د زړه ناروغي

تاند- په بریتانیا کې یوې څېړنې وښودله چې په هرو سلو سړو کې د ۱۰ تنو زړونه، چې عمرونه یې ۵۰ کلونو ته رسېدلي، تر خپل عمر ۱۰ کاله زاړه دي.

د دې څېړنې پر اساس د دغو کسانو په هرو لسو کې یو تن د زړه د ناروغۍ یا سکتې له خطر سره مخامخ دی.

د بریتانیا د عامې روغتیا څېړنیزې موسسې د یو ملیون او ۲لکه تنو د زړونو له ازموینې او معاینې وروسته دا نتیحه ترلاسه کړې ده.

د دغو ۱۲۰۰۰۰۰ تنو په منځ کې د ۳۳ زره تنو عمرونه ۵۰ کالو ته رسېدلي وو.

دا روغتیايي موسسه اټکل کوي چې یوازې په روان سپټمبر کې به ۷ زره ۴۰۰ تنه د زړه د حملې په اثر مړه شي.

د بریتانیا په شمول په پرمختللیو هیوادونو کې، چې د اکثرو ناروغیو مخه نیول شوې یا په اسانه نیول کېږي، د زړه ناروغۍ د نارینه وو د مړینې لومړنی علت ګڼل کېږي؛ یعني تر بلې هرې ناروغۍ زیات نارینه د زړه په ناروغۍ مري خو د ښځو د مړینې دوهم لوی علت قلبي ناروغۍ ګڼل کېږي.

په اکثرو مواردو کې د زړه د ناروغیو په علت د مړینو مخه نیول کېدای شي. خو شرط دا دی چې خپل فشار او کلسترول تل معاینه او کنټرول کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *