څو میاشتې وړاندې، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي رامنځته کېدو له امله د تورخم او چمن په شمول د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ ټولې لارې وتړل شوې، نو زموږ ډېری ځوانانو او سیاسي څېرو کوکې وهلې، چې د ډیورنډ کرښه دې ورسره همداسې تړلې وي، تر څو له کرغېړن پاکستان (په اصل کې کوزه پښتونخوا) څخه “مردارې غوښې او بوینې مالټې” رانشي. دوی افغان کډوالو ته دا پیغورونه هم ورکول، چې نور دې نو له پاکستان (په حقیقت کې د کوزې پښتونخوا) له خاورې څخه خپل هېواد (بر وطن) ته راشي. خو نن بیا په یاده کرښه د پنجابي پوځ لخوا د اغزن سیم د اچولو په خبر له خپل پروني غږ سره په ۱۸۰ درجې توپیر سره د لر او بر یو افغانانو پر وېشلو سورې وهي. نن بیا د ډیورنډ کرښې د نه منلو خبرې کوي او د پاکستان تر څنګ په افغان دولت پسې هم سپکې سپورې وایي. د دغسې خلکو فکري تناقضات د حیرانتيا وړ دي. پرون هم که د ډیورنډ کرښې تړل کېدو له امله چا ته زیان اوښت، نو هغه د کرښې دواړو خواوو ته پښتانه وو. که افغان کډوال هم پراته دي، نو ۹۵ سلنه یې د پښتونخوا پر خاوره ژوند کوي. خو پرون د ډیورنډ د کرښې د تل لپاره د تړل کېدو خبرې کېدې او نن بیا د دغې کرښې د نه منلو؟؟؟
چې تر څو مو د لوستې طبقې دا حال وي نو لوی افغانستان به یوازې یو خوب، د سیاسيونو لپاره د سیاسي دوکاندارۍ یوه بهترینه آله او د افغان وژنې یو له سترو عاملونو څخه وي. د ډیورنډ کرښې موضوع راپورته کول په هغه وخت کې مؤثر دي، چې د کابل ټپونو نسبي ټکور اخیستی وي. کرزي صیب لوی کندهار او لویه پکتیا یو کړي وي؛ پنجشېر او کونړونه یوه خوله وي. اسفندیار ولي خان او محمود خان کوټه او پېښور سره همغږي کړي وي او د وزیریستان د خلاصون غږ په یوه خوله پورته کړي. د کرښې دواړو خواوو ته وطن د شلو ټوټو پر ځای دوه ټوټې پاتې وي، هغه وخت به دغو دوو ټوټو دومره توان موندلی وي، چې سره یو او واحد لوی افغانستان بیا په وجود کې راشي. تر هغې ډېر مزل دی؛ له احساساتي سیاستونو تېر شئ او پر عقلانیت ولاړ سیاست وکړئ.
یو بل لوی فکري تناقض دا دی، چې زموږ ټول سیاسیون او عام خلک دا وايي، چې حکومتونه نه، بلکې د ډيورنډ کرښې دواړو لوریو ته پراته ولسونه یوازې د یادې کرښې د برخلیک په اړه پرېکړه کولای شي، خو د بر وطن افغانان بیا په دې هم باوري دي، چې د کوزې پښتونخوا له ۹۰ سلنه څخه زیات وګړي کلک پاکستانيان دي. په بر وطن کې هم د پدارم په څېر په زغرده او یو شمېر یې په غیر علني ډول له ډیورنډ کرښې ورتېر دي. دغې حقیقت ته په کتو سره په اوسنیو شرایطو کې که د ولسونو په خوښه د ډیورنډ د برخليک پرېکړه کيږي، نو نتیجه به یې د ډیورنډ کرښې په نړیواله رسمي پوله بدلېدل وي. نو بایده دي، چې د ډیورنډ د کرښې نه منلو د سورو وهلو پر ځای، د نه منلو لپاره یې د دواړو خواوو د افغانانو پر ذهنيتونو او هغه څه عملاً کار وشي، چې د لوی افغانستان وجود یقيني کوي. که خبره یوازې تر منلو او نه منلو پاتې شي نو هغه ورځ لرې نه ده، چې له مجبورۍ به مو پېښور او کوټه وربښلي وي.
بل لوی فکري تناقض دا دی، چې په بر وطن او کوزه پښتونخوا کې د پاکستان ضده حلقو یوه لویه برخه د لوی افغانستان پر ځای د پښتونستان نعره اوچتوي. که دوی پښتونستان د لوی افغانستان د یوې برخې په توګه غوښت نو بیا به هم سمه وه، خو دوی یوازې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته پښتون میشته سیمې د یوه جغرافيایي واحد او مستقل هېواد په توګه ليدل غواړي، چې دا په هيڅ صورت معقوله تګلاره او فکر نه دی. د یوې جلا شوې ټوټې رایوځای کول او د بلې ابدي ټوټې جلا کول، هيڅکله هم د تحمل وړ ندي. جالبه دا ده، چې دغه خلک د باچاخانۍ دعوه هم کوي او ځانونه مترقي هم ګڼي، خو ښايي دوی په دې پوه نه وي، چې نه پاچاخان تاجک، ازبک، ترکمن او ټول هغه قومونه د افغانانو په توګه پېژندل، چې د افغانستان په جغرافيه یې ژوند کاوه او د دې هېواد تابعيت یې درلود. مترقي (Progressive) فکر هم د دې تقاضا کوي، چې د ژبې، نسل او مذهب په نوم باید جغرافيایې ونه وېشل شي.
بله فکري مغالطه دا ده، چې هر افغان وايي، پاکستان مو دښمن دی، خو دغه دښمني، چې نوموړی هېواد د کومو ډلو په واسطه پالي، د هغوی د وحشت په وړاندې یې اکثریت چوپه خوله پاتې دي. که دستور د راولپنډۍ له هېډکوارټر څخه ورکول کيږي، خو عملي کوونکي یې د کوټې، پېښور، قطر شوراګانې او د هر هغه جومات چڼی دی، چې د پنجاب دغه پلانونه عملي کوي. که پنجاب مرده باد وي، نو مزدور یې باید سل وارې مرده باد وي، که نه وي نو د دغو سورو فایده څه شوه؟ که ډيورنډ نه منې، په اوسنۍ جغرافيه کې دننه د پنجابي لاسپوڅو لخوا په سلګونو سرې کرښې، چې هيڅ ليکوال، سیاسیون او د فکر سړی ترې له ډاره نشي تېرېدای، څه نوم ورکوئ؟ آیا له تاسو یې شل سلنه هم خپلو کلیو ته د تګ لپاره زړه ښه کولای شئ؟ که په کلي او لارو کې د حاکم وحشت او ډار له وېرې تر ښارونو محدود یئ؟ دغو خطونو څه نوم ورکوئ؟ ذولفقار علي بوټو کرښه؟ جنرال ضیاءالحق کرښه؟ نصيرالله بابر کرښه؟ جنرال مشرف، راحيل شريف، آصف باجوه کرښه که رضوان اختر او ….. کرښه؟ د پاکستان د تالي څټو قاتلانو پر وړاندې دوه ګونی دريځ مو د اسلام اباد تبر ته لاستی اچوي. هغوی نړۍ ته ښیي، چې افغانان (د دوی په خبره) د افغان دولت پر وړاندې د مشروع وسله وال غورځنګ ملاتړي دي/ پر ضد نه دي، او افغان حکومت پر پاکستان بې ځایه نيوکې کوي.
تر اسلام اباد او لاهوره خو مو لاس نه رسيږي، له کوټې، پېښور او نورو لاسپوڅو شوراګانو یې نفرت وکړئ، د دوو رکعتونو د هر هغه جاهل ملا پر وړاندې ودرېږئ، چې په افغانستان کې یې د ډیورنډ په څېر په سلګونو نورې کرښې درته ويستلې دي، چېرې چې یوازې د مرګ او اجل له سند پرته په بل کوم سند سفر هم نشئ کولی. که مېښه (پاکستان) خفه کول غواړئ، نو کټي/ بچي (ترهګر) ته یې ډب ورکړئ.
زموږ بله او تر ټولو لویه ستونزه د احساساتو په ګرد او غبار کې د منطقي لارې ورکول دي. د ډيورنډ د کرښې په اړه په بحث کې آن زموږ لوړپوړو مسؤلينو او کارپوهانو وويل او لا هم وايي، چې پر ډيورنډ معامله، پر خپله مور معامله ده؛ خو چا هم دا ونه ويل، چې څرنګه پر دغه مور له معاملې څخه د ځان ژغورلو تابیا ونيسو؛ څرنګه د مجبوریت له هغه ممکنه حالت څخه ځان وژغورو، چې پکې د مور پر سر معاملې ته تیارېدای شو. د ډيورنډ او د لوی افغانستان د یوې واحدې جغرافيې له ارمان سره د ولس احساساتي تړاؤ پر خپل ځای، خو لږ تر لږه، لوستې طبقه، سياسیون، ستراتيژیکې حلقې او ليکوالان مو باید د ډيورنډ مسالې ته کاملاً منطقي نظر وکړي او پر واقعيتونو ولاړ دور اندېش تحليل ولري.
د افغانستان حکومت هم بايد د ډيورنډ کرښې په اړه واضحه ستراتيژي ولري. د ولسي احساساتو لپاره دې له ګرمو اعلاميو خپرولو/ د پښتونستان ورځې د نمانځلو او د اسفندیارولي او محمود خان اڅکزي له مېلمستیاؤو پرته پر یوې جامع طرحې کار وکړي، چې لږ تر لږه، پنځوس کاله وروسته د افغانستان وجود همداسې نيمګړی پاتې نشي. د پاکستان پر وړاندې د خپل ولس په زړونو کې موجودې کرکې ته مسير ورکړي او سالمه سیاسي استفاده ترې وکړي.
د کوزې پښتونخوا خلک باید ونه رټل شي، بلکې د پنجاب پر ضد مبارزې او له خپل وجود سره یو ځای کېدو ته وهڅول شي، ځکه؛ چې د هغوی له رضایت پرته، لوی افغانستان یوازې یو خوب دی. دا باید ومنو، چې د افرادو فکر د ټولنې د مروجو قوانينو او نیریټيف توليد دی. د کوزې پښتونخوا ملا، ښوونیز نصاب او رسنۍ کلک پاکستاني او پنجاب پلوي دي، او د عامه فکر اغېزمندېل ترې یوه طبیعي خبره ده، ځکه، چې انسان د چاپېریال غلام دی. د پټانانو ستغې وزغمئ، او له ګوړې سره یوځای دوا ورکړئ، دا پالیسي مو د بریا پر لوري بیولی شي.