تاند- د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان پر مرکزي محبس(جېل) د وسله والو طالبانو په حمله کې، چې په نتیجه کې یې له امنیتي ځواکونو سره جګړې څلور ساعته دوام وکړ، طالبان بریالي شول چې له دې محبس څخه ۲۴۳ تنه خوشي کړي.
د پاکستاني طالبانو تحریک اعلان وکړ چې د ډیره اسماعیل خان پر محبس یې په راکټونو او اتومات وسلو بریالۍ حمله کړې او په نتیجه کې یې نژدې دوه نیم سوه زیات بندیان خوشي کړي دي.
د پاکستان حکومتي سرچینې وايي چې په برید کې د شپږو ساتونکو په شمول دوولس تنه وژل شوي او دیارلس نور ژوبل دي.
د طالبانو د حملې په وړاندې د ډیره اسماعیل د محبس د ساتونکو تر څنګ د پاکستان د پوځ غړیو هم په جګړه کې برخه واخیسته خو مقاومت یې ونه کړای شو.
تر دې مخکې هم پاکستاني طالبانو د ډیره اسماعیل خان پر محبس برید کړی و او خپل مهم کسان یې ورڅخه ایستلي ول.
طالبانو د تېر کال د اپریل په میاشت کې د بنو پر محبس حمله کړې وه چې په نتیجه کې یې ۳۸۴ بندیان خوشي شول.
د ډېره اسماعیل د سیمې کمیشنر مشتاق جدون وویل چې د طالبانو په حمله کې ټول ۲۴۳ بندیان په تېښته بریالی شوي خو امنیتي ځواکونو د تښتېدلیو بنذیانو د نیولو لپاره پلټونکي عملیات پیل کړي دي.
د جدون په ادعا امنیتي ځواکونو تراوسه پوري څوارلس بندیان بېرته نیولي دي.
د ده په وینا په تښتېدلیو کسانو کې ۳۰ تنه خورا خطرناک کسان شامل دي خو تراوسه د هغوی له منځه هیڅ یو بېرته نه دی نیول شوی.
خو د خیبر پښتونخوا د محبسونو عمومي ريیس فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په تښتېدلیو بندیانو کې ۴۰ تنه خورا خطرناک دي.