي نښه یې داده: دوي استدلال کوي چې ډیورند کرښه دي ومنل شي؟!! چې دا پخپل ذات کې مقابل لوري ته د ماتي سرټیټول دي، بیا احیآ که دا کار و هم شي، هغه کم ظرفه او کمه اصله پنجابي غلیم که په اوږو سپور هم کړو بیا به هم دا فریادونه کوي چې«وره نونه د راخوږ کړل». بله داچې ډیورند کرښه لکه چې مخکې یادونه وشوه، یوه بې ساري او د اهمیت وړ موضوع ده، چې پدې هکله له ملې اجماع او نړیوال علمې فورم پرته هیڅوک هم حق نه لري چې پدې هکله کومي پریکړي وکړي. که دوي دا فکر کوي چې ډیورنډ کرښه او معامله هم د هیواد د کابینې د کرسیو په شان د زوریاتي مسله ده او پخپله خوښه به په هرڅه بریا ومومي، نو دا یو خوب، خیال او جنون دي؟!!. دوي باید له دې تاریخې ارزښت څخه هم سترګي پټې نه کړي، چې د لري پښتونخوا اوسیدونکو په معاصر دور کې د ورسيې ښکیلاګرو د تیري په مقابل کې د خپلو افغاني ورڼو د مرستې لپاره څنګه په زغرده د رزم ډګر ته راودانګل او ښکاره دریز یې غوره کړ. د کډوالو پنډغالي، د مجاهدینو د اوسیدو مرکزونه پدې پښتنو سیمو کې وو، او د ورسي یرغلګرو د ګواښ او بمبار موخې هم همدا ځایونه وو. غلیمو زبرځواکونو په نړیواله کچه خپلي ټولي وسیلي په کار واچولي خو د پښتنو د غرور څلې یې وران نه کړل. خو بیا کله چې د مستانو اهداف تر لاسه شول، نوهیچا هم د مننې په اندازه د څو ټکو یادونه هم ورته ونه کړه. اوس نو که څوک د ډیورنډ له تاریخې ارزښت څخه سترګي پټوي، نو پدې سره بې ځایه حساسیونه هم راپاروي او که د نورو په لمسون د ویري او ډار آوازي خپروي او یا هم د زبرځواکونو د خوشحالي او غوړمالي په موخه داسي هوتي بوتي وايي او ډنډوري غږوي. نو په رښتیا هم چې تیروتلي، غولیدلي او د ناپوهې ښکار شويدي. ځکه چې وايي:
دا متل ده که د خوړ کاڼې پاسته وايي – کیدړانو به یو هم پريښودي نه وايي